فېسبوک د چېټنګ لپاره بېله وېبپاڼه معرفي کړه

کله چې تاسو په فېسبوک کې د یو چا سره چېټنګ/بنډار کوئ؛ نو د نوټیفیکېشن/ یادښتونو څخه تنګېږئ. فېسبوک د دغې ستونزې د هواري لپاره هم ګام اخیستی او اوس تاسو کولای شئ، چې یوازې د یوې بېلې وېبپاڼې څخه د فېسبوک له ملګرو سره بنډار وکړئ.

د فېسبوک له لوري دغه جوړه شوې وېبپاڼه messenger.com ده، چې په مرسته یې تاسو یوازې د فېسبوک له ملګرو سره، پرته له دې چې د خوښونو یا لایکونو او د لوبې د بلنې له نوټیفیکېشن څخه تنګ شئ، بنډار کولای شئ.

د فېسبوک مسنجر اپلېکېشن له دې وړاندې یوازې په موبایلونو کې کار کاوه؛ خو اوس د فېسبوک کاروونکي کولای شي، چې په خپل کمپیوټر کې هم د دغې وېبپاڼې په مرسته فېسبوک مسېنجر وکاروي.

د دغې وېبپاڼې لپاره تاسو کوم ګڼون یا اکاونټ جوړېدلو ته اړتیا نه لرئ او کولای شئ، چې د خپلې فېسبوک آی ډي په مرسته، دغې وېبپانې ته ننوځئ.

زاهدالله ځلاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *