تاند- د چیچنیا جمهوریت سرپرست دولتمشر رمضان قادراوف وايي، د افغانستان مرستیال ولسمشر په دې حیران شو او په عین حال کې یې له سترګو اوښکې وبهېدې چې جنګ ځپلې چیچنیا یې ولیده.

قادراوف له سپوټینک نیوز سره په مرکه کې وویل، کله چې څو میاشتې پخوا د افغانستان د ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم روسیې ته په سفر ورغلی و، په دې حیران شو چې په چیچنیا کې د روسیې د حکومتي ځواکونو او چیچنايي جنګیالیو ترمنځ له کلونو کلونو جګړې وروسته څرنګه امنیت، سوله او نظم ټینګ شو.

قادراوف وویل:«زه ده ته خواشینی شوم. د ده له سترګو اوښکې وبهېدې. ویې ویل چې ۲ ملیونه افغانان وژل شوي. پوښتنه یې وکړه چې تاسو څرنګه دا کار وکړ؟ ولي موږ داسي نه شو کولی؟»

د چیچنیا سرپرست دولتمشر په چیچنیا کې د یاغیانو د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د روسیې په جنوب کې د قفقاز دا سیمه له یاغیانو پاکه ده.

قادروف د افغانستان په اړه وویل، دا هیواد د بېلابېلو وسله والو ډلو ترمنځ وېشل شوی، دولتي ځواکونه د کابل تر قوماندې لاندې دي، امریکايي پوځیان له واشنګټنه قومانده ترلاسه کوي او نهايي پرېکړه د امریکا متحد ایالتونه کوي.

ده همداراز ادعا وکړه چې د افغانستان د حکومت له لوري د سولې هره هڅه تر هغو نتیجه نه ورکوي چې امریکا په سیمه کې حضور ولري.

وروسته له دې چې روسي پوځیانو چیچنايي خپلواکي غوښتونکي وځپل، قادراوف د کریملین له لوري پر چیچنیا واکمن شو. سره له دې چې نوموړی له تېرو ۱۰ کلونو راهیسي د چیچنیا مشر دی او دوې دورې یې تېرې شوي، بیا هم د مسکو له لوري د چیچنیا د سرپرست دولتمشر په توګه کار ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *