تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورونا د ۴۹ تازه پېښو په ثبت سره په دې وایرسو د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزیر نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، تازه ۴۹ پېښو څخه یې ۱۸ په کابل، ۱۵ په کندهار، ۶ په بلخ، ۴ په هرات، ۴ په غزني او ۲ په ننګرهار کې ثبت شوې دي.

د فېروز الدین فېروز په خبره تر دې دمه ۲۳ تنه له کورونا ناروغۍ مړه شوي او ۴۰ روغ کورونو ته ستانه شوي دي: (( که موږ کلک تدابیر نیولي نه وای شاید وضعیت به دا شان نه وو، اوس هم په هیوادوالو غږ کوم چې د وزارت لارښوونو ته جدي پام وکړي که نه نو کورونا فاجعه زېږولی شي.))

نوموړي خبر ورکړ چې هیوادوال باید له کوره راونه وځي او که په دې شکل سره خلک مخته ولاړ شي، نو په دوه میاشتو کې به له اوسني بد وضعیت څخه افغانان ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پیسو نړیوال صندوق ۲۵ هیوادونو ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو بودیجه بېله کړې ده تر څو له کورونا سره پرې مبارزه وکړي.

د یادونې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا د ناروغانو شمېر یو میلیون او ۹۲۰ زرو ته رسېدلی او ترې د وژل شویو شمېر ۱۱۹ زرو څخه واوښت، خو ۳۵۴ زره ترې روغ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *