معلم به د حاضري کتاب را واخلي. د دې تنکي کونړي ماشوم نوم به واخلي، خو څوک به د (صیب) غږ ونکړي.
دا خو له یرغلګرو سره په روان جهاد کې وژل شوی. ای خلکو!
جهاد روان دی. د خپلو اولادونو د سر خیر غواړئ.
های،
زموږ اولادونه خو یا د یرغلګرو پر ضد د جهاد او یا د تروریستانو پر ضد د مبارزې ماشیندارو وخوړل.
شهیده!
په لیدلو دې ډیر خپه شوم، خو قاتل ته څه نشم ویلای، کیدای شي د کفر ټاپه مې پر ټنډه ولګوي. الله دې مل شه ګرانه. دلته ستا غږ څوک نشي اوریدلای، د محشر په ورځ د خدای په لوی دربار کې له خپلو قاتلانو سره حساب کوه. په کوچني قبر دې له همدې ځایه اوښکې شیندم… نور…
ستا: دوست
نوټ:
تصویر د ښاغلي راحت ګل زیارمل له وال نه.
زموږ اولادونه خو یا د یرغلګرو پر ضد د جهاد او یا د تروریستانو پر ضد د مبارزې ماشیندارو وخوړل.