تاند- د انترنټ ټولنیزې شبکې په درسته نړۍ کې د دوستانو د حال احوال اخیستلو او د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو تر ټولو اسانه او چټکې وسیلې دي خو فېسبوک او ټویټر له انسانانو د فکر کولو صلاخیت او فرصت اخلي.
دا ادعا په هغه څېړنه کې شوې چې په سکاټلنډ کې شوې ده.
د سکاټلنډ د مرکز ادنبرګ پوهنتون له څېړنې سره سم د ټولنیزو شبکو د چټکوالي، د معلوماتو د شریکولو او ژر ژر تبادله کولو له کبله د انسان د شننې او افادې قوت سخت اغېزمن شوی دی.
په څېړنه کې ویل شوي، دا ویبپاڼې (فېسبوک، ټویټر) په ظاهره د انسان له هوښیارولو سره مرسته کوي مګر حقیقت دا دی د هغه له ذهانت سره هیڅ راز مرسته نه کوي بلکې د ذهینو انسانانو ذهانت لږوي.
د دې څېړنې برخوالې څېړونکې ډاکتر لیاد راهون وویل:«د بېلابېلو ازموینو نتیجو موږ حیرانه کړو. هغوی چې په ټولنیزو شبکو کې زیات وخت تېروي د پخوا په شان یې فکر سم کار نه کوي، ځوابونه ډېر غیرمنطقي ورکوي.»
د څېړنې پر اساس د فېسبوک او ټویټر د پر له پسې معلوماتو له کبله ډېر خلک د نورو پر فکر اتکا کوي او په خپله یې د فکر کولو صلاحیت له لاسه ورکړی دی، د دوی ذهنونه سُست روږدي شوي او لا هم سُستېږي.
دا ډول کسان تل د نورو پر معلوماتو اتکا کوي او هیله لري چې له با چا څخه به ځواب ترلاسه کړي.
(تاند) ښايي هغوی چې پخوا یې هیڅ مطالعه نه کوله ټولنیزو شبکو ورسره مرسته کړې وي چې هره ورځ څه نا څه ولولي، څه زده کړي او خپله تجربه څه نا څه له نورو سره شریکه کړي مګر هغوی چې پخوا یې منظمه مطالعه کوله، فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو له کاره غورځولي وي.
تاسو لوستونکي څه فکر کوئ، په کګومه ډله کې یاست؟ فیسبوک او ټویټر ستاسو د معلوماتو له زیاتولو سره مرسته کړې او که د سکاټلنډ څېړنه تاییدوئ؟