د بریالي ژوند اساس په منځلاریتوب ولاړ دی، دلته افراط او تفریط دواړه سر خوري. دلته یوازې د ژوند پدې کړکېچ کې هغوی بریالي دي چې که خپله وایي، نو د بل هم اوري.
په ټولنیزه میډیا او په ځانګړي ډول فېسبوک کې بیا دا معیار سرچپه دی، هغوی چې خپله وایي، د بل نه اوري او هغوی چې د بل اوري ډېری وخت خپله د ویلو توان نه لري. یوه کمه فیصدي د فېسبوک له رنګه رنګ جوړوي، هغوی چې که خپله وایي، د بل هم اوري.
په فېسبوک کې به ځکه ډېری د خپل ګفتار خلاف ومومې، چې هغه څه دوی لیکي پخپله پرې هم عمل نه کوي، ټول نه، خو د فېسبوک له څلورو درې برخې نن سبا په همدې معیار چلېږي.
د ټاکنیزو کمپاینونو له وخته بیا تر ننه د ننګرهار پوهنتون یوه ډله محصلین هم په فېسبوک کې په همدې معیار روان دي او د امیر المومنین داسې خدایي لښکرې دي چې که یوازې د ویونکو ډله ورته ووایو، نو بې انصافي به مو نه وي کړې.
دا نه چې دوی دومره نیکان دي چې ښکلې، معقولې، پر ځای او د اړتیا وړ لیکلې خبرې یې که خپله عملي نه کړې، نو یو بل چا ته خو یې انګېزه ورکړای شوه (اما هو پریمانه منفي انګېزه خو هره شېبه پاشي)، خو دوی د هغه ویونکو له ډلې دي چې تل د نورو حرمتونه ماتوي او استفاده هم له دین او مذهب څخه کوي.
د دوی له هرې لیکنې او پوسټ څخه چې د افراطیت خوسا بویونه خېژي پخپله هم په هغو لیکنو او نظرونو کې صادق نه دي چې د ټولنې د یو ځوان په توګه یې مطرح کوي.
دوی تل د نورو شخصي حرمتونه ننګوي، افراطیت پالي، د ملي ګټو خلاف کمپاین جاري ساتي، طالبېزم یې ایډیال دی او ان خپل مقابل لوری پدې هم تکفیروي چې ولې یې د دوی خوا نده نیولې.
خو کله یې چې د خپل شخصي ژوند پاڼې واړوې د خپل ګفتار یو سل او اتیا درجې مخالف شخصیت به یې درته په ثبوت ورسېږي.
دا یوازې د یوې خاصې ډلې کار ندی، بلکې په افغانستان کې د انټرنیټ له غوړېدا او دې شبکې ته د ځوانانو د لاسرسي له وجې په ډېری سیمو کې دغه شان کسان شته، دوی اوس له خپله ځانه پرته د بل هر چا وژل نه یوازې روا بولي، بلکې عاجل یې بولي او د جنتي ثواب تر لاسه کولو تر ټولو غوره نسخه یې هم بولي.
د هر چا شخصي نظر پخپل ځای، اما ملي ګټې، هېواد او سره کرښه چې معلومه ده، نو بیا له دې دایرې وتو ته خو هېڅ توجیه هم نشي موندل کېدای.
په تېرو لسو کلونو کې به مو ددې شبکې د کاروونکو هر نظر فکري غوړېدا ته یو پل بللی وي، اما اوس چې ټولنیز، سیاسي او فکري معقولیت د پوخوالي نېږدې کچې ته رسېدلی، نو تر دې وروسته هر نظر د فکري غوړېدا لپاره نشي بلل کېدای.
په نوره نړۍ کې چې ددې شبکې د کاروونکو هر نظر او هر پوسټ د قانون په چوکاټ کې څارل کېږي، نو دا اړتیا په افغانستان کې هم تر بل هر وخت اوس ډېره محسوسه ده.
له څلورو درې افراطي برخې نن د فېسبوک د پاتې یوې برخې نظرونو او څرګندونو ته جدي خنډ دي او ان داسې سیوری پرې غوړوي چې د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډیو استخباراتو ته یې ګټه رسوي. دی چې د پوهنتون محصل دی، د افغان دولت په بودجه لګیا دی زده کړې کوي او اوس هم پداسې افراطي فکر کې غرق دی چې له دوی سره نه یو ځای کېدل ورته له کفره کم نه ښکاري او د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ په چوکاټ کې روان ټاکنیز کمپاینونه تحریموي او ستره دیني ګناه یې بولي، نو اوس یې هم نظر د فکري ودې لپاره وبولو او نور ورته څومره انتظار وکړو؟
کاش دې ټولې ایډیا یې له خپله فکره سرچینه اخستې وای، خو د وارداتي فکر هغه برخه په افغان ټولنه کې پخپل نوم عملي کوي چې افغانان یې له لاسه دادی څلور لسیزې قرباني ورکوي او لا هم د دښمن زړه پرې ندی یخ.
د دغو افراطي فېسبوکیانو شمېر ډېر دی، خو د عمل دومره ګوډي ندي پاتې چې د پاتې یوې برخې د عملي ګتفار مخه دې ونیولی شي، ځکه څوک چې پخپل ګفتار نه وي ولاړ او ورپسې ثابتېږي چې هغه څه په فېسبوک کې وایي او لیکلي خپله یې هم نه خوښېږي، نو بیا به یې څه عملي کړي؟
خو د پردیو دغو اجنټانو یوازینی ماموریت د ټولنې اوسني نسبي ثبات ته ګواښ رامنځته کول دي چې په لومړي سر کې یې باید مخه د ټولنې ځوان فعالین او په ځانګړي ډول فعال منځلاري فېسوکیان ونیسي او بیا زر تر زره د هغو تخنیکي لارو چارو لټول هم په کار دي چې له دغسې افراطیانو د افغان ټولنې لمن پاکه کړي.