تاند- فېسبوک غواړي چې نور د هغو لینکونو مخه ونیسي چې د دوی په باور د ټیټې سویې له ویبپاڼو سره تړاو لري یا د فېسبوک کاروونکي اعلانونو ته بیايي.

فېسبوک د ټیټې سویې د ویبپاڼو په توضیح کې ویلي، هغه ویبپاڼې د ټیټې سویې ګڼي چې مطالب یا لیکنې پکې لږ وي او اعلانونه، په عذابوونکي عکسونه ویدیوګانې یا سپم لري.

فېسبوک دغه راز د هغو ویبپاڼو د لیکنونو د ایستلو پرېکړه هم کړې چې پر لوستونکو خامخا خپل اعلانونه ویني؛ یعني هغه ویبپاڼې چې لوستونکي مجبوري د هغې د لیکنو تر لوستلو مخکې اول اعلان وګوري.

د فېسبوک اصلي هدف دا دی چې په دې توګه د جعلي یا دروغي خبرونو مخه ونیسي. فېسبوک باور لري چې د جعلي خبرونو د خپرونکو انګېزه مالي ده. هغوی د دروغي او پاروونکو خبرونو په خپرولو د زیاتو لوستونکو د جلبولو له لارې خپله ګټه وټه زیاتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *