فیروزالدین

تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹ مه: د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، داسې وېره شته چې افغانستان به د روان کال د دسمبر تر میاشتې له کورونا ویروس سره لاس و ګریوان پاتې شي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ په کندهار کې د کورونا د لابراتوار پرانیستې پر مهال وویل:((که څه هم وړ اندوینې سمې نه وي، خو زما وړاندوینه دا ده چې لږترلږه تر دسمبر پورې به په افغانستان کې کورونا شتون ولري.))

فیروزالدین فیروز هیله څرګنده کړه چې دغه وړاندوینه سمه ثابته نه شي او په راتلونکې میاشت کې افغانستان وکولای شي چې د کورونا ویروس مخه ونیسي.

کوروناویرس دا مهال د افغانستان ۲۳ ولایتونو کې خپور شوی دی او پرې د اخته کېدونکو کسانو شمیر هره ورځ ډیریږي.

دمګړۍ افغانستان کې د کورونا ناروغان ۴۲۳ تنه دي خو ځینې اړخونه وایي، دا شمیرې رسمي دي او غیر رسمي ارقام یې لوړ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *