تاند- د فېسبوک ادارې په خپله شبکه کې د دروغي یا جعلي خبرونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نویو اقداماتو اعلان وکړ.

فېسبوک د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره وروسته له دې اقدامات پیل کړل چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې له دې شبکې ناوړه استفاده وشوه او ورپسې پر فېسبوک فشار راوړل شو چې د دروغي خبرونو مخه ونیسي.

فېسبوک د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې شبکې کاروونکي به کولی شي چې پر جعلي یا دروغي خبرونو د بیرغ نښه کلیک کړي څو فېسبوک یې په اړه څېړنه وکړي.

د اې بي سي نیوز او اسوشییتید پریس خبري اژانس په شان خبري چاینلونه به له فېسبوک سره د جعلي خبرونو په کتلو او معلومولو کې مرسته کوي.

فېسبوک وايي، که د اسوشیتید پریس او اې بي سي نیوز په شان ادارو تشخیص کړه چې کوم خبر ناسم دی، د بیرغ نښه به پرې وهل کېږي او له خپرونکي څخه به یې پوښتل کېږي چې ولي یې دا خبر خپور کړی دی.

فېسبوک، چې په درسته نړۍ کې یو ملیارد او ۸ سوه ملیون تنه کاروونکي لري، وايي هرکله چې پر کوم خبر بیرغ وټومبل شو، ډېر لږ به خلکو ته ښکاري او خپرېدای به نه شي.

د فېسبوک مرستیال رييس ادم موزیري وویل، چې بدو قضیو ته به زیات پام کوي.

تر دې څو اوونۍ وړاندې د فېسبوک ريیس مارک زوکربرګ ویلي و، دا خبره سمه نه ده چې په فېسبوک کې د جعلي خبرونو خپرېدو د نوومبر د اتمې نېټې په انتخاباتو کې له منتخب شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره مرسته کړې ده.

تر انتخاباتو وړاندې د فېسبوک له لارې په دروغي خبرونو کې یو هم دا و چې پاپ فرانسیس د ټرمپ ملاتړ اعلان کړی او یا د فدرالي تحقیقاتو هغه مامور مړ موندل شوی چې د ولسمشرۍ د کاندیدې هیلري کلنټن په اړه یې څېړنې کولې.

د واشنګټن سټېټ پوهنتون د یوه پروفیسر د معلوماتو له مخې د ایف بي آی د مامور د وژل کېدو خبر په فېسبوک کې تر ۱۰۰۰ ځلې زیات شریک شوی و چې د اکثرو ورځپاڼو ډېر مهم خبرونه دومره نه شریک کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *