فضل ولي ماما په کال کې ایله دوې دری سجدې لګوي، هغه هم له اړې ورځې ـ په اوداسه که بې اودسه؟ سړی یې پته نشي لګولای.
ملحد نه دی، په الله تعالی ټینګ ایمان لري، خو له لمانځه یې توره تېښته ده ـ یو وخت چې په دم کې و او له چا یې سترګه نه سوځېده دا خبره کوله، چې الله تعالی یې له لمانځه پرته هم ورکوي…
خو دا یې نه ښودل څه…؟ اخرت که دنیا؟ که هر څو به دې واړاوه درک دې نشوای لګولای…اوس یې چې د عمر اویا پسرلي خوړلي، د ورځې ډېری برخه په ټخ ټوخ اړوي، په کنډاسه خوله یې د نصوارو ناړې را ماتې وي، لمانځه ته یې هماغسې ملا ماته ده، ان چې روژه کې هم د نصوارو په اچولو لیدل شوی ـ خو الله تعالی پرده پوښ دی.
د طالبانو او کرزي سخت مخالف او د امریکا دښمن دی ـ که د طالبانو مخالف یې له حکومت او امریکایانو سره غاړه وړه او که د دوی مخالف یې پر طالبانو ور ګډ شه، خو ده په یواځې سر درېیمه جبهه جوړه کړې ـ له طالب او لبرال فاشیستانو دواړو یې توره تېښته وه.
له طالبانو دومره ویرېږي، چې زاره یې چوي ـ له پوځ، پولیسو او امریکایانو هغسې ډار، چې خدای دې ساته…
راډیو یې کلکه غوږ پورې نیولې وي ـ له اوو تر اوو، اووه ورځې اونۍ کې ازادي راډیو بې ناغې اوري ـ که څه هم پر خبرونو او تبصرو یې سر سم نشي خلاصېدای، د خپلې خوښې ښکر او لکۍ پسې تړي.
د امریکایانو په زیان من من غوښه اخلي ـ د دغسې خبرونو په اورېدو یې داسې مومې لکه جامو کې نه ځاېیږي.
ماما بې اولاده، بې واده عمر تېروي، ځوانۍ یې د کوټې د ډبرو سکرو کانو کې خاورې کړې، هغه چې ټکریان باله شي.
میرني وروڼه یې پټي جاییدادو ته غله دي، که ژر یې سترګې پټې شي ـ د طالبانو حکومت کې چې سیمې ته را وګرځېد د وزو، پسونو، خرو، غوایانو، د پېر او پلور هماغه زاړه کسب و کار ته یې مخه کړه…
ورور یې طالبانو ته شیطاني کړې وه چې ګنې له خرې سره ښه نه دی ـ ولسوالۍ ته یې وغوښت، پلټنې پیل شوې.
د تور په اړه شک دا چې پر خرې نه کار کوې نه کشت، د څه لپاره دې ساتلې؟ که په کونه کې دې فساد نه وای بې کاره خره به دې نه ساتله ـ نژدې وه تر دېوال لاندې یې کړی وای.
د ماما خوا په ۲۰۰۶ کال کې له حکومت او امریکایانو وګرځېده ـ پر دغه ورځ زما پر زړه د ماما بنډار اورېدلی و، چې ورغلم راډیو یې غوږ پورې نیولې وه ـ زه پټه خوله ګوټ کې کېناستم، د طالبانو د مارجې ولسوالۍ د نیولو خبر چې خلاص شو، له ځایه په پاڅېدو یې راډیو ګُل کړه :((… بیا یې نو هغسې او دغسې چې ولسوالي ترې نیسي…؟ له دې ورځې یې پر حکومت او نړیواله ټولنه پورې خپلې پیېلې هیلې را لنډې څه چې بیخي تر خاورو لاندې کړې…
د ماما په څېر ټول ولس د قرار او فرار تر منځ لالهانده دی ـ نه حکومت د جذب ظرفیت ښودای شي، نه طالبان د خپلولۍ وړتیا لرلی شي ـ بې توپیري تردې بریده چې کلیو او اطراف کې د کابل چاودونو ته د خپلې غوسې سړولو او غچ اخیستو په سترګه ګوري…
پروسږ سیمه کې له جګړې وروسته ماما له چا پوښتنه کوله…؟
ـ څوک خو به خوږ شوي نه وي…؟
ـ نه د خدای فضل دی…
ـ له دوی څومره مردار شول…؟
ـ نه ده مالومه.
ـ ماما پخپل منافقت د حکومت او امریکایانو پر وړاندې خپله کرکه او طالبانو ته د چاپلوسۍ او خپلې جعلي ایماندارۍ ننداره وړاندې کوله ـ چې یو عام دود ګرځېدلی ـ او د عامه ذهنیت ستونزه یې غوړولې ده.
ماما غلی شو، په سرو سترګو او ژورو کتو یې داسې ښووله چې ګنې زما خبره یې زړه ته نه وي لوېدلې….
تېره ورځ چې راسره مخامخ شو راډیو یې هماغسې غوږ پورې نیولې وه ـ په خوشاله بڼه یې راته کړه: د غزني والي یې ګونډه کړ…
زه پوه شوم چې د غزني کومې ولسوالۍ د امنیه قوماندان د وژلو خبر یې اورېدلی ـ څرنګه چې مبالغه او اضافي خبرې زموږ مزاج ګرځېدلی د ولسوالۍ له امنیه قوماندان والي جوړوو…
ـ ورته کړه مې څله یې ګونډه کوې…؟
ـ ماما راته کړه، که خبر مې درته یاده کړه.
ـ دا ګونډه دې چې وویل، د زړه دننه کیفیت دې راښیي…
ماما چې اوس هم راډیو غوږ پورې نیولې وي ـ خو ما ته له خبرونو څه نه وایي…
دا ریښتیا ده چې د پښتنو پر سر بل شوی اور داسې ساتل کیږي چې نه د مړه کیدو او نه د یاغي کیدو دی، يوازې پښتانه پرې اوږدمهاله سیزي.
او د کلیوالو ذهنیت د کابل د چاودنو او همدارنګه د ښاریانو بې تفاوتي د کلیو د چاودنو او مرګونو په اړه ډیره مأیوسه کونکې ده.
زموږ خلک ریښتیا چې د قرار او فرار ترمنځ ساتل شویدي. او دا خبره به تر هغه دوام لري، څو چې د امریکا خوښه او د پښتنو جهالت ژوندی وي