ملي بس چټک خپل منزل ته روان و
د بس کلینر په لوړ غږ نارې وهي “ښار، ښار”
“دل پې هې زور کوئي
زور کوئي نه،
……. دل کهویا کهویا ګُم صُم”
یوه هندي سندره چې نه یې یوازي موټروان اوري بلکې د کوټه سنګي له څلور لاري سره روان، ولاړ او میشت ټول مخلوق ته یې په اورولو ثواب دارین حاصلوي او په خپل شوق کې غرق د خپل منزل خواته روان دی، او لکه زموږ غوندي مسافرو ته چې د خپل ورک زړه داستان را اوري.
(دا ویل اړین بولم چې په کابل کې د ټولنیز کلتور له وجي د ښځو او نارینهو اختلاط معیوب ګڼل کیږي. نو ځکه په ملي بسونو کې هم دا نظام رایج دی او ښځي د موټروان سره د بس په مخکنۍ برخه کې کښیني او له ممنوعه جنس سره تعلق لرونکي نارینه د بس په شاتنۍ برخه کې سره راجم وي.)
حال دا چې تر ننه چا دا پوښتنه ونکړه چې موټروان خو هم مخالف جنس (نارینه) دی.
خیر د دوئ ترمینځ پر تقسیم زه څه کار لرمه. خبره به مخته وغځوو. زما د څنګ څوکۍ خالي وه او د مخي پر څوکۍ یوه څلویښت- پنځوس کلنه چاغه ښځه ناسته وه. له رنګه غنم رنګه خو د ارایش له مضر اثراتو یې رنګ د سپینوالي پر ځای خاکستري شوی و. شونډو ته یې پوخ جګري رنګ ورکړی، د دواړو جهانونو په غم کې ډوبه ټوله خروش تر ژاولو کاږي. د دې ښځي پر پښو مې ناپامه سترګه ښخې شوې، لکه په ژوند چې د اوبو مخ نه وي لیدلی، چاودلې پوندو او د پوندو لیږ ها خوا یې پر نوکانو سور رنګ د برات اورونه را په یاد کړل.
خیر بس ده مزنګ څلورلاري ته ورسید، سټاف یې وکړ، ځیني کښته شول ځیني نوي خلګ راوختل.
په نویو راختلو کې یوه انجلۍ هم شامله وه چې توره چادري یې اغوستې وه، یوازي سترګي یې مالومیدې او په لاس کې کتابونه نیولي ول، چې را نیږدې شوه نو کتابونه قراني تفسیرونه بریښیدل، راغله زما تر څنګ کښینستله. زما یقین شو چې دا به د کومي مدرسې زدهکړیاله وي او د دین په تدوین او ترویج کې به خپل کردار ادا کوي.
له کښینستو سره سم یې د ګریوان په پټ ځای لاس چخ کړ او موبایل یې راوایست. خیر ما خاصه توجه نکړه ور او د هینداري خواته مې کتل پیل کړل. یوه ګړۍ وروسته کلینر د کرایې ټولولو لپاره راغی، له کرایې ورکولو سره مې سترګي د انجلۍ پر موبایل ولګیدلې. اصولاً اخلاقي اقدار موږ ته دا ښوونه راکوي چې انسان ته د بل په شخصي معاملاتو کې د مداخلت حق نسته. او شاید ما ددې اصولو خلاف ورزي کړې وه، ځکه چې تجسس هیڅ اخلاقیات نه لري.
نجلۍ په انګلیسي یو پیغام واستاوو:
“زما له طرفه هم یوه مچه، ستا پر سترګو او تندي”
جواب راغی:
“او پر شونډو؟”
نجلۍ جواب ورکړ:
“وۍ زه شرمیږم”
جواب راغی:
“نو زه پردی یم؟”
نجلۍ جواب ورکړ:
“نه، موږ یو یو”
“ځه پر شونډو دې هم مچوم”
او چې مخته نوري څه-څه خبري تبادله شوې هغه د بیان ندي.
خیر بس تر نیمایي ورسید او انجلۍ خبري راسره شروع کړې. زما په زړه کې تر اوسه هغه پیغامات اوړي-را اوړي چې یوه ګړۍ مخکي دې انجلۍ یوه نامعلوم سړي ته لیږي ول.
ما ځیني وپوښتل چې چیري ځې؟
-مدرسې ته ځم
-هلته درس ورکوې؟
-نه، زه د قران حفظ کوم
-ښه ډیر ښه(په تشویقي انداز مې ورته وویل)
(خو په زړه کې مې هغه خبره لا ګرځي راګرځي چې دې نو بیا دا فحش پیغامونه څنګه لیږل؟)
خیر زړه مې وکړ او پوښتنه مې ځیني وکړه
-تا واده کړی؟
-نه، تر اوسه مې ندی کړی.
-نو کوزده خو به دې کړې وي؟ (ما استفسار وکړ)
-نه تر اوسه مې کوزده هم نده شوې.
(په خبره خو مې اوس سر خلاص شو چې لیلا ده بچۍ)
بس د خپل منزل پر لور روان دی او یوه بله سندره شروع شوه.
“مې واپس اونګا
یه میرا وعده رها
هنس کې کر رخصت مجهې….”
او ښځینه سندرغاړې په ډیر ملتجي اندار سره ورته وایي
“تو نه جا میرې بادشا ایک وعدې کې لیې ایک وعده توړ کې”
انجلۍ یو دم سره شوه، د سر په ښورولو سره راته وایي “یو خو مې له دې سندرو ډیر بد راځي، ګوره اوس نو زما غوندي خلګ هم ددې ډول سندرو اویدو ته مجبوره دي او غوږونه مو په ګناهګارۍ اخته کیږي”
او بیا یې خبره وغځوله
-تاته یوه مشوره درکړم؟
ما هو، ولي نه.
“ماشاءالله ټیکری خو دې لوی پر سر دی خو که مخ هم پټ کړې نو حجاب به دې تکمیل شي. ته خبره یې چې کفار زموږ پر خلاف سازشونه کوي نو ځکه هغوئ زموږ ښځي له حجابه لیري کول غواړي او د فحاشي لوري یې لیږدوي.
ما د دې د زړه لپاره سر ورسره وښوراو.
په دې مابین کې انجلۍ ته یو بل میسج راغی
“چیري ورسیدې جانانه؟ ډیر درته بې چینه یم، ژر راشه”
انجلۍ په جواب کې ورته ولیکل
“درځم جانانه، لیږ صبر وکړه”
خیر اوس زموږ په خبرو کې هغې چاغي ښځي هم ګډون وکړ، وایي “زه فکر نه کوم چې د انسان د پردې تعلق د کوم بهرني طاقت سازش وي، دا خو د هر انسان خپل شخصي عمل دی”
انجلۍ ورغبرګه کړه “خو پر موږ فرض دی چې خلګو ته د ښو او بدو توپیر ور وپیژنو”
انجلۍ زیاته کړه چې زما تمځای رارسیدونکی دی خو ترورې تاته هم وایم چې د نوکانو له رنګ سره اودس نه کیږي، ته هم یو څه سادګي اختیار که!
(دلته زما دماغ د انجلۍ پر لیږلو او راغلو پیغامونو کې مصروف دی)
طاقت مې ونسو او له انجلۍ مې وپوښتل چې ستا کوم ملګری هلک سته؟
-دا ته څه وایې؟ توبه توبه، ماته خو دا ټول کفر او شرک دي، زه له نارینه ذاته سخت نفرت کومه. زه به له یوه نامحرم سره داسي اړیکه ساتمه؟ توبه توبه، دا دې څګه پوښتنه دې وکړه!
یو دم یې د موبایل کړنګ شو:
“چیري یې؟ ژر راشه، هره ورځ خو نشو لیدای، د خپل جانان د شونډو خوند مې له ۱۵ ورځو ندی څکلی”
نجلۍ ورته ولیکل:
“جان بس در رسیږمه، نیږدې یمه قربان”
او کلینر نارې کړې “سینما پامیر رسید، تا شوید بیادرا …”
ډېر ښه، ښکلې کيسه، لوړ پيغام