تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: د کابل بانک د دوسیې د تصفیې کمېټه وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې د کابل بانک د پوروړو ۱۶ ملکیتونه چې ۱۲ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود مالیې وزارت ته انتقال شوي او ۱۳ میلیونه ډالر یې نغد له دغو پوروړو اخیستي دي چې ټول ټال ۲۵ میلیونه ډالرکېږي.
ارګ وايي، تېره ورځ له ولسمشر سره د دغې کمېټې ځانګړې ناسته شوې او په کې د کمېټې مسوولانو د کابل بانک د یو راخوشې شوي پوروړي خلیل الله فیروزي په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.
کمېټې ولسمشر ته ویلي، چې خلیل الله فېروزي له زندانه د خوشې کېدو په بدل کې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او ۱۴ میلیونه ډالر یې حکومت ته ورګرځولي دي، خو ۱۸ میلیونه ډالر به هم ډېر ژر حکومت ته سپاري.
خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود د کابل بانک له دیوالیه کېدو وروسته ونیول شول چې له دې ډلې شیرخان فرنود د سنبلې په ۲مه زندان کې ومړ او فيروزي بیا د قرضونو د خلاصولو په شرط له زندانه راویستل شو اما په کور کې نظر بند ساتل کېږي.
حکومت د فیروزي د خوشې کولو په تړاو راپورته شویو غبرګونونو ته په ځواب کې وویل، نوموړی ناروغ او د خپلو پورونو د خلاصولو ژمنه یې کړې ده.