محمود خان اڅکزی

ليکوال: عادل اڅکزی   

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د جولای د پنځه ويشتمي نيټي په عامو انتخاباتو کي ولي یو مخ له کلکې ماتي سره مخامخ سوه؟

د ماتي عوامل به ښايي نور هم وي خو د خپلي مشاهدې له مخي د وړاندي پوښتني په ځواب کي دومره ويلای سم ، چي کله د 2013 ميلادي کال په عامو انتخاباتو کي د سُهېلي پښتونخوا پښتون ولس د کلک باور له مخي، په پښتني احساس، په ډېر صداقت، په ګڼ شمېر کي خپلي رايي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ته ورکړې چي په پايله کي يې څلور څوکۍ د ولسي جرګې (قامي اسمبلۍ)

ديار لس څوکۍ د ایالتي شورا (صوبايي اسمبلۍ) پنځه څوکۍ د سنا جرګې (سېنټ) او په بېلابيلو ضلعو او تحصيلونو کي د ښارواليو په ټاکنو (بلدياتي انتخاباتو) کي يې هم په لويه پېمانه برياليتوب تر لاسه کړ

د شننونکو په اند په بلوچستان ايالت کي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د 2013ميلادي کال په عامو ټاکنو کي پر لومړي مقام بريالۍ پارټۍ وبلل سوه.

د ګوند مشرمحمودخان اڅکزيه!

په ډېره خواشيني سره وايم کوم کسان چي پښتون ولس په خپلو رايو سره د درختي د انتخابي نخښي په توسط تر پالمانه ورسول او د وزارتونو پر لوړو څوکيو يې د پښتونولۍ پر اساس کښېنول نو د دوی او د ولس تر منځ ورځ تر بلي واټن د واک له آمله په زياتېدو سو ، د وخت په تېرېدو سره د خپلو ګوندي پښتنو وزيرانو رويې له خپل ولس سره زهرجني سولې ، حال داچي د ولس په رايو بريالي سوو وزيرانو به خپل نژدې اکثره ګوندي ملګري خپلو سرکاري رسمي دفترونو ته د اقتدار په مدهوشي کي د ليدني کتني لپاره يؤ مخ نه پرېښودل ، کار او خدمت کول خو يې لا ليري خبره وه.

ويل کيږي که د چا اصليت معلومول غواړې نو په اقتدار کي يې و ازمويه!

په ډېره خواشيني سره وايم چي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ډيرو ذمه وارو کسانو له يادي پارټۍ څخه خپله شخصي دوکانداري جوړه کړې وه ، شناخته او مُشفق ملګرو د شخصي ګټو له آمله خپلو نژدې ګوندي ملګرو ته ځانونه نابلده وتراشل ، د ټېکدارۍ او فنډونو په اخورونو کي يې په ډکو زامو مُسلسل لِذتي شخوندونه وهل ، حال داچي په مرکزي ، صوبايي او ضلعي رهبريو کي هم دا ډول منفي او ضرر لرونکي عناصر په ګڼ شمېر کي وجود پيدا کړ ، د وخت په تېرېدو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د خپلو مخلصو او رښتينو ملګرو په نظر کي يوه بېګانه او پردۍ پارټۍ ښکارېدل او په مستقل ډول لا نوره هم د بېګانګۍ ښکار سول.

محترم محمودخان اڅکزيه!

نور خو لا څه کوې چي کله به تاسو له يؤ اړ وو مانده بېچاره پښتون له کوټي او نورو ليري پښتني سيمو څخه پلازميني اسلام آباد له په ډېر کړاو او د اوږد سفر ګاللو وروسته د مجبورۍ له مخي په خپل جايز کار پسي د اُمېد په نيت درغلی نو تاسو محترم به يې غوښتني ته منفي ځواب ووايه ، له دې سره سم به مو نامناسبي او چپه خبري هم ورته وکړې هغه خوار کس به بيرته شين او ناهيلی زړه د خپل کلي په خوا په لندو لېمو راستون سو.

بله لا داچي د کوټي ښار پر کواري واټ ستاسو د ښايسته کور مخ ته پر سېموټي تړه سهار وختي په پټ لمر د وطن کليوال پښتانۀ سپين ږيري او تور ږيري ګوندي ملګري د خپلو ستونزو د حل کېدا په موخه درسره ليدل غواړي ، خو ستاسو محترم له لارښووني سره سم ، ستاسو د کور پر دروازه ولاړ بې سيواده او بداخلاقه وسله وال پيره دار اکثرو خلګو ته د دننه تګ اجازه نه ورکوي ، سربېره پر دې چي منتظر خلګ نيمه ورځ نهر په اوږد انتظار کي پاته وي وروسته بيرته ناهيلي او وچي شونډي بې له کومي لاس ته راوړني هسي عبث پر راغلې لار خوارۀ وارۀ ستانۀ سي.

داچي دا ځل د جولايي پر پنځويشتمه د سُهېلي پښتونخوا اکثريت پښتون ولس په ډليز ډول پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ته خپلي رايي ور نه کړې ، د دې لآمل جوت او څرګند دئ هغه داچي د تيري دورې د نا اهلو استازو ، خودبينو وزيرانو ناوړي کړني ، د ولس پر اجتماعي توقعاتو نه ختل ، له خپلو عمومي تنظيمي ملګرو سره يؤ مخ غېر اخلاقي او ميرنۍ رويې تر سره کول او ګڼو نورو علتونو د اوسنيو انتخاباتو د ناکامامۍ اسباب برابر کړل.

ځيني داسي مفاد پرست ګوندي ملګري په ګوند کي شتون لري چي د 2013ميلادي کال تر ټاکنو وړاندي خوار وو زار ، په معاشي لحاظ لوېدلي وو او بله لا داچي د ورځني ژوند فعاليت به يې د تنګدستۍ له آمله پر پښو کاوئ خو اوس چي يې وينو نه يواځي داچي په ګران قيمته لويو موټرانو کي ګرځي بلکې په عصري نوو کورونو کي هم اوسيږي.

آيا دغه د موټرانو او عصري کورونو د رانيولو پيسې پخوانۍ غريبانو او اوسنۍ شتمنو ګوندي ملګرو په کولنګ او بېلچه وګټلې که يې د خوار پښتون ولس اجتماعي حقوق تر خپله خېټه لاندي کړل؟

ګوندي مشر محمودخان اڅکزيه!

پخپله ستاسو اوسنې سياسي کارکردګي ناقصه او هم په رنځ اخته ده.

د حقيقت پر اساس ويلای سم چي تاسو محترم اوس هغه مشر نه ياست پاته لکه په مخکي وختونو کي چي واست ، باور دي وسه چي اوس د اکثريت پښتون ولس په زړونو کي د پخوا په څېر محبوبيت او ځای نه لرې.

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پخوا د خوارانو ، مزدورانو ، غريبانو ، يتيمانو ، بې وزلو ، زيارکښانو ، کونډو او بزګرانو خلګو پارټۍ وه خو په اوس عصر کي د سرمايه دارانو ، معتبرو او دولت مندو خلګو پارټۍ جوړه سوې ده

بله لا داچي اوسنۍ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د ګران او تاريخي افغانستان او مظلومو افغانانو خواخوږي او طرفداري په خپله پاليسي او کړنلاره کي يؤ مخ له لاسه ورکړې ده ، چي ستره جفا ګڼل کيږي او ګڼو يې

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ و هر تنظيمي ملګري او غېر تنظيمي کس ته د ډاکټرحامد خان اڅکزي اخلاقي رويه او انساني برد خورد له نژدې څخه په ښکاره ډول معلوميږي.

چي په دې اړه نوموړی څومره وزن لري؟

څومره ليري والی او بېلوالی يې د نژدې ګوندي ملګرو د زړونو تر منځ راوستلی دئ؟

داچي ځيني خلګ وايي چي په اوسنيو انتخاباتو کي د خلايي مخلوق لاس وهنه وه ځکه پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نوري سياسي پارټياياني د ماتي سره مخامخ سوې.

د دې محترمينو ناقدينو په درانه حضور کي دومره ويلای سم چي کله په تېرو نورو انتخاباتو کي به پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ او نورو سياسي پارټيانو په ګڼ شمېر کي څوکۍ ترلاسه کولې آيا هغه وخت به هم خلايي مخلوق (څارګري ادارې) له برياليو کانديدانو سره پټه مرسته کوله که څنګه؟

ترڅو چي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پخپل منځ کي دننه د ناپاکو او منفي افکارو څخه پاکه سوې نه وي تر هغو د قامي حقوقو تر لاسه کېدل به داسي وي لکه بيرته چي تيو ته شيدې لېږدوې

د پارټۍ ټولي دندي (عهدې) دې و لوستو او سنجيده کسانو ته بې له کوم توپيره د ملي او پراخ فکر پر اساس وسپارل سي ، د کومو کسانو پر لمن چي تور داغونه دي هغه دي له دندو (عهدو) څخه بې برخي کړل سي ، څوک چي د قامي خدمت په مبارزه کي منافقت او دوه مخي کوي له هغه څخه دي لاتعلقي اختيار کړل سي.

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په حقيقت کي هغه وخت د پښتون ولس په زړونو کي ريښې زغولی او ټينګولی سي چي کله په عمل کي د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ښودلې سياسي لار په مېړانه وپالي او په ټينګ هوډ يې خپله کړي ، تر څو چي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د توپک له بې ځايه کلچره لاس وانه خلي او پر ځای يې د قلم او کتاب اړين کلچر خپل نه کړي تر هغو به په پراخه ولسي پيمانه هيڅکله د پرمختګ طمعه ترې ونه سي.

ګډ ملي هدف ته د پښتون قامي تحريک د رسېدلو اساسي او نېغه لار.

متل

پښتانه وايي

دوست به دي وژړوي او دُښمن به دي وخندوي

ښاغلی محمودخان اڅکزيه!

دا د پښتون قام و هر لوی او کوچني ته په ډاګه او په ښکاره ډول معلومه ده چي دلته په محکومه پښتونخوا کي پښتون قامي تحريک په اويا کلنه سياسي او پارلماني مبارزه کي زموږ مظلوم قام تر اوسه لا هم خپل ملي هدف ته نه دئ رسولی ، زه متيقين يم چي د پاکستاني پارلماني سياست له لاري به پښتون قام خپل ملي هدف ته په راروانو نورو اويا کلونو کي لا هم ونه رسيږي ، دلته چي هر ځل عام انتخابات تر سره کيږي پښتانۀ يې په خپلو کي سره بدنيتي کړي ، په خپلو کي سره وهلي ، په خپلو کي سره وژلي ، په خپلو کي يؤ د بل په خلاف لکه دُښمنان سره لاس وو ګرېوان کړي دي

دا له جمهوري اصولو سره سم انتخابات نه دي بلکې پښتون قام له ملي هدف څخه د پاته کولو او بې لاري کولو پلان سوې توره فوځي پنجابۍ دسيسه ده.

پښتون يې له پښتونه ، کليوال يې له کليواله ، ښاري يې له ښاري وګړي ، خپل يې له خپلو ، تربور يې له تربوره ، ورور يې له وروره ، حال داچي زوی يې له پلاره او پلار يې له زوی څخه بېزاره او يؤ له بل څخه شا په شمزۍ کړي دي ، لنډه يې داچي پاکستاني انتخاباتو مظلومو پښتنو ته په خپل منځ کي بې له بې اتفاقۍ ، بې له نفرتونو ، بې له تقسيمېدو ، بې له وحشته بل هيڅ هم نه دي ورکړي ، پاکستاني انتخابات د محکومو پښتنو لپاره هيڅکله د نجات لار نه ده او نه بايد وګڼل سي.

(شعر)

خدمت د خپل ولس بې اقتداره هم کېدای سي

که څوک په رښتيا پاڅي وړاندي تللي دي تر ډېره

قدرمن محمودخان اڅکزيه!

دا خبره په پاکستان کي د هر خاص و عام پښتانۀ و زړۀ ته لوېدلې ده چي دلته د پاکستان اصل کالخوای ( جي اېچ کيو ) هيڅکله پښتانۀ نه زغمي ، دوی هيڅکله د پښتنو پرمختګ نه غواړي ، هيڅکله پښتون افغان ته سوله ايز ژوند نه خوښوي ، هيڅکله د پښتنو باطني دوستان نه سي جوړېدلای ، هيڅکله د پښتنو ښه ورځ نه غواړي ، هيڅکله د پښتنو اتفاق نه غواړي ، هيڅکله نه غواړي چي پښتون افغان دي پر خپلو پښو ودريږي ، هيڅکله نه غواړي چي پښتون دي سيال او اسُوده سي ، هيڅکله نه غواړي چي پښتون دي د خپل ژوند جايز او انساني حقوق ترلاسه کړي.

قدرمن محمود خان اڅکزيه!

د جي اېچ کيو او د پنجابي واکمنو په تشو وعدو څومره ډېر په تکراري ډول دهوکه سوې ، بدبختانه چي اوس لا هم ورباندي تېروتلی يې ، نور نو بايد مُحتاط و اوسې ، نور نو بايد د پرديو او د دُښمن په دام کي راګير نه سې ، نور نو بايد د پښتون قام و ملي او اصلي هدف ته په رسېدو کي سنجيده او جِدي سې ، نور نو بايد پر پاکستاني پارلماني سياست يؤ مخ د تل لپاره لاڼي تو کړې او ترې توبه ګار سې ، نور نو بايد د مظلومو پښتنو پر هجرو ، مسجدونو ، کليو ، بانډو ، غرونو ، هوارو او ښارونو وګرځې ، اوس لا هم د ميدان سر او د چابکي وار دئ ، د پښتنو د ټولو ټبرونو صف بندي د پښتني وحدت پر اساس وکړه ، د نړۍ د دوو دريو ځواکمنو مملکتونو سره په ټينګ تماس کي سه ، پر پښتون قام د آزادۍ ملي او اغېزناکه ږغ وکړه ، ټول محکوم پښتانۀ و خپلي طبعي ازادۍ ته را وپاڅوه ، له خپل مسؤليت سره سم خپله تاريخي جغرافيه د پنجاب او جي اېچ کيو له ناروا شکنجې څخه خپلواکه کړه ، همدغه يې وخت دئ ، همدغه دي موقعه ده ، دا طلايي چانس که دي ضايعه کړ بيا به دي پښتني تارېخ معاف نه کړي ، په پاکستان کي هر پښتون له ډيري مودې څخه پر زړۀ دا ستر ارمان لري چي خپله تاريخي جغرافيه يې په بشپړه ډول د پنجابي له منګولو آزاده سي ، غړي مه اچوه خو که چيري د آزادۍ و پاڅون ته عملي شکل ورکړل سي نو زه په دې باور يم چي هيڅ پښتون به له دې ستري ملي مبارزې څخه ځان ونه سپموي ، فقط او فقط محکوم پښتون د آزادۍ ملي او مؤثره آذان ته په ناکراره ډول منتظر دئ ، چي يؤ حقيقي پښتون يې په دردېدلي ډول په واز کومي بې له کوم ډاره تر غوږونو ور ورسوي.

قدرمن محمودخان اڅکزيه! تاسو به هغه وخت د ټول پښتانۀ قام په زړونو کي د خوشحال خان خټک ، ميرويس خان هوتک ، احمدشاه ابدالي ، محمودغزنوي په څېر محبوبيت او جذابيت پيدا کړئ چي کله په رښتني ډول محکوم پښتون او محکومه جغرافيه مو د ازادۍ په طبعي سينګار وپسولئ ، که نه نو بيا دي د مجموعي پښتون قام په وړاندي هيڅ ارزښت نسته.

چي خان يې په يارانو يې

چي ياران نه وي ، توري خاؤري د بيابان يې

په درناوي

کوټه

سُهېلي پښتونخوا

نېټه 27 جولايي 2018 ميلادي کال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *