تاند- فېسبوک به ژر د پاسورډ په ځای له تاسو وغواړي چې د خپل مخ عکس واخلئ یا خپل مخ سکن کړئ او د پاسورډ لیکلو په ځای د مخ په ښکارولو خپله فېسبوکپاڼه پرانیزئ.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې نن /سې شنبه/ په یوه راپور کې لیکلي چې فېسبوک د څېرې د پېژندلو د سیستم ازمېښت پیل کړی دی.

دا سیستم به د هغو کسانو فېسبوکپاڼې هم پرانیزي چې پاسورډونه یې هېر کړي او اوس خپلې پاڼې ته داخلېدای نه شي.

فېسبوک به ستاسو د مخ عکس سکن کړي او ستاسو په اکاونټ کې له موجودو عکسونو او ویدیوګانو سره به یې پرتله کړي، هاله به خپل اکاونټ ته داخل شئ.

د څېرې تشخیص به د پاسورډ بدلولو لپاره د ایمیل، او متن یوه متبادله لار وي.

د دې سیستم د اجرا کېدو په صورت کې باید هر څوک خپل اکاونټ ته د ننوتو لپاره موبایل ټېلفون مخ نه ونیسي څو پاڼه ورته پرانیستل شي.

تر دې وړاندې اپل کمپنۍ په خپل لسم یا ایکس ایفون کې دا نوښت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *