د طبیعت یا اشیاوو ، هغې بیا هستونې ته هنر وايي ، چې له انساني ایډیال او غوښتنې سره سم ماهیت او ښکلا ولري . ښايي دهمدې پېژندنې پر بنسټ به وي ، چې په هنري زمینه کې له اشیاوو سره دهنرمند ذهني اړیکه ، اختیار، فکر ، منطقي تړون او ذوق مهم ګڼل کیږي . انسان یوه لرغونې تلوسه لري او هغه داده چې که (ما)دخپل چاپیریال جوړولو اختیار درلودلای نو څنګه به مې جوړ کړی و ؟ دا تلوسه تخیل هڅوي ، چې دیوه ایډیال چاپیریال تصور (انځور) وپنځوي ، بیا نو دفکر اوژبې په مرسته دا انځور دنورو لپاره هم معرفي کیږي ، هنر دهمداسې یوه بهیر په پایله کې رامنځته کیږي . نڅا دانساني جسم دبېلابېلوحالتونو( ژستونو) تمثیل دی ، چې په عادي حالت کې یې نه شو احساسولی ، دا غیر عادي ژستونه ښکلي دي ، ځکه دانساني جسم نوی تجسم راښيي. انځورګري ( نقاشي ) د طبیعت د یوې برخې بیا ایجاد دی ، چې درنګونو ، کرښو او تناسب اختیار یې له هنرمند سره دی ، موسیقي دغږونو هاغه هارموني ده چې موسیقار یې دخپلې ښکلاپنځوونکې غریزې پر بنسټ جوړوي … او بالاخره شعر ددې ټولو هنرونو کار دکلېماتو او الفاظو په مرسته کوي . په شعر کې راڅرګندیدونکی انسان ښايي دخپل حضور یوه نوې ، هنري او ښکلې جلوه وړاندې کړي ، لکه په نڅا کې یې چې وینئ ، کلېمات باید دغږونو هغسې هارموني جوړه کړي ، لکه په موسیقي کې چې وي او تخیل ښایي دکلېماتو په مرسته هغسې ایډیال انځور درته ترسیم کړي ، چې انځورګر یې درنګونو او کرښو په مرسته انځوروي . ما دښاغلي خالد پښتون په شاعرۍ کې دهنر ځینې همداسې جلوې ولیدلې ، چې ترډیرې مودې وروسته یې زما هنري تنده راماته کړه . ښاغلی خالد پښتون بریالۍ غزلیزه شاعري کوي ، که څه هم یو شمېر ازاد شعرونه یې هم په دې ټولګه کې لوستلای شئ ، خو په غزلونو کې یې دبیتونو داخلي موسیقي ، او دانځور هستونې ځواک دغزل زوړ فورم نوی کړی دی ، ځای ځای د مخامخ ( مستقیم ) درک پرځای له اشیاوو او افکارو سره متناوب چلند له یوې خوا او دځینو په زړه پورې پوښتنو طرحه کول له بلې خوا دپښتون دغزلیزې شاعرۍ پښه تر فلسفي افکارو پورې ورغځوي ، خو دنوموړي دابیان وچ فلسفي ابهام نه ، بلکې دهنر اووه رنګه زرغونټال تصور ته ورته دی ، چې تاسو یې غواړئ ، په رنګونو کې یو نوی حقیقت بیا مومئ :
چې لا محدود شو حسن محدود نه ساه اووته دَ تصور په پرده حدود نه ساه اووته
دَ شور په نوی پړاؤ سکوت په چغو اووې دَ حرکت په غېږ کښې جمود نه ساه اووته
ګل دَ خزان په سینه راز دَ بقا اوموندو سپرلی چې تلو په ژړا نمودنه ساه اووته
حسن چې ځان ښکاره کړو زمان يو چغه اوکړه مکان له مینځه لاړو وجود نه ساه اووته
فضا غمګینه شوله ژوند نه سرور لاړلو نغمې نه سوز اووتو داؤد نه ساه اووته
دَ يک رنګی په درشل رنګونو داسې اووې دَ توارد په اثر سرود نه ساه اووته
دښاغلي پښتون په شاعرۍ کې فلسفي افکار تصنعي او تکلفي نه دي راغلي ، بلکې دشاعر افکار دي ، چې شاعرانه کړي یې دي . ډیر ځله دشاعر پوښتنه له خپل چاپیریاله رنګ اخلي ، دده او دده دمعاشرې ستونزې په کې سر راپورته کوي او تاسو ګورئ ، چې شاعر هغوتوپیرونواو واټنونو ته په فلسفي لحن ګوته نیسي ، چې دده ولس یې له نور بشریت سره لري . شاعر په زغرده پوښتنه کوي ، چې داولې ؟
رسي بقا ته دَ فنا په لاره ځان رسوي دا دَ وختونو مرحلې څومره سپیڅلې ښکاري
بيامې دَ فکر له اسمانه دَ زړګي په غولي دَ اضطراب ږلۍ بې شانه وریدلې ښکاري
وخت په پښتون باندې بلا قيامتونه تېر کړل ربه خو ستا دَ اسرافیل شپېلۍ پرې غلې ښکاري
دښاغلي پښتون په شاعرۍ کې ، فکر ، هنر ، پوښتنه ، موسیقي او تصویر ګري په ګډه سره لاس ورکړی دی او دغني او حمزه له هنرونو یې یوه ګډه ګلګیډۍ راټوله کړې ده . ما ددغې ټولګې قدرمن شاعر نه دی لیدلی ، ناڅاپه یې پر کلام ورپېښ شوم او په دې توګه مې دخیبر او اشنغر د ښکلاییزو او فکري مکتبونو دتداوم او اعتلا زیری دهغه له شاعرۍ څخه تر لاسه کړ . په دې هیله چې زموږ دغه بریالی شاعر دنورلوست ، تجربو ، تفکر او تمرین په پایله کې دخپلې زمانې یو یاد او نوموتی شاعر شي ، خپلې دغه ګډې وډې پای ته رسوم .
دخالد پښتون دشاعرۍ چاپ دې ټولو ته مبارک وي
درنښت څېړندوی عبدالغفور لېوال ۲۰۱۳ جولای ۱۲ کابل ، دعلومو اکاډمۍ
well done