روندى د مور و پلار اووم اولاد ؤ، دغه نوم يې پر دۀ باندي ځکه ايښے ؤ، چي د هغو اولاد نۀ پايېدۀ. چي و به زوو، په کال دوه کي دننه به يې له دنيا سترګي پټي کړې. داسي د دۀ تر زوکېدو مخکي د هغو شپږ اولادونه مړۀ وو. دغه اووم اولاد نو هغوى ويل ګوندي د دغه نامۀ په برکت په رښتيا روان او ژوندى پاته شي او چي هغه خداى پاياوۀ و پايېد، نو دا دوى د دغه نامۀ کرشمه ګڼله. له روندي وروسته د دوى يو بل زوى، چي نوم يې جانان ورباندي ايښے ؤ، هم لوى شو. هغه تر روندي دوه کاله کشر ؤ. دا مهال د روندي عمر تر پينځه دېرش کاله لږ اوښتے ؤ. په دغه دومره موده کي د دغو دوو وروڼو تر منځ يواځي يو جنګ شوے ؤ او هغه جنګ ډېر تود جنګ ؤ. سبب يې دا ؤ، چي روندي د مقدساتو ډېر خيال ساتۀ، تر دې حده چي هغه به دلته هلته پراتۀ داسي کاغذونه، چي يو څۀ به ورباندي ليکلي ؤ، په دې نيت ټولول چي ليکلي حرفونه يې له بې احترامۍ و ژغوري. دغه کاغذونه به يې د خپل کور د حوېلۍ د يوۀ دېوال په يوۀ چَوون چيخل، چي يو څۀ به جمع شول، نو هديرې ته به يې يووړل او هلته به يې په يوۀ قبر کي ښخ کړل. يوه ورځ چي جانان کور ته راغے نو په دغو کاغذونو کي يو څۀ لاندي را لوېدلي وو. دۀ ګومان وکړ، چي داسي يې بې احترامي کېږي. ټول يې را و ايستل او اور يې ورته کړ. روندى چي راغے نو په دغه کار يې دومره خوا بده کړه، چي د خپل ورور ګرېوان ته يې لاس ور واچاوۀ او داسي يې ور واچاوۀ، چي بيا چا ترې خلاصولاى نۀ شو، خو تر دغه جنګ مخکي يا وروسته د دغو دوو وروڼو تر منځ په ټول عمر بله کومه ترخه خبره هم نۀ وه شوې، مګر نن يو ځل بيا روندے حالاتو بوږنولے او داسي دردولے ؤ، چي د خپل دغه يواځيني ورور د وژلو دپاره په خپل کور کي په انتظار ناست ؤ. د دغه کار د تر سره کولو دپاره لګيا ؤ چاقو يې پر کاڼي باندي تېراوۀ او دا يواځي د روندي خبره نۀ وه، بې شمېره افغانان د هغو په وطن را ګډ شوي ناورين دغه رنګه يو د بل دښمنان کړي وو.

روندے پخپله داسي سړے ؤ، چي تر اوسه يې مېږے لا هم نۀ ؤ وژلے. تر مادي دنيا يې په ماورايي دنيا کي زيات فکر بند ؤ. د نبيانو د معجزو او د وليانو د کرامتونو قصې به يې ډېري په خوند اورېدې. د هري مادي پېښي شاته به د خير يا شر کوم ماورايي لاس ورته ښکارېدۀ. کومي پېښي چي دا اوس دومره دردولے او د خپل ورور وژلو ته تيار کړے ؤ، هغه دا وه چي امريکايي هوايي ځواک د دوى د کلي د جومات حجره ځکه ويشتلې وه، چي دوه کسه مخالفين ور ننوتلي او پکي پټ شوي وو. د حجرې د تباه کېدو تر څنګ د جومات يو غوږے هم له منځه تللے ؤ. د جومات په دغه بې حرمتي د کلي واړۀ، زاړۀ، نر او ښځي ټول کسات اخستلو ته لېوني وو، خو کسات له چا؟ الوتکې راغلې، وار يې وکړ او لاړې. په دوه لاسه به دوى ورپسې چرته تلل. په داسي حال کي نو د خلکو، هغه د چا خبره، په خرۀ وس نۀ رسيږي، ځل ته لرګي ونيسي. هر يو نزدې داسي څوک ګوري، چي غصه ترې و باسي. همدغي جذبې افغانان په خپلو کي يو بل ته سره درولي دي. ځيني يې د روان نظام په يوۀ يا بل رنګ ملاتړ کوي او ځيني يې د را نسکورولو هڅي کوي. روندے په خپله په دا دويمه ډله کي ؤ او جانان هم د روان نظام کوم عملي ملاتړ نۀ ؤ کړے. د هغۀ ګناه يواځي دا وه، چي په کلي کي يې د مکتب د جوړولو کار ته ملا تړلې وه او د مشر ورور په خيال يې مکتبونه هغه دروازې وې، چي باطل فکرونه يې وطن ته را ننه ايستل او د فکر ملاتړي يې ډېرول. اوس يې ليدل چي دغه دروازه د دۀ کلي ته هم را خلاصيږي. بده لا دا چي د دۀ خپل ورور يې را خلاصوي او په دې هم پوه ؤ، چي دغه کار که د دۀ ورور ونۀ کړي، نو په کلي کي بل بيا داسي څوک نشته، چي ويې کړاى شي، خو ورور يې په هيڅ ډول د دغه کار پرېښوولو ته تيار نۀ ؤ. افغانان دې ناوړه حالاتو داسي ذهني حالت ته رسولي دي، چي دغه رنګه هره غوټه په لاس يا حتٰى په غاښ د خلاصولو پر ځاى په چاقو پرې کوي، ځکه نو روندے هم دا مهال لګيا ؤ، خپل ورور ته يې د نۀ خلاصېدونکي غوټي په شان چاقو تېراوۀ.

چي دا هسي ګران او بې شانه دروند کار يې په مخه ؤ، نو روندے هم انسان ؤ، زړۀ يې درلود، ذهن يې درلود، په دا يې نو په ذهن کي دننه اندېښنې د مارانو په شان اوښتې را اوښتې. په دغو اندېښنو کي هغه داسي ډوب ؤ، چي چاقو يې وختي لا تېرۀ شوے ؤ، خو دَے په بېخيالي کي بيا هم لګيا ؤ، هغه يې پر کاڼي باندي تېراوۀ را تېراوۀ. دغه وخت يې په کور کي بل څوک نۀ ؤ، مېرمن او ورېنداره يې دواړي په کلي کي يوۀ وادۀ لره تللي وې. ماشومان يې هم ورسره بيولي وو. د پښتنو د ودونو خوشحالي تر دريو ورځو پوري روانه وي. په دغه خوشحالي کي د نارينه وو ګډون يوه ورځ وي او ښځي تر دريو ورځو پوري ورته را غونډيږي. د دغه وادۀ نن دويمه ورځ وه، پرون پخپله روندے هم ورغلے ؤ، خو نن يې يواځي د کور ښځي سره له خپلو ماشومانو تللي وې. البته د کور په حوېلۍ کي له دۀ پرته يو پسه (څاروے) هم موجود ؤ. هسي پسونه خو دوى ډېر درلودل، نور به د کلي په رمه کي وو، خو شپږ اووۀ مږونه (ګډان) به دوى په کور کي د دې دپاره ساتل چي ښۀ يې چاغ (څرب) کړي، په هغو کي به يې دوه په اختر او دوه په لاندي حلال کړل او دوه درې به يې پر قصاب خرڅ کړل. دغه د کور پسونه به يې د ورځي د شا په مامته ننه ايستل او دروازه به يې ورپسې و تړله. د شپې دپاره يې بيا يوه لويه خونه ور جوړه کړې وه. نن هم نور مږونه په مامته کي وو، دا يو ګوره چي د ننه ايستلو په وخت دباندي پاته شوے ؤ او که دروازه سمه نۀ وه ورپسې تړله شوې. دۀ په څۀ توګه ځان ترې را ايستلے ؤ، خو دا وخت له روندي پرته په حوېلي کي دے هم موجود ؤ.

هو، پسۀ په حوېلي کي لکه روندے موجود ؤ، خو د روندي په شان د خپل ذهن په کوهي کي نۀ ؤ لوېدلے، د مځکي پر سر باندي به کله يوې خواته ورو- ورو روان شو، بيا به يې سر پورته کړ، وبه درېد، شاوخوا به يې وکتل، بيا به بلي خواته و ګرځېد. چرته که به کومه پاڼه يا دغسي څۀ بل ووړ غوندي د خوړلو وړ شے په مخه ورغے، هغه به يې په خولۀ را پورته کړ. د هري خوني خواته ور تېر شو، خو دروازې ټولي تړلي وې. د روندي خپله خونه خلاصه وه، مګر د بهر له خوا پرده ورباندي ځړېده، په دا ښايي هغه هم دۀ تړلې وګڼله، ځکه يې نو د ور ننوتلو کوم کوښښ ونۀ کړ. دلته هلته چي يې څۀ ونۀ موندل، نو ورو- ورو د روندي په خوا ور روان شو. نزدې ورته و درېد، ښايي هيله يې وه چي هغه به د خوړلو څۀ شے ور پيدا کړي، خو روندے په خپله دنيا کي داسي ورک ؤ، چي په دۀ هډو خبر هم نۀ شو. لږ ګړے وروسته پسۀ خپل اوربوز د هغۀ په ځنګانۀ پوري ور ومښود، د کوم له کبله چي د هغۀ په ذهن کي د خيالاتو روانه لړۍ يو دم پرې شوه او لکه له غرقه خوبه چي يې ناڅاپه يو څوک را ويښ کړي، ټول بدن يې دا رنګه مېږي- مېږي شو. پسۀ داسي ورته ښکاره شو، لکه دا چي د دۀ د چاقو کشش د دۀ خواته را کش کړے وي. په دا يې نو چاقو پر مځکه کښېښود او د خپل ښي لاس د ګوتو په چپه خوا يې هغه پر اوربوزۀ باندي وواهۀ او ورته ويې ويل:

– “ځه دا چاقو ستا دپاره نۀ تېرېږي. ستا غاړه به د قصاب چاړۀ پرې کوي، دا به اوس د بل چا په وينه سور کېږي”

هر څو که د روندي دغه څاپېړه دومره په زوره نۀ وه، چي پسۀ به يې ډېر خوږ کړے وي، خو هغه يې په دې بهرحال پوه کړ، چي سړے د دۀ په نزدېکت خوښ نۀ دے. سر يې پورته کړ، يوې او بيا يې بلي خواته مخ و ګرځاوۀ. يو څو شېبې ولاړ ؤ، بيا روان شو. دغه مهال د روندي لاس بيا د چاقو خواته لاړ او هغه يې په دا بل لاس کي نيولي کاڼي ته مخامخ کړ. له دې سره سم يې د فکر څپې هم په سر کي بيرته په را پورته کېدو شوې، خو د قصاب او د هغۀ د چړې يا د ويني يې د فکر د نيلي مخه لږه بدله کړه. اوس يې ذهن ته د قصاب چاړۀ راغله، چي د پسونو پر غاړه تېرېده را تېرېده او د وينو څلکي ورسره را پورته کېدې. له دغي چړې څخه يې بيا پام خپل چاقو ته را واوښت او ورو- ورو د دغه چاقو ټول تاريخ په ور په يادېدو شو. دا چاقو، چي لاستے يې د پيل د غاښونو له هډوکي جوړ ؤ، په اصل کي د دۀ د وَر نيکۀ (غور نيکه) ؤ. د دۀ ور نيکۀ سوداګر ؤ، هغه مهال چي د کومو سوداګرو قافلې تر لري- لري ښارونو پوري تلې، دے هم له هغو څخه يو ؤ. د قافلې مخه به يې کله د هرات پر لار د مشهد خواته وه او کله به بيا د کابل له لاري د بخارا او سمرقند په خوا روانه وه. د منځنۍ آسيا دغه دوه لوى ښارونه چي کله روس په ځان ګډ کړل، له هغه وروسته پکي روسي سکه رواج شوه، ځکه به نو هلته تلونکو افغاني سوداګرو روبل هم کارول، کله چي په روس کي اشتراکي انقلاب راغے او زارشاهي نسکوره شوه، نو هلته يو خو کرنسي بدله شوه، بل د قافلو د تګ راتګ لاره هم و تړله شوه. په دا نو له ډېرو افغاني سوداګرو سره پراتۀ روبل هغو ته په کور کي ور کوټه شول. په دغسي سوداګرو کي د روندي ور نيکۀ هم شامل ؤ. د ور نيکۀ د سوداګرۍ د زمانې د دغو سفرونو يادګار دوه، بلکې درې څيزونه لا تر اوسه د دوى په کور کي خوندي وو. يو دغه کوټه شوي روبل، بل دغه چاقو او دريم د چاقو د تېرولو دپاره يو کاڼے ؤ. چاقو خداى خبر جوړ شوے چرته ؤ، خو اخستے د دۀ ور نيکۀ په مشهد کي ؤ. په دا نو دوى ورته مشهدے چاقو ويل. له دغه چاقو سره د تېروَلو دغه کاڼے هم له مشهده راوړل شوي ؤ.

مشهدے چاقو د دوى له ور نيکۀ څخه د دوى نيکۀ او له هغه څخه د دوى پلار ته پاته شوے ؤ. د دوى پلار به د هغۀ ډېر خيال ساتۀ، ولي چي د دۀ او د دۀ د کورنۍ دپاره يې تاريخي ارزښت درلود. يو ډېر ښايسته پوښ يې ور جوړ کړے ؤ. په هغۀ کي به ټول کال پروت ؤ. تش د لوى اختر په ورځ به يې ترې را يوست او د اختر پسۀ به يې پرې حلالاوۀ. چي څنګه به يې حلالاوۀ، څۀ به يې پرې ويل، چاقو به يې څنګه د پسۀ پر غاړه را کشاوۀ، د هغۀ غاړه به څنګه پرې کېده او ويني به څنګه ترې را غورځېدې. دغه ننداره ټوله د دۀ په ذهن کي داسي را ژوندۍ شوه، لکه دا هر څۀ چي دا وخت د دۀ مخته روان وي او دے يې د سر په سترګو ويني. په دغه حال کي پسۀ بيا راغے او خپل اوربوز يې د دۀ په ځنګانۀ پوري ور ومښود. د دۀ د خيال لړۍ يې ور پرې کړه او دۀ بيا هغه هغسي د ښي لاس د ګوتو په چپه خوا پر اوربوزۀ باندي وواهۀ او ورته ويې ويل:

– “ځۀ! ستا وار به هم راشي، اختر نزدې دے، قرباني به دي کړم، اوس وار د بل چا دے، هغه به قربانېږي”

پسۀ پر شا شو او دے خپل کار ته پاته شو. کاڼے يې په کيڼ لاس کي ؤ. بې ارادې يې پر هغۀ باندي په ښي لاس بيا چاقو تېرول را تېرول پيل کړل. په سر کي يې د فکر يوه شېبه درېدلې ويالۀ بيا په بهېدو شوه، خو د “اختر” او “قربانۍ” کوم دوه ټکي چي يې اوس- اوس تر خولۀ ووتل او د پسۀ په شان د دۀ خپلو غوږو هم واورېدل، هغو د دۀ د خيال د ويالې مخه بيا بدله کړه. اوس يې خيال د اختر د قربانۍ خوا ته لاړ او د هغې ټول تاريخ يې د ذهن پر پرده باندي په ژوندۍ بڼه په څرګندېدو شو. دۀ ليدل چي حضرت ابراهيم عليه السلام خپل زوى حض��ت اسمٰعيل عليه السلام د قربانولو دپاره روان کړے او شيطان د هغو د تېرايستلو ناکامه هڅه کوي. څنګه چي د قربانۍ ځاى ته و رسېدل، نو زوى پلار ته وايي:

– “سترګي را و تړه هسي نۀ د چړې په ليدو نافرماني راڅخه وشي”

کله چي پلار خپل زوى د حلالولو دپاره پر مځکه باندي پرېباسي، نو مخ يې د دې دپاره د مځکي په خوا کړي، چي د چړې د ورباندي را کشولو په وخت به يې پرې کېدونکې غاړه د دۀ له سترګو نهامه وي. روندي ولي چي په حقيقي ژوند کي نه حضرت ابراهيم عليه السلام ليدلے ؤ، نۀ حضرت اسمٰعيل، په دا يې نو د ذهن پر پرده باندي د هغو انځورونه داسي تت وي، چي کړۀ وړۀ يې دے نه شي سهي کولاى. البته خبري يې ډېري څرګندي وي او دے يې لکه د سر په غوږونو داسي اوري، خو کله چي پلار د زوى پر غاړه باندي چاړۀ را کش کړي، نو دے ويني چي د چړې تر څوکه لاندي د يوۀ پسۀ غاړه راشي، چي د حضرت اسمٰعيل عليه السلام پر ځاى د قرباني کېدو په موخه له جنته راوړل شوے وي. د دغه حلالېدونکي پسۀ پرېکېدونکې غاړه او له هغې را غورځېدونکي ويني دے په څرګند ډول ويني، ولي چي په حقيقي ژوند کي دۀ دغسي نندارې بيا بيا ليدلي دي.

کله چي د خپل ذهن پر پرده باندي د دغي ستري قربانۍ ننداره تر پايه وويني، نو خيال يې بيرته خپل کار ته را وګرځي او ور ياد شي، چي د جانان د راتګ وخت نزدې دے. ژر به په دروازه را ننه وزي او له را ننوتو پس چي د دۀ څۀ ورته په زړۀ کي وو، هغه ټول يې د ذهن پر پرده باندي د فلم رنګه په چلېدو شول. په دغه فلم کي چي هغه څنګه د حوېلۍ په دروازه را ننوزي، نو دے پر خپل ځاى باندي چارزانو ناست وي، چاقو يې تر لمن لاندي ايښے وي. ملا يې دېوالۀ ته لګولې وي او داسي ښيي چي ګواکي په چُرت کي تللے دے. د سترګو تر بېخ هغۀ ته لږ ګوري، خو په پوره ډول سترګي نۀ ور اړوي. هغه چي را نزدې شي، نو سلام ور واچوي. دے يې سلام په مات خاطر ور بيا کړي. کله چي هغه تر دۀ د خپلي خوني په خوا تېر شي او د خوني د تړلي دروازې زنځير ته خپل لاس ور پورته کړي، نو دے د شا له خوا پسې ور ورسيږي. چاقو د وار ورباندي کولو په نيت پورته کړي، عين په دغه وخت کي پسۀ بيا راشي او د دۀ په ځنګانۀ پوري خپل وربوز و مږي. دغه وخت چي دے په کوم ذهني کيفيت کي ډوب وي، په هغه کي يې د پسۀ دغه حرکت داسي يوۀ حال ته پوري وهي، لکه د کايناتو روان ماشين چي بيرته پر شا د څرخ خوړلو دپاره ناڅاپه ځاى پر ځاى وچ و دريږي. د سکوت په دغه بې شانه ژوره شېبه کي دۀ ته داسي ښکاره شي، لکه دغه پسۀ چي د خداى په امر د دۀ د چاقو او د دۀ د ورور تر منځ درېدلے وي.

د عرفان دغه کومه وړه، مګر ژوره شېبه چي پر دۀ راغله، هغې د دۀ د باطن فضا په بشپړه توګه بدله کړه. په رګونو کي د رواني ويني ځغستا يې په کمېدو او را ټينګي شوي پلې يې په سُستېدو شوې. چاقو او کاڼے چي يې له ګوتو پر مځکه باندي ولوېدل، نو دے هډو ورباندي خبر هم نۀ شو. د دۀ پام ټول اوس دې پوښتني ځان ته را ګرځولے ؤ، چي د جانان بلا که د خداى په امر دغه پسۀ اخلي، نو هغۀ داسي کوم کار کړے دے، چي د خداى پاک دي دومره خوښ وي؟ په دغه حال کي د کوتان آکا هغه خبره ور ياده شوه، چي د امريکايي الوتکو له بمبارۍ وروسته يې قهرېدلو کليوالو ته کړې وه. هغۀ ويلي وو:

– “د چرګي غميزه دا ده، چي نۀ د باز په شان د الوتو وړ کلک وزر لري، نۀ درنې پنجې او نۀ تېره مښوکه، ځکه نو پډو (ټپوس) راشي، چيچے (بچے) يې له مخه ترې پورته کړي او دا بېوسه او بېنوا پر خپل ځاى پاته شي. موږ هم نۀ الوتکه لرو، چي په امريکايانو پسې يې ور والوزوو او نۀ کوم توغندے راسره شته، چي ورپسې يې و توغوو”

روندے هغه وخت د دغي خبري په مطلب نۀ ؤ پوهېدلے. اوس په دې پوه شو، چي دا څومره ژوره خبره ده او دا هم ورته څرګنده شوه، چي جانان چي د مکتب پر جوړولو باندي دومره ټينګار کوي او په دغه لړ کي د کلي د سپين ږيرو مخالفت په باک نۀ راوړي، هغه په اصل کي له خپلو کليوالو څخه، چي بې سوادۍ چرګي ترې جوړي کړي دي، بازان جوړول غواړي. که د خداى د کور ژغورنه په الوتکه او توغندي کېږي، نو دا هر څۀ خو يواځي د مکتب له لاري تر لاسه کېداى شي. يو څو شېبې يې دغه خبري په ذهن کي سره واړولې را واړولې، له هغۀ وروسته له خپله ځايه پورته شو او لاړ خپلي خوني ته ننووت.

کله چي روندے خوني ته ننووت، نو په حوېلۍ کي د ګرځېدونکي پسۀ هم ورته پام شو، پر خپل ځاى ودرېد او نېغ يې د هغۀ د خوني دروازې ته کتل. ښايي دا رَے يې واهۀ چي دا خونه چي داسي خلاصه وه، نو زۀ ولي نۀ ور ننوتم يا به يې دا هيله پيدا شوې وي، چي مالک يې ننووت، لکه چي د خوراک يو څۀ شے ورته را باسي، خو مالک چي يې بيرته را وَ ووت، نو يواځي يې يو پړے په لاس کي ؤ. اول د خپل چاقو او کاڼي ځاى ته ور تېر شو. چاقو يې را پورته کړ، بند يې کړ، بيا يې د خپلي سدرۍ په جېب کي واچاوۀ، خو کاڼي ته يې ګوتي ور نۀ وړې. هغه هغسي پر خپل ځاى پاته شو، دے ترې د پسۀ خواته را روان شو، پسۀ يې د مغزي تر وړيو ونيو او هغه ځاى ته يې روان کړ، چي دوى به د اختر پسۀ ورباندي حلالاوۀ. هلته يې مخ پر قبله را پرې يوست او لګيا شو، چي په پړي يې پښې ور وتړي. پسۀ که څۀ هم زورونه وهل، خو دے ورسره پوه ؤ، و توانېد چي ټينګي يې ور وتړي، خو ټولي يې ور ونۀ تړلې. د مخ کومه پښه چي د مځکي خوا ته وه، هغه يې د شا له دوو پښو سره و تړله، د مخ پورتنۍ پښه يې آزاده پرېښوده، دۀ ته معلومه وه، چي د يوۀ پسۀ په څلورو پښو کي دغه پښه داسي ده، چي په يواځي سر يې د حلالېدو په وخت کومه ستونزه نۀ شوه را ولاړولاى. له دا وروسته يې جېب ته لاس کړ، چاقو يې ترې را و يوست، د پسۀ غاړي ته يې سم کړ او کلمه يې وويله. څنګه چي يې چاقو د پسۀ پر غاړه باندي را کش کړ، نو جانان هم د حوېلۍ په دروازه را ننووت او له را ننوتو سره سم چي يې سترګي پر دۀ باندي و لګېدې، نو ډېر په وارخطايي سره يې نعره ورباندي وکړه:

– “دا څۀ کوې؟ دا پسۀ ولي حلالوې؟”

خو روندے لکه هيڅ چي نۀ اوري، په خپل کار بوخت پاته شو، په خولۀ يې”الله اکبر، الله اکبر” ويل، په لاس يې چاقو د پسۀ پر غاړه تېراوۀ را تېراوۀ او سترګي يې د پسۀ په پرې کېدونکې غاړه او غورځېدونکو وينو کي وې، چي ورور يې ورته را رسېدۀ، نو دۀ خپل کار پاى ته رسولے ؤ. لږ ګړے يې پسۀ همدغسي نيولے ؤ، چي هغه له غورځېدلو او زور کولو ولوېد، نو دۀ پرېښوو. ملا يې سمه کړه، ورور ته يې و کتل، هغۀ چي په دغه دوران کي هر څۀ ويلي وو، د هغو ټولو جواب يې په دوو ټکو کي ورکړ او ورته ويې ويل:

– “جانانه! دا قرباني ده، قرباني”

– “قرباني؟ د څۀ قرباني؟”. جانان لږ په ترخه ژبه او لوړ آواز ترې و پوښتل

– “دا قرباني ستا د مکتب دپاره ده”. دۀ ځواب ورکړ. بيا يې خپله د شهادت ګوته پر هغه وينه باندي را تېره کړه، چي پر چاقو يې پرته وه. چي ګوته يې په وينو و لړله شوه، نو يو ځل يې پخپله ورته و کتل او بيا يې په همدغه ګوته د هغۀ ځاى خوا ته اشاره وکړه، چي د مکتب د جوړولو دپاره ټاکل شوے ؤ او ويې ويل:

– “دا مکتب به جوړيږي. لکه څنګه چي دَ حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسمٰعيل عليه السلام په وړاندي د خداى پاک د کور د جوړولو کار ؤ، دغه رنګه ما و تاته د نن د هر مسلمان په شان په خپل کلي کي د خداى د کور د ژغورني کار را په غاړه دے او د دغه کور ژغورنه تر هغو پوري سمه نۀ شو کولاى، چي مکتب مو نۀ وي جوړ کړے. د دغي قربانۍ په برکت ګوندي خداى پاک په سمه توګه د مکتب جوړولو توان راکړي. زۀ و تۀ به د حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسمٰعيل عليه السلام رنګه اوس په ګډه دغه کار ته ملا تړو”

له دې ويلو سره سم هغه له اوبو ډک هغه سماوار ته ور تېر شو، چي دۀ ته نزدې پروت ؤ او پر هغۀ باندي د خپل چاقو په وينځلو بوخت شو. جانان دې هر څۀ ته داسي کتل لکه خوب چي ويني. ذهن يې په دې کي بېخي پاته راغلے ؤ، چي دۀ ته و ښيي، چي دا څۀ روان دي.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *