د ولسواکې له مهمو مزایاوو یوه د بیان آزادې ده. د بیان آزادې مفهوم دا دی چې بی له کومې ویرې او فشار خپل نظر او خپله مفکوره بیان کړې او هم د بل چا د نظر اظهارولومخل ونه ګرځي . په دموکراسۍ کې همدا عمده اصل دی چې د بل نظر ته به ضرور درناوی کوې، که څه هم ورسره موافق نه اوسې .
له بلې خوا پر بل کس یا پر ټولنې او پرګنو باندی د خپل نظر تحمیلول دیکتاتوری او اختناق ګڼل کیږی. یعنی که خپل عقاید او باورونه مو د ښه او بد ترمینځ معیار او ارزونه وګرځوله ، د مخالف غږ پورته کیدل مو ونه زغمل او مخالف افکار مو ورټل ، دا شوله دیکتاتوري.
د دیکتاتوري او دموکراسي عمومی توپیر په همدی کې دی ، که دې خپل باورونه او کړه وړه په جبر په خلکو تحمیل کړل، د ظلم بنست دې کیښود، داعمل جباریت اودیکتاتوری ده. اوکه برعکس د نورو مفکورو او عملونو ته دې هم میدان ورکړ، بیا نو د خلکو حاکمیت او پلورالیزم قایم مقام دی.
د دې لپاره چې ظالم او دیکتاتور واوسو ، حتمی نده چې سیاسي واک ولرو ،او یا د حکومت او نظام په بدنه کې ځای ولرو.
یو فرد کولای شی د خپلې کورنۍ له غړو سره ، د خپل لاس لاندی خلکو سره ، د خپل چاپیریال او ماحول له اوسیدونکو وګړو سر، یا دیکتاتوری چلند ولری ، یا د عدالت او ولسواکی پر بنا.
موږ هر یو په خپل ابتدایې او ورځنی ژوند کې د دغو دوو حالتو د اجرا کولو مامورین یو. که مو په کور کې میرمنې او ماشومانو له ډاره زموږ تر مخې سوڼ هم نه ویست، باید خپل نوم د ظالمانو او دیکتاتورانو په لست کې ولیکو. او که مو د کورنۍ غړي او نور لاس لاندی افرادو ته هم د نظر څرګندولو اجازه ورکوله او هم مود هغوی اوریدلو لپاره وخت ورکاوه، بیا مونو د دموکراسی پر لور لومړی ګام پورته کړ.
راځوټولنې ته، دا د یوه کس حق دی چې د ولسمشر احمدزی په تایید او توصیف کې څه ولیکی او ووایي . په څنګ کې دا هم د عصمت قانع مسلم حق دی چې د ولسمشر اشرف غنی کړنو او مفکورو نقد وکړي. که قانع صاحب مخکې یا وروسته له ټولټاکنو خپل ملاحظات او وړاندوینې لیکلې وي، ټولې د قدر وړ او درنې دې .
د قانع صاحب په نظریاتو باندی نیوکې هم د هر مخالف او ناموافق روا حق دی ، خو نه داسې چې د استدلال او منطق پر ځای دیکتاتوری او ځان مننه حاکمه شی.
دا یوه ډیره طبیعي خبره ده چې د قانع صاحب لیکنې به حتما” ډیر ښه او ناښه، موافق او مخالف غبرګونونه را پاروي ، ځکه په اوسنیو لیکوالانو کې د قانع صاحب ځای او مقام یوه ثثبیت شوې او رڼه خبره ده.
که مو زړه غواړی او که نه غواړی چې د عصمت قانع لیکنه مو تر سترګو شی ، بی لوستلو ترې تیریدلای نشو. هغه جذبه او کشش چې د قانع په له کلیوالی اصطلاحاتو ډکو جملو کې پرته ده، بی له شکه د ډیرو مکتبی او مسلکي ادب کارانو په کارونو کې نشی پیدا کیدلای.
هرڅوک چې د قانع په لیکونو نه قانع کیږی، مهربانی دې وکړي قانع صاحب دې په استدلال او منطق پړکړي. او که چیرې بیا د منطق او تفکر پښه یې ګوډه وي؛ نو بیا بل کس ته په بدو الفاظوخطاب کول او سپک اظهارات خپله د همغه فرد انساني وجهه او د شخصیت درناوی اغیزمن کوي .
د قانع صاحب د وروستنیو لیکونو سم والی یا ناسموالی د ده د تفکرله ډول سره تړلی دی. دا بالکل د ظلم خبره ده چې که قانع زموږ په خوښه ولیکل، ډیر په وطن مین لیکوال او مبارز شخصیت شو، او که یې داسې څه ولیکل چې زموږ له سلیقې او باور سره اړخ نه لګوی، نو بیا یې په سل ناحقه او ناروا ګناهونو تورن کړو.
هیله لرو چې بیا هم د عصمت قانع په پیاوړری قلم لیکل شوې ګیډې ګیډې مطالب ولولو، او مثبته استفاده ځنی وکړو.
دا مهمه نده چې سل کسان دې ټول د قانع صاحب لیکنو ته لاسونه وپړکوي ، بلکه بهتره دا ده چې لس کسان یې تایید کړي او نوې نور یې له قوی دلایلو سره مخالفت وکړي .
ډیره ستاینه او له یوه سره تایید ، انسان کاذب شخصیت او ځان سالارې ته ټیل وهی، مګر همدا نقد او مباحثه کول دي چې د تعالی او تکامل سبب ګرځي.
حسین خیل صاحب کور ودانۍ درته وایم، ښه نظر لری.موږ خو د قانع صاحب پر لیکنو بی له یوی او یا دوو لیکنو چی د تیرو ټاکنو د کمپاین په وخت کی یی د ډاکټر صاحب اشرف غنی په مقابل کی درسول په ګټه لیکلی وی نورو ټولو باندی قانع یو. زما په ګمان د یوی ټولنی لیکوال د همغی ټولنی د ملی سرمایی څخه حسابیږی نو ملی سرمایه باید بی ځایه مصرف نه شی چی موږ دا نظر لدی وړاندی قانع صاحب ته هم وړاندی کړی دی.
بل دا چی د هر لیکلوال لپاره د لوستونکیو عکسلعمل یوه ښه هینداره ده، لیکړال کولای شی چی خپل ځان پکشی ووینی، نو زه ستاسو د دي نظر په مقابل کی چی لس کسه که طرفدار وی او نوی یی نه وی همنظره نه یم ، لیکوال باید د هغه نوی کسان په پام کی ونیسی نه هغه لس کسان.