د بلخ والي عطا محمد نور وايي، چې نه افغان دى او نه هم په نويو تذكرو كې د افغان هويت د ځان لپاره مني. دى وايي هر قوم ته بايد، خپل قومي هويت وليكل شي. جالبه داده چې كه چېري فرض مثال، هر قوم ته لكه: تاجك ته تاجك، پښتون ته پښتون، هزاره ته هزاره، ازبك ته ازبك او په همدې ترتيب، هر قوم ته بېل او خپل فردي او قومي هويت وليکل شي، نو د افغان كلمه له منځه ولاړه، د افغانستان نوم له منځه ځي، چې دا هم د ځينو كړيو جوړشوى پلان دى چې په همدې ترتيب، لومړى افغان او افغانيت او بيا افغانستان، محوه كړي. افغان كلمه كلي هويت تشريح كوي، كه فردي هويت وليكل شي، نو كلي هويت له منځه ځي، ځكه هيڅ افغان نه پاته كېږي، هر يوه ته خپل ځانګړى قوم ليكل كېږي. كله چې هر چا ته خپل قوم وليكل شي، نو بيا افغان څوك دى؟ او كله چې افغان نه وي، نو بيا د افغانستان نوم څه مفهوم لري او بيا به نو زموږ كلي معرفت او هويت به څه شی وي؟ د افغان او افغانيت په نوم ليكل شوي کتابونه، نصابونه، قوانين او تاليفات، به بيا څه مفهوم ولري؟ واضح خبره ده چې دا بايد ټول تغير كړل شي. كه د بلخ د والي خبره ومنل شي! حال دا چې دا ډول څرګندونې چې هر څوك كوي،
بايد پايلي يې هم يو ځلې د احساس په تله تول كړي. ملت پوهېږي چې ځيني مرموزي كړۍ د ګاونډيانو په اشاره مختلف ابهامات خپروي، ګنګوسې او شايعات خپروي، زموږ داخلي اجيران لمسوي چې اساسي قانون توهين كړي، ملي خطوط او ملي منافعو ته ضربه وركړي، بېلگې يې ډېري موجودي دي. د افغانستان په اساسي قانون كې پر دې سربېره چې ويل شوي د افغان كلمه د افغانستان د جغرافيې، هر فرد ته اطلاق كېږي، دا هم راغلي چې افغانستان او افغان ملت يو لايتجزا هيواد او ملت دى، نو په همدې اساس قوانين بايد درك شي، قوانين بايد حفظ شي، هيڅوك له قوانينو اوچت او مستثنی نه دى، هر يو د قانون په وړاندي مكلف دى چې اصولو ته يې تسليم او د ټولنې د يوه فرد په صفت ځان د قانون په حدودو او چوكاټ كې عيار كړي. قانون څوك د ځان په ګټه نه شي جوړولاى او نه يې هم منحرفولاى شي. افراد ځان پر قانون عياروي، قانون پر ځان نه عياروي. عطا محمد نور غواړي قانون پر ځان عيار كړي. هغه نقطې چې د نوموړي د شخصي مفاداتو سره په ټكر كې دي، ښاغلى يې نه مني. بدبختي په دې كې ده چې هر زورواكى د عطا محمد نور په څېر، قانون ځان ته تسليموي، ځان قانون ته نه تسليموي. اوس به قوانين هم د افرادو پر شوق، زوق، تعبير او تفسير مطابق جوړېږي، حال دا چې قانون د ټولو لپاره دى، اوس د افغانستان سياسيونو ته اخطار ور كول كېږي چې كه چېري قانون د عطا محمد نور د ايډيالوژۍ خلاف عيار شي، نو د نوموړى په وينا تر سره خط به ورواوړي. عجبه ده عطا محمد نور خو دا اوس هم، تر سره خط په زرهاوو كيلو متره ور اوښتى، د يوه فرد په صفت دومره غټي دعوې كوي چې ملت هم ورته حيران دى، چې ښاغلى عطا پر كوم اړخ كښېنستلى، ځكه نوموړى دا (۴۰) كاله افغان و، پلار او نيكه يې افغانان وه، خو اوس دی له افغانيت څخه انكار كوي.
لومړى خو تذكرې د زاړه اساس له مخي وېشل كېږي، په زاړه اساس كې ښايي د عطا محمد نور پلار او نيكه دواړو ته افغان ليكل شوى وي، نو اوس پوښتنه داده چې د دوى زوى او لمسى عطا محمد نور به څه كوي؟ د خپل پلار او نيكه په تذكره كې به هم، اصلاحات راولي، يعني د افغان پر ځاى به په اصلي اساس (كونده) كې هم تاجک ليكي او ايا قانوني دا حق لري چې د خپل پلار نيكه هويت واړوي، كه څنګه؟ دا هغه پوښتني دي چې ښايي ځواب يې يوازي د عطا محمد نور سره موجود وي، ځكه د هويت له اړولو سره ډېرى زياتې پوښتني مطرح كېږي چې په دې لنډه ليكنه كې يې نه شو خلاصه كولاى، نو په همدې اساس هر څوك چې هيواد د تجزيې خواته ټېله كوي، د افغان ولس، ملت، دولت او ټولنې مشترك دښمن دى چې بايد په وړاندي يې عاجل اقدام وشي، تر څو د دغه راز مبهمو، پرديو پالېسيو او تيوريو مخه ونيول شي.
————————–
ليکوال: عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه
Gela ba da hakomat kaw che yagi awo.bagi atta muhamad mashe karrawali naw sanga ba nw.sanga ba hakomt da tul afghan karra ki apsos
وروره د تاسی خبره په ځای ده خو د حکومت په کمزوری دلالت کوي حکومتداری له سره نه شته دی نو لدی تش په نوم حکومت نه د طالبانو واکمني خو ډیره ښه ده
او له نورو ورونو څخه هیله کوم چه کله تاسی تبصره لیکی نو مهرباني وکری اول پښتو لیکي او که نه وي نو بیا پښتو په انګریزي کی مه لیکی څکه چه لوستل یی ډیر ګران وي
مننه
Mr. Shams,
I agree with you, writing Pashto, with English letters, is hard to read and understand.
عطا محمد اسلا بة خطة بشتون ديًًًًً. بلار يي بشتون خو مور يي تاجكة دة د افسوس خبرة دة ولي بعظي داسي شول
استا عطا محمد نور په 1965 کال کی په مزارشریف کی زیږیدلی پلرونه یی د لوګر له ولایت نه مزارته تلل دی . تر 12 ټولګی یی زده کړی کړی دی او پاته نور تحصیلی اسناد یی په جعلی توګه برابر کړیدی. خلیفه عطا په خټه تاجیک نه بلکه سلمانی یا ډمان دی خو اوس په خپل قوم شرمیږی او ځان په تاجیکانو ورګډوی ، ځکه چی مورنی ژبه یی دری ده . د ی د جمعیت اسلامی او بیا د جنبش او اوس ځان د استاد برهان الدین ربانی جمعیت مشر بولی. له 2004 کال را پدی خوا د بلخ والی دی . استا عطا غواړی د افغانستان شمال له خپلو رقیبانو پاک او ځان د سیمی مطلق واګدار کړی. د ه په لومړیو وختو کی د بلخ ولایت نه د حزب وحدت اسلامی او جنبش ملی نظامی ډلی د مزار ښار او بلخ ولایت نه وویستلی او بیا د حامد کرزی له خوا مقرر شوی نظامی او ملکی لوړ پوړی اشخاص لکه د کندوز والی محمد عمر ، د شمال ختیځ زون د پولیسو قوماندان جنرال محمد داود داود ، شاجهان . سید خیلی او نور مشران له خپلی مخی لری کړل او اوس غواړی د خپل سمت یواځینی زورواکی پاته شی.