یونس قانوني

تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید حنیف اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا تېروتنې سبب شوي چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره له خبرو ډډه وکړي.

یونس قانوني له یوه روسي خبري اژانس سره په مرکه کې همداراز وویل، طالبان د انتقالي حکومت ملاتړ کوي او له اوسني حکومت سره نه ږغېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي اتمر د ټیم غړي او د ده د بریالیتوب په صورت کې صدراعظم عطا محمد نور د مسکو په غونډه کې د انتقالي حکومت وړاندیز وکړ. وروسته د همدغه ټیم نورو غړیو هم د موقت یا انتقالي حکومت غوښتنه وکړه.

ښاغلي اتمرهم تېره اوونۍ وویل چې موقت حکومت دې جوړ شي او انتخابات دې ترسره کړي.

قانوني وویل، له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا ناسم چلند سبب شوی چې دا ډله فکر وکړي چې په هر حالت کې له افغانستانه وځي.

ده زیاته کړه«له همدې کبله طالبان ځان د جګړې ګټونکي ګڼي او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي.»

راپورونه وايي، روسیه او ایران چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه، اوس بېرېدلي چې امریکا ممکن له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او د دوی ګټې له خطر سره مخامخ شي.

روسیه او ایران تر دې حده د طالبانو ملاتړ کوي چې هغوی له امریکايي ځواکونو او د امریکا له ملاتړه له برخمن افغان رژیم سره جنګېږي خو دا په هیڅ صورت نه غواړي چې طالبان واک ته ورسېږي او یا طالبان د افغانستان له اوسني حکومت سره یوځای شي.

قانوني، چې پخوا یې هڅه کوله، له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان حکومت منزوي شي، له روسي اژانس سره په مرکه کې ویلي«طالبان غواړي چې بهرني پوځیان ووځي او بیا له قوي دریځه له افغانانانو سره خبرې وکړي او د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.»

ده زیاته کړې«دا مسله سبب شوې چې د سولې هلې ځلې له خنډ سره مخامخ شي او سیاسي مشران او د افغانستان حکومت باید د دې ستونزې د حل کولو لپاره د طالبانو په وړاندې د نظام او اساسي قانون د ملاتړ لپاره ګډه جبهه جوړه کړي.

د ښاغلي قانوني دا څرګندونې د ده او د ده د پلویانو د مسکو له خبرو سره په ټکر کې دي.

2 thoughts on “قانوني؛ د امریکا تېروتنې سبب شوې چې طالبان له حکومت سره له خبرو ډډه وکړي”
  1. زما په نظر دلته قانوني صیب حق پرجانب دی. د افغانستان دولت او په افغانستان کې موجود ټول سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې د تېرو 17 کلونو لاسته راوړنو ، اساسي قانون او د خلکو د ګټو د دفاع لپاره باید سره متحد او د ټالیبانو او د هغوي پاکستاني او نورو ملاتړ کوونکو په مقابل کې یو واحد دریځ ورلري.

  2. قانونی د لویی جرګی په خیمه کی وویل : د طالبانو سره موږ جنګیدلی یو او باید صلح جمعیت محوره وی، لدی ذهنیت نه داسی معلومیږی چی د بن د معاملی په شان بله معامله وشی او بل انحصار اشتها لری ،لا موړ ندی او بیاهم ثابتوی چی دی ،عطا بای او د اجرتی ملیشو ټیکه دار(فاطمیون) عقدوی برخورد کوی ، نه ملی ګټی پیژنی او اسلام خو ورته هیڅ مطرح ندی ځکه اوس اخوانیت پیسی او ډالر نلری او فقط د هغه چا مقابله کوی چی ددوی د فساد مخه یی قسما ډب کړی نور لیوان هماغه لیوان دی چی ۲۵کلن امتحان یی شاته پروت او فقط غلا او شخصی ګټی ؤ،‎ اصلا نور ظرفیت نلری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *