یو دولت د خپل مشروعیت د تثبیت لپاره باید د قوې د استعمال یوازینۍ مرجع نه وي، دولت نه یوازې باید خلک قانع کړي چې که کوم تصمیم نیسي هغه سم او دخلکو په ګټه دی بلکه دا هم باید ثابت کړي چې د خپل هر تصمیم د عملي کولو توان لري او خلک د قوانینو په اطاعت مجبورولای شي او که ضرورت پېښ شي پدې لارکې مؤثره قوه استعمالولای شي.
په افغانستان کې څه ډول یو حکومت باید جوړ شي چې اکثریت یې خپل وګڼي او ملاتړ یې وکړي خو کوم کسان او لږ چې یې خپل نه ګڼې دومره ځان محروم احساس نکړي چې ټوپک پسې را واخلي.
په پرمختللو هیوادونو کې هغه ډله چې په انتخاباتو کې بریالۍ کیږي حکومت جوړوي او مخالفینو ته په حکومت کې ځای نه ورکوي خو هغوی ټوپک نه پسې وراخلي بلکه موقع ورکوي چې کار وکړي.
فعلي نظام د ملت جوړیدو ته باید کار وکړي چې موجوده پالیسي بدله کړي، کار اهل ته وسپاري او ځان ولس ته ورسوي، او داسی کار نه ډډه وکړي چی د ولس او دولت تر منځ واتڼ را منځ ته کړي، نوی افغان دولت باید ولس ته د هغوی د مستقبل یو روښانه تصور او هغه ته د رسیدو واضح کړنلاره ورکړي او د ځان سره یې په خوشحالۍ او امید د یو هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره ملګري کړي.
د دولت منصبونه باید د اهلیت، لیاقت، مؤثریت، احتساب او شفافیت پر بنیاد توزیع شي.
په اوسني نظام کې استعمارګران کوښښ کوي چې منصبونه د استعماري ګټو په حکم پر قوم، ژبه، نژاد او د ټوپک پر شمیر او پردو ته د خدمت په اندازه وویشي….