د ټاکنو یوه ټولنپوهنیزه شننه
د شمس استاد لیکنه
ویل شوي د افغانۍ ټولنې یوه ځانګړنه دا ده چې زښت سیاسي دي. دا خلک د خپل د نوم په مانا نه پوهېږي، خو کولی شي د سیاسي وضعیت په هکله درسره ساعتونه بحث وکړي. سیاسي شننې کوي او د پخو سیاستوالو پرېکړې راسپړي او حتی د افغانستان او بهرنیو اړیکو په هکله هم خپل ابتدايي او ساده ذهني انځورونه وړاندې کوي. زه د ټاکنو په هکله خپلې اوسنۍ اخیستنې په همدې وړې فرضیې تاسو سره شریکوم. د افغانستان خلک ټول په یوې مانا سیاست کوي. خپلې ګټې له هرې ممکنې لارې درباندې مني او د ترلاسه کولو هڅې یې کوي. دا هڅه به د ټاکنو له نېټې سره نژدې میاشتو کې مثالموندنې ته کړو.
رابړت جي رنجر په خپل کتاب (دولت، د واقعیت په آئینه کې) د امریکایي ډیموکراسۍ په هکله خپلې اندېښنې څرګندوي او خپل د بحث محوري پدیده یو ډول نامطلوبه روزنه ګڼي چې ټاکنې او سیاست یې د امریکا خلکو ته ورزده کوي. دغو قالبونو ـ د رنجر بحث او د افغانانو عامه سیاستولۍ ـ ته په پام سره د تېرو او اوسنیو ټاکنو لپاره ټولنیز ـ سیاسي جریانونه سره پېژنو.
په تېرو پارلماني ټاکنو کې عمدتاْ څلور جریانونه دخیل وه. ټول نوماندان په یو ډول دغو څلورو جریانونو پورې اړوند کېدل. دغه جریانونه ځینې عامیانه او ځینې یې له بهرني ملاتړ سره وه. زه هڅه کوم دا جریانونه لږ لږ توضېح کړم.
یو: روڼآندو جریان: ځینې په دې باور دي چې افغاني ټولنې نه پخوا او نه اوس روشنفکران درلودل. دوي د روشنفکرۍ تعریفونو ته په پام سره دا خبره کوي او همېشنۍ نیوکه یې په دغه لوري ده. مګر بیا یو شمېر نو د محمود طرزي او مشروطیت کوښښونه، د ډیموکراسۍ د لسیزې لیکوالان، وروستي اېډیولوژیکې ډلې روښانفکره بولي. په هر حال، مونږ په دې لیکنه کې دا باور تعقیبوو چې افغاني ټولنې خپل روشنفکران درلودل او لري یې.
د ټاکنو لپاره په هڅو کې تر ټولو مهم توګی چې د ټاکنو او سیاست د څرنګوالي سودا لري، هغه د پوهنتونونو استادان، لیکوالان، منتقدین او محققین دي چې لوړې زده کړې لري، سیاسي وضعیت په یو څه پراخه او ژوره توګه تحلیلوي، جزئي خوخښتونو ته یې پام دی. دوي د اساسي قانون او پارلمان په هکله ځانګړي نظریات او نقدونه لري او دا فکر لري چې قانون او پارلمان څرنګه ټولنیز ژوند سره ځانګړي حقوقي مناسبت اخیستلی شي.
له دوي څخه هم یو شمېر نوماندان پارلمان ته ولاړ وه. که هر څو دوي سره یو لاسي او ګډ تړون نه درلود، له بېلو بېلو ځایونو، هویتونو، وضعیتونو او ملاتړونو سره راغلي وه. د دوي د نوماندۍ اصلي ریښه یو ډول سیاسي فکر وه چې دوي یې خلکو کې هڅول. دوي رسنیو کې بحثونه کول او خلک یې له ځینو څېرو سره آشنا ول. یو کم شمېر کسان په تېرو ټاکنو کې له دغې ډلې ولاړ وه. اوسنیو پارلماني ټاکنو ته هم دغه ډله په یو څه زیات شمېر ولاړه ده. ځوان کدرونه چې آزاد او ځانګړی علمي تحلیل لري کولی شي د ټاکنو د بهیر پر سموالي او د دغه جریان د تقویه کېدلو لامل و ګڼل شي.
دوه: رسمي یا دولتي جریان: هره ټاکنیزه دوره کې خامخا دولتي څېرې هم راځي. دولتي څېرې هغه نوماندان دي چې د محافظه کارۍ په شمېر ورګډ او د دولتي سیاستونو پلویتوب کوي. دوي اکثراً پر دولتي امکاناتو ځان ته کمپاین کوي، کمیسیون او فوق العاده ځواک یې مل او هملاري دي. دوي د سیاسي کاندیدانو په توګه په لوړ احتمال سره همېشه پټ او ښکاري وي. دا ډله که کمه وي، لا دومره به خطرناکه نه وي، خو که یې شمېر زیات وي نو د محافظه کارۍ لویه لړۍ ترې جوړېږي او د دولت لپاره یو سیاسي پراخ ملاتړ منځ ته راځي. د هر ډول نیوکو او پر ځای انتقادونو مخه نیول کېږي او دولتي برنامې یوازې د چارواکو د خوښې او ګټې لپاره تطبیقېږي. لږ تر لږه تر اوسه همداسې شوي دي.
درې: د ګوندونو جریان: په افغانستان کې اوسمهال 105 ګوندونه ثبت شوي شته دي. دا ګوندونه له پیله تر سلو کلونو وړاندې لږ او آرامه وو، بیا په ظاهرشاهي دوره کې را خوځېدل جریدې به یې خپرولې او پر شاهي نظام به یې نیوکې کولې. د دوي هغه مهال غوښتنې آزادي، مشروطه شاهي، عمومي چوپړتیاوې او وده وه. وروسته بیا په کمونیستي دوره کې حزبونه محدود خو سیاسي او ټولنیز سرخوږي زیات شول. په وروستیو کلونو کې جهاډي ټپلې تنظیمونه منځ ته راوړل او په ډېر شرمېدلي طور یې لسګونه خواوې جوړې کړې.
ګوندونه خو د قدرت د ترلاسه کولو لپاره قانوني بنسټونه وي، مګر په افغانستان کې د دې لپاره چې دغه ګوندونه قومي، سمتي، ژبني او مذهبي شکلونه او اساسات لري، له دغو حلقو هاخوا نه شي تېرېدلی. معمولاً ګوندونه په همدغو تارونو او دامونو کې نښتي دي. دوي قدرت د افغان انسان د رأیو او د ده خدمت او پر ده د برنامو تطبیق لپاره نه غواړي، بلکه قدرت له خپلې قومي ډلې، د قومي ګټو او دغه هویت د موندنې او پراخونې لپاره غواړي. بناء کومې لازمې کارکړنې چې احزاب یې باید ولري نه یې لري. ټاکنو ته دوي له پیله یعنې 1382 را دې خوا ځینې نوماندان ودرول. مګر ښه هرکلی یې ونه شو. کېدی شي یو لامل به یې د ګوندونو د بېکارۍ او سمتپالنې مغارضه وي او په خلکو کې یې د محبوبیت کموالی.
دا ځل ګوندونو یو شمېر نوماندان په خپلواک ډول سره معرفي کړي دي او ډېرې کسان شته دي چې د تنظیمونو د مشرانو ځامن دي خو خپلواک نوماندان دي. دا هم له خلکو سره یو ډول عجیبه لوبه ښکاروي.
دا پخپله یو بل جریان دی چې د ګوندونو د جریان په نامه یې یادوو او په دې پوهېږو چې دا نوماندان که خپلواک هم ځان معرفي کوي، د ګوندي ګټو په خوا ولاړ دي او د ګوند د ارزښتونو لپاره کار کوي.
څلور: د عوامو نوماندانو جریان: عوام دلته د پارلماني اصطلاحاتو په مانا نه بلکې ځانګړې مانا یې دا ده چې له هغو خلکو هم کسان شته چې ځان نوماندوي چې په سیستم او سیاست کې اصلاً دخیل نه دي. یو شمېر نوماندان د خلکو له منځه را پورته کېږي، بې له دې چې خبر وي، سیستم څه دی، کومې خوا دا سیاست روان دی، څه په کار دي، او … همداسې خلکو نه چې خبر نه دي، رأیه اخلي. دوی یوازې اورېدلي وي چې پارلمان او وکیل زښت مهم وي. د تېرو پارلماني ډلو کې مونږ داسې وکیلان درلودل او زه خو کله شک کوم چې کېدلی شي تر اوسه نه دي ویښ شوي! دوي د کار تر پایه نه یوه ورځ غوښتنه وکړه، نه نیوکه، نه یې خبره درلوده، او نه هم دغه سودا ورسره وه.
کېدلی شي په کلیو کې نوماندۍ او وکالت ته د ژوند په مرحلو کې او ټولنیزو موقعیتونو کې د یو موقعیت او یوې مرحلې په نظر ګوري. هغه چې په خپلو سیمو کې لږ مشهور دي، خانان دي، ملایان دي، سرمایه دار دي او یا له همدې قطاره نور. دوي ځان ته حق ورکوي چې خاني دې وکړه، په کلي دې مشري وکړه او اوس وار دی چې وکیل شې! په همدې توګه یې ټول استدلال همدغو موقعیتپالونکو عرفي حالاتو پورې راګرخي.
دا څلور جریانونه په انتخاباتو کې ورګډ وه او ټول نوماندان خامخا له همدغو یو کې شامل وه. ورسره به ځینې داسې هم وه چې له پلاره ورته میراث پاتې وي، یا تحریک شوي وي او یا هم له بهره څخه راغلي وي. دوي هرې ډلې پخپل ډول شخصیت او وضعیت سره د ټاکنیزو اړیکو او کمپاینونو روشونه درلودل. د دوي د سویې او فکري کچې او موخو سره یې ټول ټاکنیز چلندونه تلل کېږي او کمپاینونه، ویناوې او شعارونه یې پرتله کېدلی شي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغو څلورو جریانونو د خلکو اذهانو ته د کمپاینونو پر مهال جهت ورکوو. د دوي هڅې او پر خاصو موضوعاتو ټینګار، ژمنې، لیده کاته وه چې خلکو ته یې ښودل څه شي مهم دي، څنګه قضایاؤ ته ګوري، خلکو ته څه کوي او داسې نور.
زما په آند د نوماندانو د بریالیتوب ډېره برخه او زیاته کچه په دغو جهت ورکولو پورې اړه لري. هغه رأیې چې د خلکو له خوا اخیستل کېږي هغه د خلکو د ذهن لوبولو پورې او غوړو وعدو او ژمنو پورې تړل شوې دي. هرې ډلې چې د خلکو پام را واړو او مهم او نامهم یې ورته تشرېح کړل هغې ډلې که په دغو ذهنونو کې خپل مهم او نامهم ځای په ځای کړی شول، نو رأیې یې لوړې وې.
په دې توګه د عوامو جریان به تصادفي لوړې رأیې درلودې چې په سیمه کې به وه، دوي به چندان د کمپاین په شکلونو هم نه پوهېدل خلکو ته به یې ډوډۍ ورکولې، لکه د خیرات غواندې عرفونه به یې تازه کول. له دوي څخه یو څه شمېر نوماندان بریالي کېدل او زیاته جدي لوبه به روشنفکرانو، رسمي نوماندانو او ګوندونو کوله. دولتي او ګوندي نوماندانو ته به رسمي او حزبي ټټرونه وهل شوي وه، موټر او ډلې به یې خدمت کې وې، هوټلونه به یې نیولي ول، د ښار مهمې تابلوګانې او بلبورډونه یې خدمت کې ول. مګر روشنفکره ډله به خامخا مجبوره وه زیاته وغږېږي، زیاتې نیوکې وکړي او تر ټولو لوړ چانس به یې دا وه چې خلک هوښیار کړي، پر سیستم او د سیستم پر صداقت یې شکمن کړي. دوي له هره واره تر اوسه نه شو کولی ښې رأیې او زیات بریالیتوبونه ولري.
اما اوسنۍ ټاکنې. اوسنۍ ټاکنې هم له همدغو جریانونو سره لاره وهي. یوازې یو بل جریان چې اصل یې پر شتمنۍ دی ورزیاتېږي. روشنفکره جریان پر شعور او سیاسي عقلانیت ټینګار کوي؛ رسمي جریان نیوکې کمې کوي زیري ډېر ورکوي؛ ګوندي جریان د قومي او سمتي ګټو ژمنې کوي او حقوق یې غواړي؛ عامیانه جریان خپل حقوق مطرح کوي او ځان له نورو بېرته نه پرېږدي؛ مګر شتمنه ډله چې دا ځل د یو جریان په توګه مطرح ده، د رأیې پر اخیستلو تکیه لري!
زما په ګومان داسې شرایطو کې چې فقر او بېوسي پراخه ده، خلک مجبور دي او فضا موهومه ده، د شتمنو لپاره میدان لوی او لوبه ښه ګرمه ده. داځل ټاکنو کې د څلورو نورو جریانونو رنګ ځکه کمېدلی شي چې د شتمن د خلکو پام ځان ته اړولی شي. هغه خلک چې د قدرت او مقام لپاره ښه کور، بلډېنګونه، موټر او خواړه لازم مقدمات ګڼي، په آسانه قانع کېدلی شي چې هر څومره شتنمني ډېره وي، رأیه هم ډېره ده!
هر جریان خلک په یو ځانګړي شکل سره تربیه کوي. روشنفکره یې له عقلي شننو سره بلدوي، دولتي یې له کاري ژمنو سره، عامه یې د عامو خدمتونو له ژمنو سره او ګوندونه یې خپلو مرامونو د ترلاسه کاوي لپاره عیاروي. شتمن یې له معامله ګرۍ سره بلدوي. د ډیموکراسۍ بد څنګ به دا وي چې ټول خلک د رنجر په وینا (لنډمهاله) ګټو ته وګوري. خلک به پخپل سرنوشت لوبې ځکه وکړي چې د لږو پیسو په ترلاسه کولو به شتمن او پانګوال خپل مشران کړي. هغوي ته سیاسي واک ورسپارل د دوي دایمي کنټرول او د ژوند مدیریت دی.
خپلې لومړنۍ خبرې دلته را تړم. کله چې خلک په عامیانه سیاست خبر دي او پوهېږي، دا معامله به د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې زیاته شي. د دوي سیاسي پوهې او تجربې به ډېرې وکارول شي. دا دی دوي هم خپله په همدغې سیاسي پوهې چې لري یې آماده دي تر ټولو مهمو ګټو ته ځان نژدې کړي. هر ځای یې چې ګټې کمې وي، ترې مخ اړوي. د رنجر خبره دا وه چې (لنډمهاله ګټې او دوکې) به غوره کړی شي. کله چې دا په سیاست خبر خلک د ګټو میدان ته ورشي، د ګټو تعریف به له کومه او څنګه کوي. د دوي تېرې تجربې، اوسنی وضعیت او شته فرصتونه به سره ګډ شي دوي ته به دوه څیزونه ورزده کړي: لمړی: ځان ته باید ګټه وکړي، هر ډول چې کېږي؛ دویم: هر څوک یې چې ګټي دی پکې کار نه لري، ځکه هغه هم همداسې فکر کوي. نتیجه یې دا ده چې ټول له یو بل سره دوکې کوي. خلک د نوماندانو د غولولو په لاره دي او نوماندانو د خلکو د غولولو.
شتمن خلک د راتلونکو انتخاباتو بهیر له ځانه سره په څنګ بیايي او ټولې ټاکنې په اوږه اخلي. لوبې به همدوي خرابه کړي او راتلونکې ته به په سیاسي فرهنګ کې لاسوهنې کوي. دوی به د ټولنې کره شخصیتونه بلل کېږي او لوړ موقفونه به د دوي حق ګرځول کېږي. عوام به لا هم بتر عوام پاتې کېږي.
اټکلونه:
لومړی: تر ټولو ټاکنو به دا ځل د شتمنو لوبه خطرناکه شي. کومې معاملې چې دوي یې د خلکو له مشرانو او محلي واکمنو سره کوي، او بیا یې هغوي له خلکو سره، یوه پراخه دوکهماري منځ ته راوړي.
دویم: دا لړۍ به له هر یو کس نه د خپلې ګټې هوښیار او د نورو د غولولو ستر خاین جوړوي.
درېیم: خلک به په اړیکو کې لنډمهاله ګټې پالي او مشرانو سره به د اوږدمهالو ګټو پاللو مرسته کوي.
څلورم: عامه او ګوندي جریانونه به ضعیف شي، مزه به یې لاړه شي او اعتبار به یې یوازې نوماندانو ته پاتې شي. ګوندي نوماندان دا ځل هم په ډېر کم شمېر سره دي او هغه هم لا ناراضه دي.
پنځم: روښانه جریان به ښه لاړه نه شي او وروسته کې به ترې په دندو کې کار واخیستل شي او یو ډول به خوښ کړی شي. دوی به د پارلماني موقفونو په ځای نورو لوړو پوسټونو ته ورشي.
شپږم: دولتي جریان به ښې لوبې وکړي او له پانګوال جریان سره به ترشا روان وي.
سلامونه،
استاذ ډیره ښه شڼنه کړیده.
د ۲۰۱۴ ټاکنو کې ولس او نړۍ ولیدل چې کومې کټه ګورۍ له زور،زر او تزویراتو او جعلیاتو او لڼډغریو ډب ډب پای څخه کار واخیست او څنګه پس له ۵۰-۷۵ % برخو اخیستلو ېې پړسیدلي لا پسې وپړسول او غریبان لا غریب پاتې سول!.
راځئ له خیره سره په ۲۰۱۹ کې اصلي بدلونونه راولئ ، خو د پخوانیو ناخوالو دوام او هم -کرايي به نه وي!!