د سره صليب د نړيوالې کمېټې د خبرپاڼې شمېره: ۱۴/۳۴
۱۱ مارچ ۲۰۱۴
ژنيو/مونيخ (آی سي آر سي/يوفا) – د بایر مونیخ لوبډلمشر فیلیپ لام ۱۰۰،۰۰۰ یورو د اروپا د فوټبال د اتحادیې ټولنې (یوفا) لخوا په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) د فزيکي بیارغونې پروګرام سره مرسته کوي. څه موده وړاندې دغه جرمني لوبغاړي دغه جایزه د UEFA.com ویبپاڼې د کاروونکو لخوا د کال د غوره لوبغاړي په توګه ترلاسه کړې ده.
“شارلوټ ليندزي کورټيټ، د آی سي آر سي د عامه اړيکو او معلوماتو د څانګې مشر، چې نوموړې مرسته به له يوفا څخه ترلاسه کړي وويل: “آی سي آر سي د يوفا او له ستورو يې؛ لکه فیليپ لام، چې د تېرو اوو کلونو راهیسې یې په پرله پسې ډول له ژمنتيا او مرستې مننه کوي.” ښاغلي کورټيټ زیاته کړه: “معمولاً دغه مرستې په افغانستان کې د فزيکي بیارغونې د کړنو په برخه کې کې ځانګړې کېږي، چې نه یوازې له هغو کسانو سره مرسته کوي، چې د فزيکي ناتوانۍ لرونکي دي؛ بلکې هغوی ته وړ او مساوي فرصتونه ورکوي، چې په ورزشي لوبو کې هم برخه واخلي او د تېر په څېر په ټولنه کې ژوند وکړي.”
له آی سي آر سي سره د یوفا مرسته له ۱۹۹۷ کلونو راهیسې ادامه لري، کله چې د اروپا د فوټبال اداره کوونکې ټولنې په افغانستان کې د آی سي آر سي د ماين پرضد کمپاين سره مرسته وکړه. دا اوم ځل دی، چې آی سي آر سي د يوفا له مرستو، چې د UEFA.com د کاروونکو له خوا د دوی د ډلې د ټاکلو په برخه کې ترسره کېږی – برخمنه کېږي. په تېرو څو کلونو کې، د فوټبال ستورو لوبغاړو؛ لکه کریستیانو رونالډو، ليونل میسي، خاوي هرناندز او کارلوس پويول په افغانستان کې د آي سي آر سي د فزيکي بیارغونې پروګرام سره د یوفا په استازولي مرسته کړې ده.
آی سي ار سي په افغانستان کې د مصنوعي غړو د نصبولو او فزيکي بیارغونې پروګرام له ۱۹۸۸ کال راهیسې پرمخ وړي، هر کال له ۹۰،۰۰۰ تنو څخه ډېر کسان په ټول هېواد کې د آی سي آر سي په اوو مرکزونو کې تداوي کېږي. شا اوخوا دريمه برخه یې ماشومان دي. دا چې د دې مرکزونو ټول کارکوونکي پخوا معلولیت لرونکي کسان وو، دا حقیقت ثابتوي، چې له فزيکي بیارغونې وروسته په ټولنه کې بیايوځای کېدنه شونې ده. په ۲۰۱۳ کال البرټو کايرو، هغه څوک چې په افغانستان کې د فزيکي بیارغونې پروګرام مشري کوي، د هانري ډونانټ مډال ترلاسه کړ، چې دا په خپله د سره صلیب او سرې میاشتې په غورځنګ کې تر ټولو لویه ډالۍ ده چې د بشري خدمتونو د قدر پیژندنې لپاره ورکول کېږي.