بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

 لوی خدای (ج) ښه پوهیږي چي په هلمند پوري خپل کوم ښا یست اور شوی، خپل موقعیت ورته بلا شوی او خپل ظرفیت یې په پښو ولاسو کې زولانه شوی دی چې لالهانده انسان یې له انساني ژونده محروم کړه شوی دی؟

وایي کله چي له فرصتوڅخه سمه او پر وخت استفاده ونه شي په بلا بدلیږي.

له لویو ملي چانسو څخه هله غوره او پر ځای ګټه اخیستل کېدای شي چي د ژوند پر هره چاره قانون حاکم وي او په ریښتینې توګه یوه قانونمنده ټولنه وجود ولري او قانونمنده جامعه هم د زړه سوانده، ژمن او متخصص-مسلکي حاکمیت په نتیجه کي رامنځه کېدای شي.

زیات وکم پنځه لسیزې مخکې چې په افغانستان کې د نن په نسبت زیات قانون حاکم وو، واکمن يې ټول په ژبه او کار پوه شخصیتونه ول نو هلته ګورو چې په ټول هیوا د کې سمسمکی وو او په هلمند کي ژوند له یوې ورځې بلې ته رنګ و جلوه بدلوله، هره ورځ د هلمند په سینګار او ګلزارکې بدلون او زیاتوالی راتلی، د هلمند د نوو ښکلاګانوپه ننداره سترګې نه مړېدې، ټولنیزو او اقتصادي پرمختګو د وطنپرست انسان په زړه کي د امیدو موجونه را ولاړول، د هلمند سین له حرکته سره ژوند هم په حرکت کي وو، له اوبو سره يې ژوند هم ابداره وو، هر چا د درنښت، عزت او لوړتیا احساس کاوه.

هاغه مهال د کجکي بند جوړېده، د لښکرګا ښار د نوي نقشې لپاره او د جالبې منظرې لپاره سپینې کوښي لوېدې، رجې کشېدلې، سرپناوې جوړېدلې او ژوند په واقعي مانا، مانا میندله.

بلي خوا ته بغرا ویالې د هلمند په وجود کي د ژوند د ښارګ په شان جریان پیدا کاوه، وادي هلمند پروژه نه وه، تیار د دغه ولایت د اقتصاد د ملا تیر وو چي رغېده.

بست فابریکې د هلمندي ظرفیت او اهمیت د خورا ستر زراعتي پروسس نمایش وړاندي کاوه.

د حجارۍ او نجارۍ کارخانې يې د ظروفو د ظرافت یوه بله ښکلا او رڼا خپروله چي انساني ذوق یې په تماشو نشه کېدی.

او ډېرنور ښایستونه او پرمختګونه.

خو چي د وطن د مور پر لمن د جنګ د جهنم اور وپاشل شو، قانونیت، ملي حاکمیت، تخصص، مسلکیت، فرهنګ وزراعت، اقتصاد وحکومت او د ژوند هر ارزښت لمبه ـ لمبه شو.

   په تیرو دیارلسو کلو کي د نړیوالي توجه، مرستو او لویو ژمنو په صورت کې فکر کېد ه چي وطن او خا صتاً هلمند به بیا له ځانه د جګړې او وحشت دوړې او ایرې څنډ وهې، خپل خم شوی قامت به بیا سیده کاندې او د خپل سوځلي او ځپلي برم و عظمت سندرې به یو ځل بیا له سره سر کاندې، خو لکه چي ونشوه، د جنګ غبار او ناتار پر دغه سیمه د انسان د سترګو بصیرت نور هم پیکه کړ.

   اوس د نوي حاکمیت له جدیت او قاطعیت سره یووار بیا په خسته او شکسته زړو کي د هیلو غوټۍ غوړېدلې دي، هیله کیږي چي نوې واکمنې به د غلو، غاصبینو، رشوت خورو او د هیواد د نمک حرامو زامنو د زور او ظلم مخه نیسي؛ د سیاست او مملکت چاري به پوهو، زړه سواندو او مجربو کدرونو ته سپارل کیږي.

ودان افغانستان ګوند پخوا لا د خپلې کړنلارې و تګلارې په بستر کې د غسي رنګین او انساني خوبونه لیدلي ول.

   ټول باید لاس په کار شو، په تېره بیا ځوان نسل خو د یوې شېبې لټۍ او غفلت حق نه لري، مخ د حرکت او مثبت بدلون پر لور، زموږ خوبونه خپل ژور تعبیرونه مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *