په هیواد کې د پاکستاني کلدارو د بندولو په موخه د نورو وختونو په څیر څه موده وړاندې هم په ډیرو ولایتونو کې د سیمیزو ادارو له خوا د بندیزونو اعلانونه وشول، د رسنیو له تر ښه پوښښ لاندې رواوستل شول او د خلکو له خوا هم په موقتي توګه د  ښه غبرګون سره مخامخ شو.

خو له بده مرغه، چې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي د غه نمایشي اعلانونه  یوازې د نمایش تر کچې پاتې شول او په عمل کې هیڅ ونه لیدل شول.

د سیمیزو چارواکو څخه چې په هیواد کې یې د پاکستاني کلدارو د کارونې او بندیز اعلان وکړ یو یې د هیواد د جنوبي ولایت کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی و، چې په نوموړي ولایت کې یې د کلدارو کارونې ته تقریبآ د پای ټکی کیښود.

ویښ بازار د کندهار ولایت جنوب ته د سپین بولدک اړوند او د هیواد په سطحه یو ستر تجارتي بازار دی، چې د همدې بازار وروستۍ جنوبي برخه  د ډیورنډ فرضي کرښې سره نښتې ده.

په ویښ کې مو د ډیورڼډ کرخې په دوه سوه مترۍ کې د معمول په څیر د یو پلورونکي څخه د توکو د پیرلو په وخت کې و پوختل چې څو روپۍ کیږي؟

دلته راکړه ورکړه په افغانیو ده او که په کلدارو؟

نوي ځلمکي دوکاندار په ډیر غرور سره وویل، چې دا پاکستان نه، بکله افغانستان دی او په کندهار او د هغه په وینا د حاجي رئیس صیب( جنرال عبدالرازق) د اعلان څخه وروسته  زه تل په افغانیو سودا کوم او له دې وروسته به هیڅکه کلدارې نه کاروم او زه په دې ویاړم،  چې په خپل هیواد کې خپلې پیسې کاروم.

د ویښ بازار یو بل کمپیوټر پلورونکي احمدشاه هم ورته څرګندونې وکړې او وې ویل” خوشاله یو چې په خپل هیواد کې د کلدارو په ځای خپلې افغانۍ وکارو چې په دې سره به مو د هیواد اقتصادي وضعه هم ښه شي”

له دې سره سره چې په نوموړي سیمه کې د کلدارو په بندیز او د افغانیو په کارونې کلک حکم شوی، خو یو بل دوکاندار محمد ولي  بیا د دغه کار د ستونزو په اړه داسې وویل” موږ چې له چین، جاپان او نورو بهرنیو هیوادونو څخه توکي واردوو نو له دې له پاره اړینه ده، چې په وخت سره اړوندو هیوادونو ته د حوالې له لارې ژر تر ژره پیسې واستوو نو په دغه برخه کې زموږ بانکونه له پاکستاني بانکونو سره سیالي نه شي کولی. د پاکستاني بانکونو په پرتله د افغانستان د خصوصي بانکونو هم کمیشن لوړ دی او هم په لږ وخت کې پیسې نه شي انتقالولی نو همدا چې اوس هم په دغه بازار کې لږ تر له پاکستانۍ کلدارې چلیږي نو اصلي علت یې دلته دی که زموږ بانکونه  دغه اسانتیاوې برابرې کړي نو افغان تجاران به بې له کومې ملاحظې د پاکستاني کلدارو سره د تل له پاره خدای پاماني وکړي.

خو په ختیځو ولایتونو کې بیا بر عکس ټول مارکیټ په کلدارو چلیږي، چې تر اوسه په دغه اړه د حکومت او د ولس له خوا د یو قاطع تصیم په اړه څه نه دي لیدل شوي.

نوټ: دغه لیکنه د ننني افغانستان اونیزه کې هم خپره شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *