تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، دا چې نن شنبه سهار ګڼ ټاکنیز مرکزونه له خپل وخت ناوخت پرانیستل شوي نو د ماسپښین تر دریو بجو پورې ټاکنیزه پروسه پای ته نه شي رسېدلی.
فیفا اندېښنه ښودلې، که له دریو بجو سره سم ټاکنې پای ته رسېږي ګڼ خلک به د رایې د حق له کارولو بې برخې شي.
فیفا زیاته کړې، دوی له ننګرهار، کونړ، خوست او کندوز څخه راپورونه ترلاسه کړي دي چې دغو ولایتونو کې ټاکنیز مرکزونه ناوخته پرانیستل شوي دي.
فیفا همدا راز وايي، زابل او کندوز کې ځینو مرکزونو ته حساس مواد لا تر اوسه نه دي رسېدلي.
فیفا نیوکه کړې ده چې د بایومتریک پروسه اوږده ده او اته دقیقې وخت نیسي چې د رایه ورکونې بهیر یې ځنډنی کړی دی.