فېسبوک غواړي یوټیوب ته ورته خدمات چې د ویډیو او غږونو مجموعه يې بولي پيل کړي. فېسبوک وایي تر دې وروسته به يې کاروونکي په اسانۍ سره د خپلې خوښې غږونه او وېډوګانې ولټولی شي او ګټه به ترې واخلي. تېره اونۍ دې شبکې زرګونه غږونه او ویډیوګانې پر فېسبوک او انسټاګرام خپاره کړل چې په وړيا ‌ډول د اورېدو او ډانلوډ کولو وړ دي. پر دې سربېره دا هم ويل کيږي چې د فېسبوک اداره به په راتلونکي مېلادي کال کې د ۳۶۰ درجه یي ویډیوګانو د ټېمپلېټ جوړولو لپاره یوه ځانګړې ډله وګوماري. جوړ شوي ټېمپلېټونه به وروسته پر فېسبوک خپاره شي او د فېسبوک کاروونکي به وکولای شي چې پر ليکه ۳۶۰ درجه يي ويډيوګانې جوړې کړي.

 د فېسبوک دغه پرېکړه له یوټیوب سره د مقابلې هڅه بلل شوې چې غواړي خپله انلاین ویډیویي ټولګه ولري. دغه هڅې وروسته له هغه کيږي چې په ۲۰۱۵ کال کې فېسبوک د ژوندۍ ویډیو خپرولو برخه فعاله کړه او د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *