تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال په هېواد کې روغتیايي خدمتونه ښه وو.
نوموړی وایي، سږ کال د مېندو او ماشومانو د مړینې کمول، د لومړنیو روغتیایي خدمتونو پراختیا او د هېواد په کچه عادلانه او باکیفیته خدمتونو ته د لاسرسي زیاتول، د مېندو او ماشومانو د تغذیې وضعیت ښه کول، د واکسینونو د پوښښ کچې زیاتول، د ساري او غیر ساري ناروغیو کنترول، پر نشه یي توکو له اخته کېدو څخه مخنیوی، د روغتونو د خدمتونو پراختیا او ښه کول د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې وې.
د فېروز په خبره، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي کچې زیاتول، د روغتیایي مرکزونو رامنځته کول او ارتقا، روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ښه کول، د روغتیایي خدمتونو سیستم د مؤثریت پیاوړتیا، له اداري فساد سره مبارزه او د روغتیا په سکتور کې د حساب ورکولو او روڼتیا زیاتول، په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت د مهمو لاسته راوړنو برخه جوړوي.
دی وايي، د کابل ښار په افغان ـ جاپان روغتون، د کابل، بلخ، کندهار، هرات او نیمروز ولایتونو په هوایي ډګرونو او بندرونو کې د کرونا ویروس د کنترول د ځانګړو څانګو رامنځته کول، د افغانستان په دولتي روغتونونو کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو او مفصلونو د پیوندولو د عملیاتو پرانیستنه، د محمد علي جناح او شیخ زاید په دولتي روغتیایي مرکزونو کې د مفصلونو تعویض او د اعصابو جراحي، په بلخ او هرات ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکزونو رامنځته کول، د ۹۳۰ زره ژوندیو زېږونونو مدیریت، د ۷ میلیونه پنځهګونو واکسینونو تطبیقول او په هېواد کې د جراحۍ د ۲۰۰ زره غټو عملیاتو تر سره کول یې مهم کارونه وو چې ترسره کړي یې دي.
د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو وايي، چې اوسمهال ډېری افغان ناروغان خپله درملنه په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کوي او هر کال مېلیونونه ډالر په خپله روغتیا لګوي.