مولوي پيزرو مو شهيد کړ، د پيروز قلم مو مات کړ، د پېزور افکار مو تری تم کړل، د پيروز ارمانونه مو خاورې کړل، د ځوانيمرګ هيلې مو وسوزولې، د شهيد پيروز د وطن پالنې یو غږ مو خف کړ، د شهيدانو په کاروان کې مو بل دنګ شازلمی ور زیات کړ، د پتیال، شمسي او نورو تنکیو شهیدانو ارزښتناکې وينې مو په سيند لاهو کړې.
مګر،
دا کاروان نه تم کېږي، د وطن پالنې حس ژوندی دی، د شهيد مولوي پېروز لارویان لا ژوندي دي، د پښتنو ننګیالي زلمي لا هم سا باسي دا قوم په وژنو نه خلاصېږي.
دلته به ډېر نور داسې افکار او د مقدس قلم خاوندان پيدا کېږي، چې ستاسې شومې او رزيلې موخې به غندي او د وطن لپاره به په ميړانې سره خپل سر قربانۍ ته ږدي.
ګوره په بیا بیا ور غاړې وتي یو
مرګ ته په خندا ور غاړي وتي یو
په خبرو هیڅ نه کیږی ، دا چه د وطن پالنی حس ژوندی دی ، د داسی ناوړه کړنو د مخنیوی په برخه کښی کوم عمل تر سره سوی دی ، موږ ته اوس یوازی خبری پاته دی ، د عمل په نامه څه نه پیژنو ، تر څو به یوازی د داسی ځوانانو د شهادت وروسته د داسی څو احساساتی لیکنو په کولو سره ځان د هر ډول مسولیت څخه خلاص کړو ، په خبرو څه نه کیږی ، عمل ته اړتیا سته.
موږ یو لارښود ته اړتیا لرو .