پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د فېسبوک ټولنیزې شبکې مشر مارک زوکربرګ د پاکستاني ممثل او اداکار حمزه علي عباسي نه له دې امله بښنه غوښتې چې فېسبوک ادارې د هغه د فېسبوک پاڼې له دریځ یا سټېټس څخه یوه لیکنه ړنګه کړې وه.

دغه فېسبوک پاڼه تر 1,656,771 زیات خوښوونکي لري.

نوموړي دغه پوسټ یا لیکنه په فرانسه کې د شارلي هېبډو طنزي مجلې د برید په اړه کړې وه.

په دغه پوسټ کې هغه پر شارلي هېبډو مجلې ترسره شوی برید غندلی و؛ خو دا یې هم لیکلي وو، چې لوېدیځه نړۍ دې د بیان د آزادۍ څخه ناسمه ګټه نه پورته کوي او د یو چا مذهب ته دې سپکاوی نه کوي.

هغه لیکلي دي چې لوېدیځ دې د بیان د آزادۍ په تعریف یو ځل بیا فکر وکړي.

د عباسي د دغه پوسټ له ړنګولو وروسته د اېنجلک مني ( Angelic Munni ) په نوم یوه کس په فېسبوک کې له مارک زوکربرګ نه پوښتلي دي، چې د دې پوسټ د ړنګولو په اړه تاسو څه نظر لرئ؛ نو د فېسبوک مشر ورته په ځواب کې ویلي دي، چې دغه لیکنه په غلطۍ کې لرې شوې ده او حمزه علي عباسي کولای شي، چې دغه لیکنه یو ځل بیا خپره کړي.

1په پاکستان کې انټرنېټي فعالانو او ځینو نورو انټرنېټي شبکو د دغه پوسټ ړنګول غندلي دي.

زاهدالله ځلاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *