تاند- فېسبوک غواړي چې وټس اپ(Whatsupp)، چې د موبایل پیغامونو یا مسیجونو خدمات وړاندې کوي، په ۱۹ ملیارد ډالره نغدو پیسو او ونډو رانیسي.
د نړۍ تر ټولو سترې ټولنیزې شبکې فېسبوک پرون وویل چې وټس اپ ته ۱۲ ملیارد ډالره نغد او د ۴ ملیارد ډالرو په ارزښت ونډې ورکوي.
وټس اپ د میاشتې تر۴۵۰ ملیونه زیات فعال کاروونکي لري.
د دې په مقابل کې ټویټر د ۲۰۱۳ کال تر پایه ۴۲۱ ملیون کاروونکي درلودل.
د فېسبوک اجرايي رييس مارک زوکر برګ وویل، د وټس اپ کاروونکي مخ پر زیاتېدو دي او یو ملیارد ته رسېږي.
وټس اپ، چې د سمارت فون یا لمسي ټېلفونونو له لارې پیغامونه لېږي، په شمالي امریکا، اسیا او اروپا کې په چټکه د عامېدو په حال کې دی.