تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ وویل چې پر دواړو هیوادونو ترهګر بریدونه کوي او دواړه د ترهګرۍ قربانیان دي.

ښاغلي قانوني دا څرګندونې په افغانستان کې د پاکستان له نوي سفیر ابرار حسین سره په کتنه کې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې قانوني وویل چې د پاکستان له نوي سفیره غواړي چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې د یوه نوي باب د پرانستلو لپاره فعال او مثبت رول ولوبوي.

یونس قانوني، چې د ولسي جرګې غړی و، د فهیم قسیم له ناڅاپي مړینې وروسته د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال وټاکل شو.

قانوني وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرو د تروریستي بریدونه نښې دي او افغانستان له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشر کرزي په شمول افغان چارواکي له تېرو څه باندې ۱۰ کلونو راهیسي پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورنوي او هغه ډله افغانان، چې یونس قانوني یې هم غړی دی، د کرزي په مشرۍ حکومت تل له پاکستان سره د اړیکو په پاللو غندلی دی او غوښتنه یې کړې چې باید پاکستان ته د څرګند دښمن په سترګه وکتل شي.

0 thoughts on “قانوني: افغانستان اوپاکستان یوشان د ترهګرۍ قربانیان دي”
  1. په سیاست کې دایمي دوست او دښمن نه وي، په سیاست کې ګټوته کتل کیږي، که د قانوني پدې کې ګټه وي چې د شیطان سره باید ښې اړیکې وساتي ، نو داکار به وکړي، بلکې یوازې قانوني نه، بلکې هر سیاست وال. موږ په تیرو انتخاباتو کې ولیدل چې هغه کانديد چې دنورو په پرتله ډیرپوه، ولسپال او له هرډول فساد نه یې ځان تش او لیرې باله ، هم اړشو یا یې دخپلو ګټولپاره د یوه لوی جګړه مار او فاسد سره لاس یوکړ. افغانستان هم دکوم هیواد سره دښمني نه لري، او هغه چې نن ورځ افغانستان ته زیان رسوي ،که له دښمنۍ او تخریب نه لاس واخلي او صادقانه داړیکو ښه والی وغواړي، افغانستان به هم ورسره اړیکې ښې کوي.په سیاست کې څوک له احساساتو او جذباتو کارنه اخلي او که یې اخلي هغه به په سیاست نه پوهیږي. له بده مرغه موږتل په هرکارکې له احساساتو نه کاراخلو او دموضوع اړخونه نه ګورو.

  2. هموطنان عزیز!
    با عرض احترام و ادب، در رابطه به گفته های اقای قانونی میخواهم منحیث یک افغان ابراز نظر نمایم و ان اینکه دولتمردان افغان همیشه تاکید بر یک موضوع داشتند و ان هم اینکه هر گاهی که دولت افغانستان شکار سیاست های ضد اسلامی، انسانی و رفتار حیوانی اشخاص تربیت یافته پاکستانی میشوند، از دولت نامبرده توقع کمک در عرص استحکام صلح و ثبات افغانستان میکنند. جای بسیار تآسف است که هنوز هم باوجود اینکه پاکستان هیچ گاهی دست دوستی به دولت افغانستان دراز نه کرده، ولی اشخاص چون جناب قانونی متوقع گرفتن و در دست داشتن دست دوستی پاکستان هست. و این هم دلالت بر خامی های که دولتمردان ما دارد، میکند.
    جرآت که پاکستان امروزی در حصه مختل ساختن اوضاع سیاسی افغانستان دارد، همه حاصل خامی های اقای کرزی و هم قطاران اش، که شخص قانونی هم مشمول انها است، میباشد. جای تآسف است که قانونی به صراحت و بدون شرم اعتراف میکند که پاکستان قربانی تروریزم است و میخواهد حقیقت بزرگ را با ادعا های بی معنی خویش پنهان کند . در حقیقت، پاکستان زاده تروریزم است نه قربانی ان! و اگر جناب قانونی میخواهد و در فکر ان است که با چنین روش در ملاقات با سفیر نو پاکستان میتواند سودی بردارد،مطمَن باشید که سود برداری کاملآ نا ممکن است. به هر صورت اشخاصی که امروز در چار اطراف دولت کنونی جمع شده اند، استعداد دولت داری را به هیچ معنی ندارند و هیچ گاهی هم نه خواهند داشت چون به اساس گرایشهای قومی، زورگوی، تفنگ و مصلحت بر کرسی های دولتی تکیه زده اند.

  3. جناب آقای قانوني ! رحمان بابا وائي { کوهئ مه کنه د بل سړي په لار کې ،،، چیرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي } يا په دري کې { چاه کنده را چاه در پیش }ګلهایراکه پاکستان کاشته ثمره آنرا میچشد ـ نمیدانم شما شخصيت عالم چرا از حقيقت چشم پوشی کرده به اساس مصلحت های ديګر به دشمن دست دوستي دراز میکنید ؟

  4. محترم قانوني صاحب ؟
    جايكه ترهكر تربيه ومركز تربيه ترهكري است شما أن رأ برات وقرباني نئ ترهكري ميخوانيد
    لطفا مراجعه شود به رابور تهيه شده وزير مهاجرين دولت كانادا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *