د قافیې هغه اصول چې مونږ یې تر اوسه پورې د پیروي ارزومن یو، له عربي ادبه راغلي دي. ایرانی محقق شفیعي کدکني په خپل ډېر مهم کتاب ( موسیقي شعر) کې د لسمې میلادي پېړۍ د لوی مفکر او عالم ابونصر فارابي یو قول را اخیستی دی چې وایي« که په غیرعربي ژبو ( عجمي ژبو) کې قافیه وال شعر پیدا شي نو دا به د عربو پیروي وي. د عجمو په پخوانو شعرونو کې قافیه نه وه.» د عربي په باره کې ویل کېږي چې هماهنګې کلمې پکې زیاتې دي. مانا دا چې د عربي ژبې شاعر ته د قافیې موندل هغومره سخته نه دي لکه د پښتو شاعر ته. د قافیې د وضع شویو اصولو رعایت زموږ شاعرانو ته دوې لویې ستونزې پیدا کړې دي:
شاعران مو مجبور شوي دي چې شعر ته ډېر نااشنا او نادر لغتونه داخل کړي. د هغو کلمو استعمالول چې لوستونکی یې په معنا نه پوهېږي، د کلام فصاحت کموي او فصاحت او وضوح ته چې صدمه ورسېږي، طبعا د کلام بلاغت او په مخاطب باندې تاثیر کولو ته هم صدمه رسېږي.
بله ستونزه یې دا ده چې ډېر ځله خیال او مفهوم د قافیې قرباني شوي او شاعر د خپلې تجربې د بیان په ځای د قافیې په وجه نور څه ویلي دي. که ( یار) د قافیې کلمه وي، همدا یار د قافیې په وجه نګار بلل شوی د ی او په بهار کې راغلی دی او په بهار کې بیا خار ټوکېدلی دی او خار خو څه کوې چې مار هم پیدا شوی دی.
په دې کې شک نشته چې د قافیې د اصولو رعایت د کلام موسیقي زیاتوي مګر په دې هم بحث پکار دی چې دغه ګټه په دومره تاوان ارزي؟
استدلال کېږي چې قادرالکلام شاعر کولای شي د قافیې د اصولو له رعایت سره سره نوي خیالونه په فصیح او بلیغه ژبه وړاندې کړي. د دغه استدلال پلویان د ښو بیتونو مثالونه هم لري مګر په دې باره کې بیا پټه خوله دي چې د دوی د استدلال د تاییدولو لپاره ډېر بیتونه پیدا کېږي که د ردولو لپاره؟
د ښکلا په باره کې ویل شوي دي چې له عادت سره تعلق لري. موږ وایو، توره دې لونګۍ شمله دې لا مزه کوینه، مګر هغو خلکو ته ممکن لونګۍ بېخي ښکلې ښکاره نه شي چې د جامو په کلچر کې یې دغه توکی نشته. موږ له پیړیو راهیسې په قافیې عادت شوي یو او هغوی چې زما غوندې د قافیې په اصولو کې شک هم کوي، د شعر له قافیې خوند اخلي. قافیه زموږ لپاره دومره مهمه وه چې تر اوسه پورې که څوک خپلې جملې په وزن او قافیې برابرې کړي، شاعر یې بولو او د اصنافو په تعریف کې مو یو اصلي معیار د قافیې استعمال دی. مثلا د دوه بیتیزې قطعې او څلوریزې توپیر د قافیې په ذریعه کوو. قافیې، چې پخوا لا ډېره مهمه ګڼل کېده، په نثرونو هم لوی اثر ښندلی و. په نثر کې قافیې ته سجعه وایو. یو عادت چې له پیړیو راهیسې را روان وي، په اسانۍ سره نه پرېښودل کېږي. د دې لپاره چې نه سیخ وسوځي، نه کباب، یوه لاره دا ده چې پښتو قافیه د عربي قافیې له اصولو رابېله او په دې برخه کې خپله پوهه تدوین کړو.
د خوشحال خټک د دې څلوریزې په باره کې چې فرمایي:
ګوره دا فکر عبث زموږه
هسې په باد ځي نفس زموږه
عمر به لهو په لعب تېرېږي
موږ د هوس یو هوس زموږه
د علومو اکاډیمي غړي عبدالظاهر شکېب په خپل کتاب( د خوشال خټک اشعار د قافیې، فورم او بدیعي ښکلا له نظره) کې لیکلي دي: « په ( نفس او هوس ) کې رَوي ( س) او په ( عبث ) کې ( ث) ده؛ چې که څه هم د مخرج په لحاظ له ( س) سره نږدې ده او په قافیه کې یې اجازه بولي ، خو دغه اجازه د دیواني شاعرانو په اشعارو کې عیب او د ولسي شاعرانو په اشعارو کې عیب نه دی، ځکه د ولسي شاعرانو شعرونه په اورېدو پسې تعلق لري. څرنګه چې خوشال بابا یو ستر دیواني شاعر دی نو موږ دغه ډول قافیه د هغه په اشعارو کې په عیبونو کې شمارو.»
د کابل پوهنتون استاد، محمداجان حقپال په (قافیه پوهنه) کې د حمید مومند په یوه غزل کې د نفس او خس له کلمو سره د عبث د قافیه کولو په اړه لیکلي دي چې : « پښتانه د ( ث) او ( س) تلفظ یو شان کوي نو ځکه لرغونو ادبپوهانو دغه ډول عیب ته جواز ورکړی دی او اجازه یې بولي.»
ښاغلي حقپال په خپل کتاب ( قافیه پوهنه) کې د یوې بلې اسانۍ خبره هم کړې ده: « پخوا به پټه ایطا د قافیې په عیبونو کې شمېرل کېده خو اوس یې په عیبونو کې نه شمېري، پوهاند عبدالشکور رشاد د پټه ایطا پر ځای ( سسته قافیه) کارولې ده.» مطلب دا چې له پخوانو اصولو سره سم له ( مارونو ) سره باید ( خارونو) ، ( کارونو) یا مثلا ( تارونو) هم قافیه شي خو اوس په پښتو کې دا اجازه شته چې له (مارونو ) سره مثلا ( سرونو) هم قافیه کړو.د قافیې د اساني دغه اجازه هم د پښتو د خپلو ځانګړنو او اړتیاوو په رڼا کې ورکړه شوې ده.
کېدای شي چې د پښتو له غوښتنو سره سم د قافیې په اصولو کې لا زیات بدلونونه راولو.
ښاغلي شکېب د خوشحال خټک د دې بیت به باره کې چې فرمایي:
یک تنها په کټ کې پروت یم
بندیوان د هند د کوټ یم
لیکلي دي: « په پورتني بیت کې ( پروت) او (کوټ) د قافیې کلمې دي چې په پروت کې ( ت) او په کوټ کې ( ټ) روي ده او داسې عیب په قافیه کې د اکفا عیب بولي.»
د خوشحال بابا پاسنی بیت مې خوښ دی او قافیه یې هم ښه راباندې لګېږي خو لکه څنګه چې ښاغلي شکېب لیکلي دي د قافیې د پخواني علم له اصولو سره سم، عیب لري. ایا نه شي کېدای چې په دې برخه کې هم خپل معیار ولرو؟
ارواښاد سمندر بدرشو چې په ړومبي ځل یې ( په ۱۹۵۵ کې ) په پښتو کې د قافیې په باره کې مستقل کتاب تالیف کړی دی، لیکلي دي چې: « که چېرې هم کوم شاعر توجیه بدل کړو نو دا په قافیه کې غټ عیب دی او د دې عیب نوم اقوا دی.» لیکوال په مثال کې د خوشحال یو بیت راوړی چې له ( غل) سره یې ( خجل) هم قافیه کړی دی.
قافیه د بیت په وروستۍ ناتکرار شوې کلمه کې وي او د قافیې تر ټولو اصلي توری ( رَوي ) نومېږي. تر ( روي ) له مخه چې کوم حرکت وي، هغه ( توجیه ) بلل کېږي. که توجیه فتحه وي، پکار ده چې په نورو هم قافیه کلمو کې رعایت شي. مثلا په ( غل) کې چې له روي ( ل) مخکې فتحه ده، دغه فتحه باید په بله هم قافیه کلمه کې هم راشي خو د ( خجل) په کلمه کې له لامه مخکې فتحه نه بلکې کسره ده.
که شاعر د خوشحال غوندې د ویلو لپاره ډېر څه ولري، د قافیې پخواني اصول ورته ممکن لا زیات مشکلات پیدا کړي.
عبدالظاهر شکېب د خوشحال د قافیوي عیبونو په باره کې لیکي :« ما دغه قافیوي نیمګړتیاوې ډېرې زیاتې یاداشت کړې وې، خو څرنګه چې د کتاب د ډېر پنډېدو وېره موجوده وه، نو دلته یې یوازې څو بېلګې راوړو.» که مونږ د قافیې تدوین شویو اصولو ته وګورو نو نه یوازې خوشحال بلکې زموږ کابو ټولو شاعرانو دغه اصول پوره نه دي رعایت کړي او داسې ځکه شوي چې د قافیې علم په اصل کې عربي شعر ته جوړ شوی او مونږ راپور کړی دی.
موږ چې اوس د فارسي او عربي د شعر د وزن علم په خپله ژبه نه تطبیقوو او د پښتو شعر د وزن د معلومولو لپاره خپل اصول لرو، د خپلې ژبې د وزن په برخه کې د کاظم خان شیدا غوندې نه وایو چې:
پښتو ژبه تمامه
ده بې نظمه ، بې نظامه
له اوزانه مختلفه
له میزانه منحرفه
په مېزان باندې چې راشي
هر کلام ته و بالا شي
موږ که د عربي د قافیې اصول هم په پښتو تطبیقوو، په کلام به مو د ( ته و بالا) ټاپه لګېږي.
زما په خیال د قافیې په باره کې یوه نوي بحث ته ضرروت لرو چې دغو څلورو پوښتنو ته ځواب ورکړي:
یو، ایا قافیه په رښتیا ډېره ضرور ده او که د شعر د ناوې یو سینګار دی چې صرفِ نظر هم ورنه کېدای شي؟
دوه، قافیې زموږ په شعر او شعر پیژندنه باندې کومې اغیزې ښندلې دي؟ مثلا د نورو صنفونو په نسبت په غزلونو کې د ښو بېتونو د زیاتوالي یوه وجه دا هم ده چې د غزل بیتونه د موضوع په لحاظ استقلال لرلای شي او شاعر چې کله د موضوع د بیان په وخت د قافیې له خنډ سره مخ کېږي نو دا اجازه لري چې موضوع بدله کړي او په دې ډول د ښکلو خیالونو د بیان لپاره نسبتا ډېر امکان مومي.
درې، ایا د خپلې ژبې ځانګړنو ته په پام سره د قافیې بېل علم نه شو تدوین کولای؟ موږ که څه هم ځينې تغییرات منلي دي خو د قافیې د علم په بحثونو کې مو اصلي تکیه لا په پخوانۍ راپور کړې پوهه ده.
څلور، ایا د قافیې د پخواني علم له چوکاټونو ور ها خوا نورې کومې ښکلاوې دي چې قافیه یې لرلای شي؟ د خوشحال خټک د دغه بیت خوند د قافیې د کلمې ( یار) له ویلو سره هم غوټه دی چې د وزن په خاطر یې باید ( الف) رسا ووایو:
خپله رضا پرېږده که رښتینی یې په عشق کې
کړه هغه خوشحاله چې دې یار فرمایي
د قافیې کلمې ته چې د موسیقي په وجه د بیت تر نورو کلمو ډېر پام اوړي، په پاسني بیت کې د معنا په لحاظ هم تر ټولو مهمه کلمه ده او کله چې د وزن د ساتلو په خاطر د یار الف ( آ) تلفظ کوو او هاغسې یې وایو لکه ډېر خوږ نوم چې په ژبه اړوو، نو تناسبات زیات او خوند یو په دوه شي.
د خوشحال بابا د دې څلوریزې د ښکلا یوه لویه وجه د ردیف او قافیې د موسیقي له هماهنګي زېږي:
خوله مې غوښته له نګارې را یې نه کړه
د رقیب په خوله شوه آرې رایې نه کړه
زه خوشحال د یوې ښکلې په طلب یم
دا فلک لري بسیارې رایې نه کړه
خو که موږ د قافیې په پخواني علم بسنه کوو، ډېرې ښکلاوې به نا سپړلې پاتې شي.
قافيې ته د بيا کتې ضرورت
د دروېش دراني قافيې
د خوشحال قطعات
اتل
د علم په باره کې زموږ تصور
د سندرو کتاب
پلمه
خاطر او خيبر
د ارچيوال صاحب يو نوی کتاب
هغوی چې له ليکنو لاس نه اخلي
خوشحال او ټاګور
عادت او حقيقت
د ځان لپاره تبليغات
د ځان لپاره تبليغات
<a href="http://www.taand.com/archives/9804" target="_blank" title="د استاد غضنفر ليکنه" محبت له محبته پيدا کيږي
موسمونه
حُبِ وطن
حکايت/ژباړن: اسدالله غضنفر ويانده: فريده هوډ صيفي
د ليکوالۍ لومړي کلونه
اول نومره
د يو خادم ياد
د ژوند خدمت
د حنان بارکزي مدعا مثلونه
د راول فقیر نصیحت
ادبي نظريې
ماجرا
مضمون
انټرنیټ او ادبیات
د دروېش دراني قافيې
د خوشحال قطعات
اتل
د علم په باره کې زموږ تصور
د سندرو کتاب
پلمه
خاطر او خيبر
د ارچيوال صاحب يو نوی کتاب
هغوی چې له ليکنو لاس نه اخلي
خوشحال او ټاګور
عادت او حقيقت
د ځان لپاره تبليغات
محبت له محبته پيدا کيږي
موسمونه
حُبِ وطن
حکايت/ژباړن: اسدالله غضنفر ويانده: فريده هوډ صيفي
د ليکوالۍ لومړي کلونه
اول نومره
د يو خادم ياد
د ژوند خدمت
د حنان بارکزي مدعا مثلونه
د راول فقیر نصیحت
ادبي نظريې
ماجرا
مضمون
انټرنیټ او ادبیات