قبضیت یوه عامه ستونزه ده اوښايي ډیرکسان پرې اخته شوي وي ما په دې هکله په ډیرو کتابونو کې  ډیر څه ولوستل خو زیاتره ېې تکراري خبرې دي  او بله دا چې ډیری کتابونه حتي که په فارسي هم لیکل  شوي دي له اروپايي اوانګریزي ژبو ژباړل شوي دي ځکه خو دټولو روده اولاره یوه شان ده خو په یوه انګریزي کتاب کې دنورو تعریفونو په څنګ کې دقبضیت لپاره یو په زړه پورې تعریف  لیکل شوی چې ښايي تاسو  هم حیرانه کړي دغه کتاب لیکي قبضیت یعنې په بیلابیلو خلکو کې مختلف شیان .هدف دا دی چې په هرچا کې دقبضیت علت مختلف وي خو له بده مرغه ډیری افغانان تراوسه په دې نه پوهیږي چې قبضیت  څه شی دی حتي لوستي کسان  دمثال په توګه دقبضیت او پيچیش فرق نه شي کولاي فکر کوي کله چې غایطه مواد په سخته کیږي دا به قبضیت وي  په داسې حال کې چې په یوې میکروبي نارغۍ کې هم ښايي دپيچیش له امله غایطه مواد له ستونزو سره مخامخ شي   چې دا قبضیت نه دی نو ترهرڅه وړاندې غوره ده موږ دقبضیت پرتعریف  خبرې وکړو چې قبضیت څه شی دی او څنګه رامنځته کیږي .

کله چې مونږ یو څه خورو دغه خوراکي مواد له معدې وروسته کوچنیو کولمو ته رسیږي اوپه کوچنیو کولمو کې  خوراکي توکي وینې ته جذبیږي او یوه وړه برخه ېې لویو کولمو ته لاره پيدا کوي.

دخوراکي توکو هغه برخه چې نه جذبیږي غټه برخه ېې اوبه او فایبرز دي فایبر هغه  مواد دي چې په سبزیانو او غلودانو کې ډیر پيدا کیږي .

په لویو کولمو کې  اوبه او املاح یا مالګې  هم جذبیږي  په هرحال  هغه څه چې په نهایت کې له بدنه ووځي په څلورویشت ساعتونو کې  کابو دوه سوه یا څلورسوه  ګرامه غایطه  مواد دي .

داغایطه موادو کابو پنځه اویا په سلو کې  اوبه جوړوي  او پنځه ویشت په سلو کې نوره برخه ېې جامد مواد  دي چې فایبرز ،دمیکروبونو او مخاط مړې شوې حجرې او نور شیا ن دي دا چې دغایطه موادو ډیره برخه اوبه جوړوي دا ډیره مهمه خبره ده  او دقبضیت په رفع کولو کې اوبو داهیمت ښودنه کوي  دغه راز هغه کسان چې ډیرې اوبه څښي دهغو غایطه مواد هم ترهغو کسانو نرم وي چې اوبه کمې څښې بله ماده چې په غایطه موادو کې ډیره وي فایبرز دي دغه ماده په سبزیانو او غلودانو  په تیره بیا په اوربشو او دالونو کې ډیره وي  اوفایبرز دبوټو دحجروپه پوښ یا غشا کې موجود پولي سکرایډز دي په دې ډول هرډاکټر او هر طبي کتاب ددې سپارښتنه کوي که غواړئ قبضیت نه شئ حمتاً سبزیانې  او هغه مواد چې فایبرز ډیر لري په خپلو خوړو کې شامل کړئ .هغه کسان چې ډیرفایبرز لرونکي مواد استعمالوي دهغوپه غایطه موادو یا غټو میتیازو کې  ددغو موا دو اندازه ډییره وي او لږ په قبضیت اخته کیږي .

په دې اړه بله خبره دا ده چې دلویو کولمو مخصوص حرکتونه هم په دې مسله کې رول لري دهرانسان لویه کولمه خاص حرکت لري په ځینو کسانو کې دغه حرکتونه ډیرکم وي نو چې څومره دغه حرکتونه ورو وي  هومره غایطه مواد ډیرپه کولمو کې پاتې کیږي ا و چې څومره په کولمو کې د ډیرې مودې لپاره دغه مواد پاتې شي  هومره ېې اوبه جذبیږي اوپه دې ډول دغایطه موادو  اوبه کمیږي په دې دول قبضیت هم ورسره زیاتیږي هغه کسان چې ډیرفایبرز استعمالوي دهغوي غایطه مواد هم په ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ ګرامو ته رسیداي شي .

لکه چې مخکې مو هم وویل نیمايي هغه کسان چې دقبضیت له امله ډاکټر ته ورځي دقبضیت دتعریف  له مخې په دې ناروغۍ اخته نه وي  زیاتره کسان  دغایطه موادو ددفع کولو  له اندازېې او څرنګوالي شکایت لري خوپه دې نه پوهیږي چې آیا دوي واقعاً په قبضیت اخته دي که څنګه  ؟یوه خبره چې باید هیره ېې نه کړو دا ده چې بیلابیل کسان دقضاي حاجت لپاره یو شان نه ځي ځینې کسان په ورځ کې درې ځله او ځینې  په اونۍ کې درې ځله دقضاي حاجت لپاره ځي نوکله چې په هرچا کې دقضاي حاجت دغه نوبتونه کم شي هغه په قبضیت اخته شوی دی دمثال په توګه کله چې یو کس  په معمولي توګه په اونۍ کې درې ځله دقضاي حاجت لپاره ځي که اوس په اونۍ کې دوه ځله ځي نو ویلی شو چې هغه په قبضیت اخته شوی دی  او هغه کس چې په ورځ کې یوځل تشناب ته ځي او اوس په دریو ورځو کې یوځل ځي هغه هم په قبضیت اخته شوی دی ځکه خو دانګریزي ډاکټرانو دغه تعریف سم دی چې وايي قبضیت په بیلابیلو کسان کې بیلابیل شیان او ډولونه  دي .

معمولاً دقبضیت نښې نښانې په دې ډول دي خو په ټولو کسانو کې دغه نښانې نه لیدل کیږي خو په کتابونوکې همدې نښو ته اشاره کیږي.

په مقعد کې دموادو دشتون احساس داسې، فکر کیږي چې دمقعد برخه ېې ډکه ده دباد او ګازو احساس  ، ناروغ فکر کوي چې قضاي حاجت ته سخته اړتیا لري خو کله چې تشناب ته ځي دغایطه موادو دلیرې کولو توان نه لري .

 د نس درد او دنس دعضلاتو  شخوالی ېې نورې نښې دي او دغه راز ځینې کسان کانګې او زړه بدوالی هم لري .

دقبضیت یو مهم عامل خوراکي دی هغه کسان چې فایبرلرونکي مواد کم خوري  او هغه کسان چې لږې اوبه څښي په قبضیت ډیراخته کیږي دغه راز سفر هم له رواني پلوه ممکنه ده قبضیت پيدا کړي په کولمو کې  دبیلابیلو میکروبونو شتون قبضیت پيدا کوي که ستاسو غایطه مواد سپین سپين ټاپي ولري اویا سپینې کرښې ولري په دې معنې ده چې ښایي ستاسو په کولمو کې فنګسونه موجود وي فنګسونه یو ډول میکربونه دي چې قبضیت رامنځته کولاي شي  ،امیندواره میرمنې هم ممکنه ده قبضیت ولري او بل مهم عامل کم فعالیت دی هغه کسان چې ډیر په کور وي او فعالیت نه لري په قبضیت اخته کیږي  او که څوک قبض لري په سپورټ کولو سره ېې هم کنټرول  کولاي شي په افغانستان کې داوړو ډول ته ډیره توجه نه کیږي  اوس چې سپین اوړه  په بازار کې ډیرشوي دي نو ممکنه ده یو عامل ېې همدا  اوړه وي که تاسو هم سپین اوړه استعمالوئ غوره ده لږ سبوس لرونکي اوړه ورسره یو ځاي استعمال کړئ ځکه چې  سپین اوړه پر قبضیت سربیره  د معدې او کولمو دپړسوب لپاره هم تاواني وي .

ځینې درمل لکه انټي هستامین ، هغه درمل چې ادرارزیاتوي ، د درد ضد درمل او دفشار ضد درمل هم ممکنه ده  قبضیت رامنځته کړي .ډیرې ناروغۍ په تیره بیا هغه کسان چې شکره یا ډیابیت لري هم له قبضیته کړیږي  دغه راز په ستوني کې یوه غده ده چې تیروئید ېې بولي کله چې دغه غده کم کاره شي یعنې ښه فعالیت ونه کړاي شي ممکنه ده قبضیت رامنځته کړي .

په هرصورت  ممکنه ده قبضیت ستاسو لپاره یوه جدي مسله نه وي خو ددې لپاره چې دغه مسله دځینو ناروغیو نښه وي غوره ده خپل ټول معاینات ترسره کړئ کله چې نورې ناروغۍ رد شوې  بیا په خوراکي موادو او یا ځینو رودو سره چې وروسته به ېې  ذ کر وکړو خپل قبضیت معالجه کړئ .

کله چې ډاکټر ستاسو ټول معاینات وکړل او نورې ټولې ناروغۍ  رد شوې بیا دمعالجې لپاره دغو سپارښتنو ته توجه وکړئ .

موږ په دې مضمون کې دفایبر په نوم دموادو یادونه ډیره وکړه خو دا کوم مواد دي او په کومو خوراکي توکوکې پيدا کیږي.

فایبرزد نباتي حجرو غشا یا دیوال نه رامنځته کیږي  هغه کسان چې فیبرز لرونکي مواد ډیر کم خوري ډیر په قبضیت اخته کیږي دپنیر ،غوړو ،غوښې او هګیو ډیرخوراک هم قبضیت رامنځته کوي  او دفیبرز ترټولو ښه منبغ وربشې اوغنم دي البته دغه ماده دغنمو په پوټکي کې ده نو که سپین اوړه وخورئ هیڅه ګټه به مو نه وي کړي سبزیانې هم ډیره ګټه لري  یو ځل بیا ټینګار کوو که تور او سبوس لرونکي اوړه استعمال کړئ  دقبضیت پر لیرې کولو سر بیره نورې ګټې هم لري  په سبزیانو کې کرم ،ګلپي ،ګازرې  او شنه نخود ډیرفایبرز لري ،تازه میوې په تیره بیا ناک ،مڼه ، ډیرفایبر لري ځینې کسان دسبزیانو او میوې له خوړو وروسته  په نس کې باد پیدا کوي ځکه خودهغو له خوړو ډډه کوي په لویو کولمو کې  باکتریاوې موجودې دي دغه باکتریاوې  دفیبرز له هضمولو سره مرسته کوي او هغه په وړو زرو بدلوي کله چې دغه عملیه په کولمو کې ترسره کیږي په دې وخت کې په کولمو کې ګاز تولیدیږي او په دې ډول کولمې باد کوي ډاکټران وايي که له فیبرزلرونکو موادو سره اوبه ډیرې وڅښل شي ددې ستونزې مخه نیول کیداي  شي .

په بدن کې دمالکې کمښت هم قبضیت رامنځته کولاي شي مالګه په لویو کولمو کې دخوراکي توکو له جذب سره ډیره مرسته کوي اومالګه دپښتورګو له لوري جذبیږي هغه کسان چې دکانګو او یا دځینو نورو ناروغیو له امله دخپل بدن مالګه له لاسه ورکوي ممکنه ده پرقبضیت اخته شي البته دا په دې معني نه ده چې تاسو ډیره مالګه وخورئ نو قبضیت به مو ورسره ښه شي دا کار له معیناتو وروسته پړاو ته وځنډوئ .

ځینې کسان به هیڅ ستونزه نه لري خو له دې چې له رواني پلوه داسې روږدي شوي وي چې له کوره پرته بل چیرته رفع حاجت نه کوي نو ممکنه ده  څوورځې له کوره بهر دوي قبضیت وي لکه چې وویل شول کله چې غایطه مواد ډیر په کولمو کې پاتې وي خپلې اوبه نور هم له لاسه ورکوي او په دې ډول  دغه معیوب سیکل تکراریږي  اوقبضیت ېې نور هم سختیږي .

دغه راز هغه کسان چې د IBS په نامه دکولمو ناروغي لري هم دوامدرره قبضیت درلوداي شي  چې دغه ډول قبضیت ډاکټر ته په ورتګ او دمعایناتو په ترسره کولو سره ښه کیداي شي  خو یوه سپارښتنه په یاد ساتئ هیڅکله په خپل سر د قبضیت ضد درمل چې لوکساتیف بلل کیږي مه استعمالوئ  ځکه چې دغه درمل  دلویو کولمو اعصاب او عضلې له کاره غورځوي.

( dyschezia) هغه ناروغي ده چې دقبضیت یو علت کیداي شي پرسبزیانو او میوې سربیره وچه میوه لکه  ممیز ،وچ زردالو  او الو بخارا هم  ډیره ګټه لري ،غوزان ،یا چارمغز،انځر، بادام ،او حبوبات لکه سره لوبیا  هم دقبضیت په ماتولو کې اغیزمنه ده ،هره ورځ په خپل خوراکي رژیم کې سلاد شامل کړئ که په سلاد کې لږ دزیتون غوړ واچوئ پر ذایقې سربیره قبضیت هم ختموي او بدن ته نورې ګټې هم لري ښايي تاسو دخوراکونو په اعجاز او حیرانوونکي  اغیز خبر نه وئ اویا مو ورته توجه نه وي خو باوروکړئ که سم خوراکي رژیم ولرئ ډاکټر ته دتګ اړتیا به هیڅکله پيدا نه کړئ زه داسې کسان پیژنم چې په خپلو خوړو کې ټولو سټنډرډونو ته توجه کوي له دې سره سره چې عمرونه ېې تراویا اوښتې وي خوهیڅکله  ډاکټرته دتګ اړتیا نه پيدا کوي البته دا په دې معنې نه ده چې که څوک ناورغه نه وي نو ډاکټرته دې نه ځي بلکه د روغ صحت خاوندان کله ناکله خپل معاینات کوي  او دچک لپاره ډاکټر ته ځي . هغه کسان چې قبضیت لري که له سلاد او کاهو سره دزیتون غوړ وخوري او په ورځ کې یو ځل هم   یوقاشق سبوس وخوري ښايي دغه ستونزه ېې ختمه شي خو دغه رژیم دیوې یا څو ورځولپاره نه دی بلکه غوره  ده تل پرې عمل وکړئ .

که قبضیت لرئ موږ درته سپارښتنه کوو چې وریجي کمې استعال کړئ او دهغه په ځاي سبوس لرونکي ډوډۍ ډیره خورئ .دپالکو له اغیزه هم مه غافله کیږي ښايي ډیره ژر ښه نیتجه ورکړي .

ترټولو مهمه مسله ورزش او سپورټ کول دي  که تاسو په منظمه توګه هره ورځ ورزش وکړئ ښايي هیڅکله په قبضیت اخته نه شئ ښايي له دې خبرې سره یوه خوله یاست چې هغه کسان چې ورزش کوي هیڅکله له قبضیته شکایت نه کوي  مګر دا چې کومه خاصه ناورغي او دکولمو ستونزه ولري .بله مهم خبره دا ده چې په شواروز کې له اتو تردولس ګیلاسه اوبه حتماً وڅښئ دغه چاره پرنوروګټوسربیره دقبضیت په ماتولو کې هم له تاسو سره لویه مرسته کولاي شي .

هغه کسان چې په خوراکي موادو او سپورت سره دهغوقبضیت نه ماتیږي  ښه به دا وي چې ډاکټرته ورشي او دقبضیت اصلي علت پيدا کړي ځکه که قبضیت  دوام وکړي پر دې سربیره چې له روحي پلوه سړی ناروغه کوي او تل نارامه وي دوامداره قبضیت دبواسیر سبب هم کیږي ځکه چې کله درفع حاجت په وخت زور وهئ ستاسو پرمقعد فشار راځي او په نتیجه کې دبواسیر سبب کیداي شي او په اوږده مهال کې کولمو ته هم تاوان پيښوي دغه راز اوږد او دوامداره قبضیت ممکنه ده دسرطان درامنځته کیدا سبب هم شي که څه هم تراوسه پورې دکولمو او مقعد دسرطان علت نه دی معلوم خو قبضیت ممکنه ده دیوه عامل په توګه مطرح وي .

 ستاسو د روغتیاپه هیله

2 thoughts on “قبضیت او علتونه يې | دډاکټر سباوون”
  1. سلامونه ډاکټر صاحب سباوون ته په مسلکي احترام سره؛
    په رشتیا سره هم تر اوسه د قبضیت سم تعریف نه دی شوی؛او دا وروستی چې تاسو په انګریزی کتاب کښې لوستی ،زما لپاره هم جالب دی. (قبضیت یعنې په بیلابیلو خلکو کې مختلف شیان!) یعنې د ازبکانو خبره :’هر کله و بِر خیال
    او بل د پیچش اصطلاح چې حتی ځینې با سواده خلک ېې هم د قبضیت سره تفریق نه شي کولای ، دا خو مونږ یو وخت (۳۰ کاله مخکې) د کابل انتاني شفاخانه کې د Dysenteriy په طبي نامه پیزندله او آمیبیک شکل ېې ډیر لیدل کیده. په دري کې ېې (پیچش ِ خوني )ورته ویلې چې البته له قبضیته ډیر فرق لري.
    )په پای کې به ووایم چې د افغانستان عامه ديني او کلتوري مقوله ده (نه کند حبیب ، چي کند طبیب.
    د ټولو مریضانو د شِفا یابۍ په هیله. ستاسو ورور ډ. حمیدالله زړور صافَی /بروکسل/بلجیم ۱۵حمل(وری)=۱۷رجب =۴ اپریل

  2. اسلام عليکم
    مننه ډاکټر صاحب ستاسو له معلومات نه
    ډاکټر صاحب تقريبأ 80 % مي همداسي کړي لکه تاسو چه واياست او ډاکټرانو ته مي هم مراجعه کړي ده خو بيا هم کومه ګټه يي راته نده کړي د قبضيت لپاره نو څه بايد وکړم چه ددي مريضي څخه ځان وژغورم؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *