تاند- د قرغیزستان ولسمشر پرون وویل، د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي هیوادونه باید د افغانستان انکشافاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
المازبېک اتمبایف د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، د سیمې په امنیت کې د افغانستان له روله څوک سترګې نه شي پټولی.
ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو غونډه سبا د روسیې اوفا ښار کې جوړه شي.
د قرغیزستان ولسمشر همداراز وویل، هغه وضعیت چې د دغه هیواد په شاوخوا کې روان دی، د نړیوالو اړیکو په جیوپولیټیک نظام کې کلیدي رول لوبوي، او د دغه هیواد انکشافات په سیمه کې د قدرت پر انډول مستقیم اغېز لري.
د قرغیزستان ولسمشر وویل:«موږ د سوله ییز او باثباته افغانستان ته لېواله یوو او د دیموکراتیکو اصلاحاتو او د افغانستان د ملي پرمختیايي پلان د عملي کولو په هدف د دغه هیواد د حکومت د هلوځلو هرکلی کوو.»
اتمبایف دا هم وویل، دی فکر کوي چې شانګهای د همکارۍ ټولنې په فعالیتونو کې د افغان لوري ګډون مثبت فکتور کېدای شي.
افغانستان له ۲۰۱۲ څخه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی دی او د دې تړون په غونډو کې یې د مېلمه او د خبرو د ګډونوال په توګه ګډون کړی دی خو پخوا یې لا د دې ټولنې د رسمي غړیتوب غوښتنه کړې ده.
د قرغیزستان ولسمشر وايي چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په خبرو کې د افغانستان مستقیم حضور موږ ته موقع راکوي چې نظرونه تبادله کړو او پر ټولو امنیتي مسلو او له افغانستانه د راټوکېدونکو خطرونو په وړاندې د مبارزې پر اقداماتو خبرې وکړو.