تاند- یوه نوې څېړنه وايي چې ممکن فېسبوک، له دې سره سره چې لا هم د ویروسو په شان ورځ تر بلې د خپرېدو په حال کې دی، په سلو کې ۸۰ کاروونکي له لاسه ورکړي.
حاضردمه فېسبوک د انترنټ په ټولنیزو شبکو کې تر ټولو زیات مینه وال لري.
د امریکا د متحدو ایالتونو په پرسټن پوهنتون کې له یوې څېړنې سره سم تر ۲۰۱۷ پوري به د فیسبوک د کاروونکو شمېر په سلو کې ۸۰ لږ شي.
دوی وايي چې دا څېړنه یې د فیسبوک د مینه والو د زیاتېدو او کمېدو ګراف ته په کتو کړې ده.
حاضردمه په نړۍ کې د فېسبوک د کاروونکو شمېرتر یو ملیارد اوړي. په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو شمېر نیم ملیون ته نژدې شوی دی.
څېړنه وايي چې خلک په فېسبوک مړېږي او تر ۲۰۱۷ پوري به ډله – ډله خلک ورڅخه لاس واخلي.
د څېړونکو په وینا د ۲۰۱۲ کال تر دسمبره پوري د فېسبوک د کاروونکو شمېر مخ پر زیاتېدا و خو له دې نېټې راوروسته داسي ښکاري چې د فېسبوک د مینه والو اوج پای ته رسېدلی وي او ورځ په ورځ د دې ټولنیزې شبکې د کاروونکو شمېر مخ په کمېدو وي.
خو په خپله فېسبوک دا څېړنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا د یوې خورا عیرمعیاري څېړنې تر ټولو ناوړه بېلګه ده.
فېسبوک ویلي چې تر ۲۰۱۸ پوري به د نړۍ نیمايي زده کوونکي په دغه ټولنیزه شبکه کې اکاونټ ولري او تر ۲۰۲۱ پوري به د پوهنتون هیڅ فارغ نه وي چې فېسبوک اکاونټ ونه لري.