تاند- د فېسبوک د ۵۰ ملیون کاروونکو د هک کېدو د خبرو له خپرېدو وروسته احتمال شته چې دا کمپنۍ یو ملیارد او ۶ سوه ۳۰ ملیون ډالره جریمه شي.
د یورونیوز د راپور له مخې، په آیرلنډ کې د داټا یا د معلوماتو د زېرمتون د ساتنې کمیسیون د شنبې په ورځ /سپټمبر ۲۹/ له فېسبوک څخه وغوښتل چې د فېسبوک د کاروونکو د هک کېدو د څرنګوالي او ماهیت په اړه اروپايي اتباعو ته نوره توضیح ورکړي.
د اروپايي اتحادیې د عمومي مقرراتو پر اساس، هغه کمپنۍ چې د خپلو کاروونکو د معلوماتو ساتنه ونه کړای شي، باید د خپل کالني عاید ۴ سلنه جریمه ورکړي.
په ایرلنډ کې د داتا د ساتندوی کمیسیون دنده په درسته اروپا کې د ټکنالوژیکي کمپنیو د کار څار او کنټرول دی.
د فېسبوک کمپنۍ ویندوی په دې اړه رسنیو ته ویلي چې دوی په آیرلند کې د داتا د ساتندوی کمیسیون د غوښتنې په ځواب کې لازم اقدامات کړي دي.