تاند- موټرولا کمپنۍ غواړي چې بیا خپل قاتېدونکي موبایلونه په نوې بڼه راوباسي.

موټرولا کمپنۍ وايي چې له یوې بریتانیايي کمپنۍ سره په ګډه کار کوي چې د (RAZR) په نوم خپل قاتېدونکي موبایلونه، چې یو وخت یې ډېر خوښېدونکي لرل، په نوې بڼه راوباسي.

موټرولا لومړی پلا په ۲۰۰۴ م کال قاتېدونکی موبایل راوایست. هاغه مهال موبایل ټېلفونونه اندروید او ځیرک نه ول.

موټرولا له بریتانیايي بینټون (Binatone) کمپنۍ سره موافقې ته رسېدلې چې په ګډه د (Binatone Blade) په نوم قاتېدونکی موبایل جوړ کړي.

البته دا موبایل به ډېر ساده وي، معمولي اپلیکېشنونه؛ لکه الارم یا زنګ او د حساب ماشین به لري خو له دې سره سره به د فېسبوک او انسټاګرام په شان د ټولنیزو شبکو د کتلو اپلیکېشنونه هم لري.

ځینې پخوانۍ لوبې لکه سنېک (Snake) او ټیټریز (Tetris) هم په دې موبایل کې شته.

پر دې سربېره به د دې موبایل بله ځانګړتیا دا وي چې د موسیقۍ لپاره به ایم پي ۳ او ۲ سیمکارتونه لري.

تر دې وړاندې نوکیا دې ته ورته موبایلونه بازار ته راایستلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *