د ټولنيزو رسنيو په لړ کي فېسبوک هغه رسنيزنعمت دى، چي د نوري نړې ترڅنګ په هيواد کي دننه تعليم لرونکي ځوانان ډېره ګټه ځني اخلي.

د فېسبوک له کارولو څخه موخه داده، چي کاروونکي يې ژر د نړۍ له حاله خبر او خپل معلومات د نړۍ په کونج کونج کي نورو ته ژر ورسوي.

فيسبوک زموږ په هيواد کي د ډېرو تعليم لرونکو ځوانانو يو ښه بوختيا ده، ډېر لږ لوستي ځوانان به وي، چي په فېسبوک کي ګډونه ونه لري.

دا يوه ښه خبره ده او موږ ته په کار ده، چي د نړې د ټيکنالوژي له پرمختللي کاروان سره اوږه په اوږه روان سوو.

په لومړيو وختونو کي يوشمير ځوانانو د دغه ټيکنالوژيک نعمت څخه ناوړه ګټه اخيسته او په دې ډول يې د نورو د سپکولو پرځاى له خپل اصليت څخه پرده پورته کول.

تاسي يقين وکړى، په هغو کلنو کي داسي وخت هم راغلى، چي پوره يوکال فېسبوک مي له فېسبوک څخه ګټه وانه خيستل، دا ځکه چي ځيني ناځوانانو به پر خپله فېسبوک پاڼو داسي څه خپرول، چي په لوستلو يې انسانيت شرمېدى ، له ښه مرغه اوس د افغان فېسبوک ملګرو پوسټونه د پخوا په پرتله تر ډېره هم په لوستلو اوهم په ليدولو ارزي.

داسمه ده، چي لا تراوسه هم يوشمير کسان د خپلو ناوړه شخصي غرضونو پر بنسټ فېسبوک او نوري ټولنيزي رسنۍ بېځايه کاروي ،خو شکر دى د هغوى شمېره د دوى د اخلاقو په څېر ډېره ټيټه او ورځ تربلي کميږي.

په دې باوري يم او کيداى سي تاسي درانه لوستونکي هم راسره همږغي ياست، چي په نږدې راتلونکي  کي به د ټيټ اخلاقو ګراف صفر ته ورسيږي او د ټولنيزو رسنيو جال به د دوى له ناوړو منګولو نورهم ژغورل کيږي.

په دې لار کي ښه او ديادوني وړ خبره داده، چي د فېسبوک افغان کارکوونکي په يوه خوله او زړه هغه کسان له خپله ليسټ څخه وباسي، چي اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو ته درناوى نه لري.

که چيري د کوم چا لخوا پورته سرغړونه ويني، سمدستي ورته  داسي کمينټ ( لاندي ليکنه) ورته وليکي، چي هغه کس خپله هم وشرميږي او نورو لوستونکو او ليدونکو ته يې ور پام کړي، چي دا سي څه بايد نه واى خپاره سوي.

لا تراوسه هم ځيني د ګوتو په شمير کسان سته، چي غيري اخلاقي تصويرونه او پوسټونه خپروي، چي په هيڅ نه ارزي، ليکن بيايي هم لايکونه ( خوښووني) ترسترګو کيږي.

زه فکر کوم دا خوښووني د پوسټ د لوستلو ماسوا ترسره سوي، ځکه هيڅوک نه غواړي، چي غيري اخلاقي ليکنه خوښه او د ( لايک ) تڼۍ پر کښېکاږي.

درنو لوستونکو! نور په کار ده، چي په يوه ږغ ښه ته ښه او بد ته بد ووايو، داسمه ده چي (فلانکى) زموږ د فېسبوک  ملګرى دى، مګر دا نو دا مانا نه لري، د فيسبوکي ملګري هر پوسټ دي خوښ کړل سي.

موږ ته په کار ده، چي د کمزوري او نيمګړي پوسټ لاندي په روښانو ټکو وليکو: (ښاغليه ! داسي څه په پوسټ کولو نه ارزي. )

که چيري داسي پوسټ کوونکى يو لږ ماغزه هم ولري، نو بيابه هيڅکله نيمګړى او له اخلاقي پلوه کمزورې خبره او تصوير پورته نه کړي، تل به هڅه کوي چي له فېسبوک څخه سالمه ګټه واخلي، ښه به خپروي او ښه لولي.

د رسنيو او ادبياتو يوه مهمه موخه هم داده، چي په ټولنه کي نيمګړتيا ته ګوته ونيسي او د حل لپاره يې لاري چاري هم  ولټوي، يوازي بې مفهومه څه ليکل او خپرول ذهني عياشي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *