تاند- د اکولس Oculus د حقیقي مجازي کمپنۍ خاوند فېسبوک داسي کامره جوړه کړه چې د لومړي ځل لپاره بشپړه کُروي ویدیو ثبتوي.
دا وسیله شاوخوا کې ۱۴ کامرې، یوه فیش آی (fish-eye) کامره پر سر او دوې کامرې لاندې لري.
فېسبوک، چې د اوکولس کمپنۍ خاوند دی، تېره اوونۍ په یوه غونډه کې د (facebook surround camera) په نوم ۳۶۰ درجې کامره نندارې ته وړاندې کړه.
دا کامره (8K) محتوا په ژوندۍ بڼه او په حقیقي مجازي ډول ستریم یا انلاین کوي.
له حقیقي مجازي څخه تراوسه پوري تر ډېره د ګېمرانو له لوري په کمپیوټري لوبو یا ګېمونو کې کار اخیستل کېږي، خو د بشپړې کُروي ویدیو جوړېدا تراوسه ناممکنه ښکارېده.
د فېسبوک مسوولان وايي چې د دې کامرې د پلورلو نیت نه لري، بلکې غواړي چې راتلونکی دوبی د هغې ډیزاین په ګیتب (Github) کې د حقیقي مجازي مینه والو، جوړوونکو او پراختیا ورکوونکو ته وړیا وړاندې کړي.