افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، کله چې روسانو ماتې وخوړه بیلابیلو ډلو د پيسو ترلاسه کولو لپاره د اوسپنې قاچاق پیل کړ او ځینې ډیر هغه توکي یې او ودانۍ یې کباړ کړې چې بیا رغول کیدلې.

دا هر څه ځینو ډلو چې د مجاهد تر نوم لاندې وې، د یو څو پيسو لپاره وکړل، د هغو اوسپنو بیې چې به زر افغانۍ وې په سل افغانۍ به یې خرڅولې او د دې زیاته برخه پاکستان ته قاچاق کیدلې، دا لړۍ تر پرون ورځې روانه وه او د پاکستان د اوسپنې د تولید کارخانې یې فعاله ساتلې وې.

ځینو ناپوه او سرزورو افغانانو ته دا کاروبار د دې لپاره ښه و چې له دې درکه یې پيسې لاس ته راوړلې، خو د اوږمهاله زیانونو یې نه و خبر، ځکه هغه اوسپنې چې د جنګونو پآتې وې او کله چې خلاصې شوې، ځینې ټولګټې ځایونه یې ونړول او اوسپنې یې قاچاق کړې.

افغانانو به بیرته د کورونو جوړولو لپاره د پاکستان ګارډر او سیخ ګول اخیسته، یانې همدا د افغانستان اوسپنه به پاکستان کې ویلي کیدله او ګارډر، سیخ ګول او نور توکي به ترې جوړیدل او بیرته به یې په افغانانو په څو چنده بیه پلورل.

افغان حکومت په تېرو کلونو کې سمه تګلاره او قوي اراده نه درلوده چې د قاچاق کیدونکي اوسپنې لپاره یوه داسې فابریکه جوړه کړي چې افغانستان د سیخ ګول، ګارډر او نورو برخو کې په ځان بسیا شي.

اوس دا کار وشو، د اوسپنې قاچاق پر ځای به اوس نورو هېوادونو ته د افغانستان سیخ ګول ، ګارډر او له اوسپنې جوړ شوي تولیدات صادریږي او له دې درکه به زیات افغانانو ته کار پيدا شي، عواید به لوړ شي او له هېوادونو سره به د صادراتو او وارداتو انډول کې د پام وړ ښه والی راولي.

اوس هم افغانستان د اوسپنې په برخه کې ډير څه لري، خو دا چې د ویلي کیدو فابریکه نه وه، د اوسپنې نوم کباړ و او په وړ بیه به خلکو راټولوله او نورو هېوادونو ته به یې قاچاق کوله.

افغانستان کې چې د اوسپنې ویلي کیدو فابریکې یواځې د ځمکې په سر اوسپنه باندې کار وکړي، کلونه به له دې درکه تولیدات وکړي چې افغانستان به د اوسپنې د تولید په برخه کې ځان بساینې خواته بوځي.

افغانان په زیاتو برخو کې زیات زوریدلي او زیاته محتاجي یې لیدلې ده، تاسو به تېره ورځ لیدلي وي، کله چې ولسمشر غني د خان سټیل فابریکې پرانیسته کوله، ټولو افغانانو ورته چک چکې وهلې او په ټولنیزو رسنیو کې یې مفته کمپاینونه ورته کول.

دا هر څه د دې لپاره چې د افغانستان د پرمختګ لامل ګرځي او په بل باندې تکیه کمیږي، ځکه افغانستان د اوسپنې خامو موادو برخه کې په ځان بسیا دی، خو تولید یې صفر و، اوس د خان سټیل فابریکه کولای شي چې د افغانانو ټول ارمانونه پوره کړي.

د اوسپنې د کباړ په کار او قاچاق کې یواځې د اشخاصو ګټه وه او اوس یې چې د تولید فابریکه جوړه شوه، ګټه یې ټولو افغانانو ته ده، د خان سټیل فابریکه کې پنځه سوه کسان په کار وګمارل شول، تولیدات به یې له نورو هېوادونو په کیفیت او بیه کې ښه وي او ټکس به یې ملي عوایدو ته ځي چې د کوهي خټه به په کوهي باندې ولګیږي.

افغانستان کې د اوسپنې ویلي کیدو فابریکې په فعالیت سره بله لویه خبره دا ده چې خلک په ځان او راتلونکي باوري کوي چې دې وطن کې له جګړو او نور ناخوالو سره اوس هم فرصتونه شته چې خلک د درې سوه میلیونه ډآلرو پانګونه وکړي او د یوې ښې راتلونکي اغاز وکړي.

افغان ولسمشر هم تېره ورځ د فابریکې د پرانیستې مراسمو په وینا کې د صنعت ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او له صنعت کارانو او پانګوالو یې غوښتنه وکړه چې حکومت چمتو دی په هره برخه کې همکاري ورسره وکړي، خو پانګوال دې کار وکړي چې خلک په کار کړي او افغانستان د تولیداتو په برخه کې په ځان بسیا کړي.

د خان سټیل فابریکې له جوړیدو سره د پردیپالو هغه شعارونه هم له صفر سره ضرب شول چې ویل به یې له افغانستان څخه پانګوال تېښته کوي او افغان حکومت زمینه نه برابروي چې پانګوال پانګونه وکړي.

افغان حکومت ژمن دی چې د صنعت برخه پیاوړې کړي، خو په دې برخه کې د ولسونو همکاري اړینه ده، خلک دې د سیاسیونو په نوم له قومي او سیاسي تجارانو راوګرځي او د افغان حکومت ملاتړ دې وکړي چې مخ پروړاندې افغانستان د ابادۍ کارونه چټک شي.

One thought on “قاچاق په صادراتو بدلیږي | سید عبدالله پاچا”
  1. هی افسوس شه په داهسی جهادیانو
    چی تر لاسه یی کړ لقب د کباړیانو
    وطن مور ده د خپل مور لمن یی چور کړه
    د پنجاب او قم روزلو عالمانو
    جهاد نه و دفساد او چور کاروان و
    بیت المال یی واړه یوړ نامردانو
    لویی ږیری یی پاسپورت د دیندارۍ و
    نور بدتر و په عمل له کافرانو
    پاکستان ایران روزلی دا لیوان و
    چی به وخوری مال او سر د افغانانو
    د عیان شی و بیان ته حاجت نه شته
    ما زخمی واړه شمیرلی په کدوانو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *