تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال یونس قانوني، چې د قسیم فهیم له مړینې وروسته دا چوکۍ په میراث وررسېدلې او د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړی دی، د کرزي پر حکومت نیوکه کوي، وايي چې دغه حکومت د دوست او دښمن سم تعریف نه دی وړاندې کړی.
ښاغلي قانوني د یکشنبې په ورځ د افغانستان په دفاع وزارت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره د امنیتي ترتیباتو د چمتووالي په غونډه کې وویل:«پکار ده چې موږ خپل دوست او دښمن سم څرګند کړو او د ملي اردو له سرتېري رانیولې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت تر جګپوړي چارواکي پوري د ټولو ستاینه وکړو. که داسي وشي زموږ اردو به دښمن سم وپېژني او تر دې به هم ښې بریاوې ولري.»
ښاغلی قانوني، عبدالله عبدالله او د شمال ټلوالې د نظار شورا نور غړي په دې باور دي چې باید له طالبانو سره خبرې ونه شي او د هغوی پرضد تر ټولو سخت چلن وشي ځکه چې طالبان د کرزي د څرګندونو خلاف وروڼه نه بلکې دښمنان دي.
عبدالله عبدالله په خپلو انتخاباتي بحثونو کې څو ځلي په دې تاکید وکاوه چې طالبانو ته باید د سولې د کولو لپاره زارۍ ونه شي بلکې فشار پرې راوړل شي چې سولې ته غاړه کښېږدي. د عبدالله عبدالله ټیم او اړوندو رسنیو اشرف غني احمدزی په ځلونو په دې ملامت بللی چې د طالب بندیانو د خوشي کېدو ملاتړ یې کړی دی.
ښاغلي قانوني د وسله والو طالبانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته په اشارې وویل:«د افغانستان امنیتي ځواکونه په تېره بیا د ملي اردو ځواکونه د وسله والو مخالفانو او د افغانستان د دښمنانو خلاف قوي انګېزه لري خو د افغانستان د دولت د مشرتابه او سیاسي مشرانو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري مګر له بده مرغه تراوسه پوري دې مسلې ته پام نه دی شوی.»
قانوني او د ده د خوښې وړ کاندید په ځلونو د کرزي پر حکومت نیوکه کړې چې طالبان ولي وروڼه ګڼي او ولي طالب بندیان له بګرام او نورو محبسونو څخه خوشي کوي.
خدای ده نکړی چی شمالی ټلواله او ډبل عبدالله راتلونکی ټاکنی وګټی ! که چیرته داسی ووشو، نو بیا به ګورو چی داپیژاندل شووی څیره به څه نوښتونه عملی کړی، هسی خو داسی آوازی شته چی حمیدګل ای ایس ای ته مشوره وکړه چی عبدالله زموژ خپل سړی ده باید سرمایه ګذاری په وشی، او دواړه مغرض ګاونډیان ایران او پاکستان سخت لیوال دی چی ده دبل عبدالله قدرت ته رسیدلو شاهدان ووسی، اوبه ګورو چی هغه وخت داګوډاګیان به ځه وکړی، له دغه ډار شته چی دیورند به رسمیت وپیژندل شی او هیواد دخاوری ځینی سیمی به شا شجاعانه بادارنوته تقدیم شی.
په درناوی
مسافر
د ښاغلی قانونی پیغام نه تنها د افغانستان ویاړلی وسله وال پوځ ته ده بلکه د افغانستان ټول ولس ته متوجه ده . که طالبان د افغانستان خپل ځانونه د هیواد اوسیدونکی او ولس بولی نو دایی وخت دی چی خپل ځانونه وپیژنی او په راتلونکو ټولټاکنو کی د ښاغلی عبدالله د بریالیتوب چانس زیات نه کړی. که دوی بیا ولس تهدید کړی چی رایه ورنه کړی او د هغوی مانع وګرځی. دوی به په لوی لاس ګران هیواد یوځل بیا د شر او فساد ډلی ته پریږدی او دوی به بیا له ولس سره هغه لوبی وکړی چی په یادولو یی انسانیت شرمیږی. په شمالی ولایتونو کی د افغانستان د ځوانانو ډله ایزه وژنه د پښتون او طالب په نوم باید هیره نه شی. هیله ده چی د افغانستان ټول ورونه قومونه د خپل هیواد د راتلونکی په باب معقول فکر وکړی.
زه نه سياستمدار او نه به سياست كي كوتي وهم ،مكر أفغان يم به أفغانستان كي زيزيدلي يم افغانان او أفغانستان رأته دير كران دي به اعغانستان كي شته ملتونه او قومونه ،كه بشتون دي كه ،تاجك ،هزاره ،أزبك ، ،تركمن زما دزره سر ،او زما دستركو تور دي
داجه خلقي دي كه بر جمي ،يا أوه كوني تنظيمونو جه باكستان جور كري أويا آته كونه تنظمونه جه ايران جور كري او يا دنظار شورا أويا طالب دي جه به شكل دشكالو منخ ته راغلي تو ل افغانان او ددي خاوري بجيان دي عوض ددي جه ددي خاوري جه دمور حيثيت لري خدمت وكري مكر دشخصي كتو به خاطر يء وطن سره جفا او دوراني سره مخامخ كر. انشأ الله نزيدي راتلونكي كي به خائنان خواب وواءي
داجه محترم جلالتماب قانوني صاحب ، او جناب محترم عبدالله ، عبدالله جه خان اينده ريس جمهور د دي خاوري بولي وأي مونز طالبان نه بيزنو او دهغو سره با يد د صلح به مورد مذاكرات ونشئ.
زه صرف همدوره د دوارو زوروا كانو ته همدوره وايم جه دبرجي به خوكه هيجا به افغانانو حكومت نه كري او نه ي كولي شي بله داجه دموكراسي ي به زور أوهم دبرجي به زور ته نشئ را وستدلي كه خوك ي راولي هغه دموكراسي نه بلكه سوته كراسي ده.
اي محترم قانوني صاحب ، اي محترم عبدالله ستاسي هغه شب نامه جه به بنجشير كي خبره كري او جلالتماب والي صاحب هدايت جه صادر شوي يوه طفللانه لويه نه ده جه تاسي روانه كري دا ستاسي فكرا و مفكرو ه نه بلكه ستاسي دبا دارا نو تصميم او هدايت دي جه اوبه خروي لك دخدايه ويره وكري دا بيجاره ملت بريزدي جه خبل سر نوشت به خبله وتأكي
د امر الله صالح خخه ديو أفغان به توكه أفغاني خواهش كوم كه واقعا دي وطن او دي خاوري ته وفاد أر يأستي د دوي كر غيرني خيري دهغه استخباراتي معلو ماتو دمخه جه ستا سره موجودي دي دافغان قهرمان اولس ته إفشاء كري . كه جيري دا كار ونه كري هغه مثبت باينتونه جه زما أودّ دافغانانو سره ستا به هكله موجود دي به منفي كه به ضرب شي
خو زه د پوزيشن او اپوزيشن تر منځ فرق کې ورک یم!؟
قانونى سمه خبره كرى دوست او دشمن بايد سره بيل كرو چا سى دافغانانو په كورونو او په حًانگرى توگه دپشتنو كورنو دتلاشى موافقه له امريكايانو سره كوله او افغانان دبهرنيانو پرضد هـحًه ول او بحران ته يي لمن وهله داد افغانانو لوى خاين او دير لوى دشمن ده چى اوس دكرزى لمرى معاون ده داغل اوس د دشمن او دوست خبرى كوى دافغانانو دوست هغه كس ده چى دافغانانو غزت او غفت وساتى نه داچى دافغانونو ميرمنى د ناتو په عسكرو تلاشى كرى ملى اردو ملى پوليس اوملى امنيتى حًوكًونه بايد له تولو افغانانو نه جوره وى نه له يوى درى او مركزى افغانستان حًخه دا ملى اودو نه ده دددى ته زه په خپله نوم نه لرم قانونى هـيره كرى جى ده اوس له پاكستان او وروسانو سره دورورى لاس وركرى د شمال تلوالى له پتو اريكو توله نرى خبره ده خو قانونى سر په شگه مدلى كه دكرزى بهرنى پالسي دقانونى له نظره درسته نده نودى ولى دكرزى په حكومت كى دهغه لورم معاون ده استعفا دوكرى چى مونز و وايو قانونى په حقه ده په فارسي كى واي كور خود بينا مردم
مننه
قانونی ته په ځواب کی دا ځکه چی قانونی صرف د ځان دشهرت لپاره مکملی ملی ګټی په اور سوزوی دا چی څه شوی وروسته یی ډیر قوی سیاسی فکر دی نه احساساتی کړنه
په کومی چی لا تر اوسه د ده سر نه دی خلاص شوی
Salam tolo minawalo afghanano
Qanoni saheb dera pa jai khabare kawi .ai afghanano os kho domra bahranyan afghanan na wazni somra che taliban ye wazni. No da maloma da che taliban da afghanano doshmanan di aw sok che zan ta mosulman wayi no bayad che haqiqat wawai aw pa haqiqat stargi pati nakro…