تاند نیوز ډیسک: د عامې روغتیا وزیر وايي، افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې یوازنۍ لار دا پاتې ده چې د مخدره توکو کښت ته قانوني بڼه ورکول شي.
فیروز الدین فیروز پرون یکشنبه د مخدره توکو پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل، کابینې ته مو د مخدره توکو د کښت د قانوني کولو طرحه ورکړې ده، خو رد شوه، مګر بیا هم وایم چې موږ په اوسنیو هلو ځلو د مخدره توکو د کښت مخه ونه نیوله، باید قانوني یې کړو، تر څو یې دولت ته عایدات راشي او مدیریت یې هم اسانه شي.
نوموړي زیاته کړه، د مخدره توکو ناقانونه کښت د دې سبب شوی چې مافیا له دې لارې زیاته ګټه یوسي.
فیروز وايي، همدا اوس هیواد کې هر کال شاوخوا دوه سوه زره په نشو روږدي کسان د هېواد ۱۰۷ روغتونو کې تداوي کېږي.
بلخوا د مخدره توکو پر ضد د مبارزې سرپرست معین عصمت الله بلوچ وايي، دغه وزارت تېر کال د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره نږدې ۴ زره عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې ۴۵۰۰ قاچاقبران نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال ټول هېواد کې ۳ میلیونه کسان معتادان دي، چې له دې منځه پنځه سوه زره کسان هره ورځ نشه يي توکي کاروي.
