د فېس بوک کارونه د هرې ټولنې د فکر او کلتور استازيتوب کوي. د نړۍ له پرمختګ سره سم په ټولنيزو شبکو کې په رسنيزه برخه کې يو هم فېس بوک دی. دا يوه داسې رسنۍ ده چې، په ډېره اسانه او ژر څوک خپل پېغام تر بل چا رسولی سي، هره ټولنه او وګړي يې ځانته بېلابېل خصوصيات لري، زموږ د ټولني د نورو ټولنو سره توپير دا دی چې؛ موږ کله ناکله د يو مثبتې ښکارندي( پديدې) په کارونه کې يا ښه دقت نه کوو او يا افراط کوو.

اوس مهال د فېس بوک کارونه دومره ډېره سوې چې، لوستو خلکو ترڅنګ يې زموږ د ټولنې عام او نالوستي وګړي هم کاروي.

زه فېس بوک شبکه ستايم او کله کله چې ځينې له سانسوره ډکو رسنيو توپيري چلند ووينم، بيا له ځانه سره ووايم: «زنده باد فېس بوک» يانې په دې مانا چې فېس بوک د چا لخوا نه سي سانسورېدای او هر څوک کولی سي خپل د زړه خبره د ټولنې تر نورو وګړو ورسوي.

اوس راځم دې ته چې؛ زموږ په ټولنه کې د فېس بوک کارونه څنګه او څرنګه ده؟

زه خپله د فېس بوک په کارونه کې ډېر غښتلی نه يم خو علاقه او لېوالتيا ورسره لرم، لږ تر لږه شپه او ورځ کې دوه درې واره د فېس بوک نړۍ ته په دې خاطر سر ورښکاره کووم، چې د نويو مالوماتو ځان خبر کړم، زما په زړه کې چې څه راګرځي هغه له ملګرو سره شريک کړم او د ملګرو لخوا را استول سوي پېغامونه لولم.

کله کله خو فېس بوک کې داسې نادودي او چټيات هم ليکل سوي وي چې له فېس بوکه مي زړه تور کړي، سم او ډېر ورباندې وځورېږم. زموږ په ټولنه کې د فېس بوک لويه برخه د مثبت استعمال پر ځای منفي کارول کيږي، د خلکو توهين کيږي، په وړاندې يې بې منطقه خبري کيږي، ملي نفاق ته لمن وهل کیږي او حتی ځينو محبوبو او د کار خلکو ته سپکي خبري او حتی ښکنځل کيږي.

برعکس ځينې فېس بوکي کړنې مې بيا په دې خاطر خوښېږي چې نوښتګري وي، زه يې يوه بېلګه راوړم:

زموږ د هلمند يو تکړه ژورنالېست او ليکوال ښاغلی احمد شاه پاڅون همېشه پر خپله فېس بوک پاڼه مثبت شيان خپروي، خوږې جملې کاروي، لنډ پرمختيايي راپورونه خپروي، زموږ هېوادني توليداتو څخه فېس بوکيان خپروي او په ډېره مينه او علاقه د هېواد د مينې او پرمختګ په خاطر کمپاين کوي.

دغه راز د هېواد نامتو عالمان لکه ښاغلی ډاکټر عثمان بهيج چې تل پر خپله فېس بوک پاڼه علمي مطالب خپروي، نوي نوي لغاتونه او نور شيانو څخه هېوادوال خبروي.

دې ورته ډېرې بېلګې سته چې موږ او تاسو يې وينو، فېس بوک سره له دې چې زموږ په ټولنه کې يې د دې له امله چې ډېری خلک مو نالوستي دي په سمه توګه نه کاوري او يا يې ممکن په کارونه ونه پوهېږي خو ډېری خلک يې بيا په سمه او مثبته توګه کاروي او ګټه يې هم دې ټولنې ته رسيږي.

خو مهمه خبره دا ده چې موږ بايد دا هر څه د يو ځانګړي مهال وېش له مخې وکړو، زموږ د ټولنې ځوانان دومره ډېر پر فېس بوک روږدي دي چې، په دفترونو کې ترې خپل کارونه پاتې وي، د خپلو دوستانو سره، مور پلار، خويند، مېرمن او نورو خلکو سره خبرې او مجلس نه سي کولی، خپل ټول وخت پر فېس بوک مصرفوي چې دا هم زموږ ټولنې ته زيانمن تماميږي.

ځينې ځوانان خو په پوهنتونونو او ښوونځيو کې چې استاد درس ورکوي لا دوی پر فېس بوک اخته وي.

هر شی د کارونې دوه مخه لري، ښه او بد، خو دا بيا په کاروونکو پورې اړه لري، څوک سمه او پر ځای ګټه ترې اخلي او څوک يې بيا ناسم کاروي، فېس بوک هم زموږ په ټولنه کې په پورته دوه بڼو عام سوی دی.

فېس بوک او ټوله کې ټولنيزې رسنۍ بايد د خپلې ټولنې د ګټې په موخه وکاروو، د يووالي، ورورلۍ، سولې لپاره بايد ګټور پېغامونه په بېلابېلو بڼو وړاندې کړو، چې ډېری ځوانانو دا کار کړی هم دی، چا د شعر په نرمه ژبه په فېس بوکي نړۍ خپل پېغام رسولی، چا کيسې ليکلي او چا په نورو بڼو.

ددې ترڅنګ يو بل کار هم بايد وسي، هغه څوک چې د ټولنې لپاره کار کوي او ټولنيزې شبکې په همدې موخه کاروي بايد وستايل سي او تقدير سي، په دې سره به په ځوانانو کې د ښه پېغام رسونې او خدمت حس هم ژوندی او ګړندی سي او ټولنې ته به مو هم ګټه ورسيږي.

راځئ يوازې فېس بوک نه بلکې د خپل ژوند ټولې چارې د يو مهال وېش له مخې تنظيم کړو، زه په ډاډ ويلی سم چې په دغه وخت کې به مو هم خپل کارونه پر خپل وخت او پوره برياليتوب سرته رسولي وي او هم به مو ټولنې ته لويه ګټه رسولي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *