شریف الله دوست
(قانون پوهنه کتاب) دهلمند دتکړه لیکوال اسدالله الفت په قلم لیکل سوی ګټور اثر دی ، چي دقانون پوهني په برخه کي یې لوستل نه یوازي مسلکي اشخاصو ته مفید دي بلکي د عامو خلکو لپاره یې هم لوستنه له ګټو خالي نه ده.
کتاب دلیکوال لومړنی اثر دی چي له چاپه راوزي ، دا ګړی یې یوبل ارزښتناک اثر(لویې جرګې په افغانستان کي) چاپ ته چمتو دی.
چاپ سوی کتاب ټول اته څپرکي او (۲۶۲مخونه) لري ، منځپانګه يې : د قانون تاریخي شالید ، اساسي قانون ، اساسي قانون کي تعدیلات ، دنوي اساسي قانون جوړښت ، په نوي اساسي قانون کي د وګړنیزو حقوقو خپلواکي او نور موضوعات جوړوي .
دکتاب کمپوز پخپله لیکوال ، ډیزائن يې رحمان الله بهیر کړی او یوه اونۍ مخکي جلال اباد کي د مومند خپرندویه ټولني لخوا د زر ټوکه په شمېرد چاپ په ګاڼه پسولل سوی دی اوس مهال دهیواد ټولو لویو کتاب پلورنځیو کي موندل کیږي .
په پای کي لیکوال ته د دې ګټندوی اثر مبارکي وایو او لوستونکي يې لوستلو ته رابولو.