د 1998 د سرشمېرنې په بنیاد د قبایلي سیمو ابادي یودېرش لکه، شپږاویا زره، درې سوه یوویشت (3176,321) او مځکه (رقبه) یې اووه ویشت زره، دوه سوه شل (27,220) مربع کیلومیټره ده. د ابادۍ او مځکې پر لږوالي برسېره د قبایلي سیمې له وسایلو ډکې دي، ځکه خو پوځ پر هغو د قبضې لپاره لومړی طالبان جوړ کړل فاټا ته یې ولېږل او بیا د خلکو د مسیحا په توګه د هغوی په خلاف د اپرېشن په پلمه فاټا ته ننووت.
پوځ د قبایلي سیمو نظام د بدامنۍ او غربت ذمه وار وګاڼه او د فاټا قبضې ته یې د فاټا انضمام نوم ورکړ، بیا یې د خپلو هغو همفکرو او پاللیو سیاستوالو، وکیلانو، جرنلسټانو او ځوانانو په وسیله تحریک وچلاوه، چې تر دې مخکې یې د فاټا انضمام حتی ذکر لا هم نه وو کړی. د حیرانۍ خبره دا ده چې دا تحریک پر بشپړ ولسي مخالفت برسېره د فاټا له قبضې سره سره د بلوچستان او مالاکنډ ډویژن د قبایلي سیمو پر ختمولو پای ته رسېږي، چې چا یې تر اوسه غوښتنه هم نه ده کړې.
د بلوچستان د قبایلي سیمو (پاټا) ابادي څورلس لکه، اووه اتیا زره، پینځه سوه یواویا (1487,571) او مځکه (رقبه) یې یو لک، څورلس زره، پینځه سوه پینځلس (114,515) مربع کیلومیټره ده، چې په هغوی کې بارکان، چاغي، ډېره بګټي، کوهلو، کلاسیف الله، لورالای، ږوب، شېراني او موسٰی خېل ضلعې شاملې دي او د خیبرپښتونخوا د قبایلي سیمو (پاټا) ابادي دوڅلوېښت لکه، دوشپېته زره، اووه سوه (4262,700) او مځکه (رقبه) یې نهه ویشت زره، اته سوه دوه اویا (29,872) مربع کیلومیټره ده، چې په هغوی کې بونېر، شانګله، سوات، مالاکنډ، کوز دیر، بر دیر او چترال ضلعې شاملې دي. د دغو دواړو قبایلي سیمو ابادي، مځکه او وسایل تر فاټا څو چنده زیات دي. په دغو سیمو کې پولیس، جج، هایکورټ، سپریم کورټ، منتخب نمایندګان، ازاده مېډیا، سکولونه، کالجونه، پوهنتونونه، روغتونونه، سړکونه، بجلۍ، صنعت، مارکېټ او د پاکستان تقریقاً ټول قوانین موجود دي. دلته نه د ایف سي آر تور قانون، نه پولیټیکل ایجنټ او نه قبایلي جرګې شته، خو خلک د خپلو ځنګلونو، مځکه، دریابونو او معدني وسایلو په استعمال کې برخه لري. د دغو سیمو خلکو کله هم د خپل موجوده حالت د بدلولو لپاره تحریک ونه چلاوه، بلکې تل یې د انکم ټیکس، کسټم ټیکس، ایکسایز او سیلز ټیکس او نورو ټیکسونو د نافذېدو په کلکه مخالفت کړی، چې تازه مثال یې په مالاکنډ ډیویژن کې د کسټمز ایکټ نافذېدل او د خلکو تر احتجاج وروسته منسوخېدل دي.
پوځ د فاټا اصلاحاتو پر نامه غواړي چې له فاټا سره سره د بلوچستان او مالاکنډ ډیویژن له وسایلو ډکې قبایلي سیمې- چې د کربونو ډالرو ارزښت لري- مثلاً د سوات، دیر، ږوب دریابونه او ځنګلونه، د لورالای کوله، د ډېره بګټي سویي ګېس، د چاغي سېندک او ریکوډک د سرو زرو (سونې) او میسو (تانبې) لامحدوده ذخیرې تر لاسه کړي. دا نااعلان شوې سودا د خاورې او وطن د مالک له خوښې پرته کېږي، وخت به ثابته کړي چې د قبایلي سیمو په قبضه کولو کې د پوځ مرسته کوونکي او غلي پاته خلک څوک وو. راشئ چې د دې قبضې په خلاف اواز اوچت کړو.