تاند- د تخار ولایت په چاه اب ولسوالي کې پارېدلیو خلکو دوه تنه د یوه ډاکتر د وژلو په خاطر په لرګیو او ډبرو ووژل.
د تخار د والي ویندوی سنت الله تیمور پرون /دوشنبه/ خبریالانو ته وویل چې پولیسو د یکشنبې په ورځ دوه تنه د یوه ډاکتر د وژلو په تور ونیول.
د تیمور په وینا خلکو لومړی د ډاکتر د قتل په اعتراض کې سوله ییزه مظاهره وکړه خو یو شمېر مظاهره چیانو د مظاهرې په وجه له ګډوډۍ څخه په استفادې د چاه اب د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پر ودانیو برید وکړ، په قتل تورن کسان یې وایستل او په ډبرو او لرګیو یې ووژل.
د تخار د والي ویندوی وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.