تاند- د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي، که څه هم امریکايي پلاوی ټینګار کوي چې واشنګټن د کابل له همکارۍ پرته له طالبانو سره موافقه نه کوي، خو افغان چارواکي پرې باور نه لري.
ډانیل ایف فیلډمن، چې د اوباما د حکومت په مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و، وايي چې افغانان اندېښمن دي چې واشنګټن به په پټه له طالبانو سره معامله وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره یې د انتقالي یا موقت حکومت په اړه هیڅ راز خبرې نه دي کړي، خو په افغانستان کې ډېر خلک د خلیلزاد په دې خبرو باور نه کوي.
فیلډمن په دې اړه وویل«افغان چارواکي ژروه اندېښنه لري چې امریکا به ورسره خیانت وکړي او واشنګټن به د افغانانو په غیاب کې د خبرو پر مېز طالبانو ته ډېر امتیازونه ومني.»
ده همداراز وویل، باید د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره خلیلزاد ته وخت ورکړل شي خو ټرمپ چې د خپل حکومت د ډېرو ادارو له پرچاوۍ وروسته په بهرني سیاست کې د یوې بریا په لټه کې دی، ممکن له طالبانو سره په خبرو کې بې صبره شي او کله چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي د دغه هیواد پر حالاتو د امریکا اغېز کمېږي.