تاند- فېسبوک نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې په خپله پاڼه کې یې یوه نوې برخه زیاته کړه چې په وسیله یې خلک په متحدو ایالتونو کې رستورانونو ته د ډوډۍ فرمایش ورکولی شي.
فېسبوک د ډوډۍ د غوښتلو له نورو ویبپاڼو سره د سیالۍ لپاره په دې برخه کې د څو فعالو ویبپاڼو؛ لکه (EatStreet, Delivery.com, DoorDash, ChowNow, Olo, Zuppler Slice) همکاري ترلاسه کړې ده.
فېسبوک همداراز ویلي چې له یو شمېر رستورانونو سره یې د همکارۍ لپاره کار پیل کړی دی.
د فېسبوک دا نوی اپ یا برخه (Order Food) نومېږي چې په کلکولو (کلیک کولو) یې د شاوخوا رستورانونو لیست درته ښکاري او فرمایش د (Start Order) په کلکولو ورکولی شئ.