وايي، د انسان شخصيت تر هغه وخته پورې نه مالومېږي، تر څو چې يې خبرې نه وي کړې، خو تر دې وروسته که څوک پټه خوله هم ناست وي، شخصيت به يې مالومېږي.
دا کمال فېسبوک کړی دی او اوس کولای شي د فېسبوک له اکاونټ څخه د انسان شخصيت مالوم کړي.
فېسبوک اوس د اپلنی مېجک په نامه داسې پروګرام جوړ کړی دی چې د فېسبوکي کورنۍ ته د هغه په اړه مالومات ورکوي.
په دې سربېره، دغه پروګرام فېسبوکي کس ته هم د هغه څه په اړه مالومات ورکوي چې د ده ورته پام نه وي.
دا مهال د کیمرج پوهنتون پوهان د انسان شخصیت د هغه له فېسبوک څخه مالوموي چې کومې پاڼې یې په کومه موخه خوښې کړې او هدف یې ترې څه دی؟
په دغه شخصیت مالومولو کې پنځه خصوصیات دي چې رښتیا ویل، ایمانداري، ظاهري کړه وړه، موافق او د منفي احساساتو کس مالوموي.
که څه هم پوهانو ویلي چې دا تجربه مصنوعي ده، خو د یو کس د شخصیت په پېژندو کې مرسته کولای شي چې د ورځې له کومو پېښو سره ډېره علاقه لري.
که فېسبوک دا کار وکړ، کېدای شي ځینې خلک له دې وېرې چې شخصیت یې زیانمن نه شي، یو شمېر پاڼې خوښې نه کړي او ځينې خلک تر اعلان وروسته د خپل شخصیت په اړه فکر کوي چې په فېسبوک کې یې د استعمال په وخت څه ګلان کرلي دي.