دا له آره د عبري ژبي  קָרַנְטִינָה (qarantina) چي زړې لاتینLatin ته یې هم په    /  quarantanna /quadrāgintā (“forty”) بڼه لاره پیداکړې او په دواړو ژبو کښي د څلویښت شمېرې معنا ورکوي. اکسفورډ ډکشنرۍ په ” نوم، ستاینوم، فعل، مکاني قید ګرامري حالتونو ښوولې ده. د lazaret او lazaretto یې مترادف او هممانیزونه دي. هغه ځای چي تر شک لاندي او یا هم تشخص سوي ناروغان په کښي د یو مودې له پاره ساتل کیږي. تر څو ناروغي یې نورو ته سرایت ونه کړي. دبریتانیکا دایرة المعارف له مخي چي دا کلمه د انسانو تر څنګ د ناروغو څارویو او حیواناتو له پاره هم کاریږي او له روغو څخه د ناروغۍ د نه سرایت په خاطر quarantine کیږي. د دې ویي او کلمې ریښه او ایتمولوژیکي جرړه د نړۍ نورو اندو اروپايي او غیر اندو اروپايي ژبو ته هم تللې ده: افریقايي بڼه:

kwarantyn ؛ آلبانیايي: karantinë؛ عربي: حَجْر صِحِّيّ‎  (ajr iḥḥiyy), كَرَنْتِينَة‎ (karantīna)؛ ارمني:  կարանտին (hy) (karantin)؛ اذربایجاني:  karantin؛ بلاروسي:  каранты́н m (karantýn)؛ بلغاریايي:  каранти́на f (karantína)؛ د رومانس ژبو څخه کاتالونیايي کښي:  quarantena؛ ماندرین یا سټنډرډ چینايي: (gélí)؛ د باختري اسلاوي ژبو څخه چیکي ژبه کښي:  karanténa؛ د شمالي آلماني له ژبو څخه ډنمارکي ژبه کښي: karantæne؛ هلندي: quarantaine؛ سپرانتو: kvaranteno؛ استونیايي: karantiin ؛ د جرمني ژبو له څانګي فرويي:  sóttverja؛ فنلانډي:  karanteeni ؛ فرانسوي:  quarantaine، ګالیسیايي: corentena؛ ګرجي: კარანტინი (aranini)؛ جرمني: Quarantäne؛ یوناني:  καραντίνα (el) f (karantína)؛ عبري  קָרַנְטִינָה  (qarantina)؛ هندي:   (kvāraṇṭīn)، هنګري: karantén؛ ایسلنډي: sóttkví، ایډو فرضي ژبه کښي:  quaranteno، اندونیزیايي: karantina؛ ایټالیايي: quarantena، جاپاني:  ken’eki، قزاقي:

 карантин (karantïn)، کوریايي: (geomyeok)، قرغزي:  карантин (karantin)، د بالتیک ژبو څخه لیتوانیايي کښي: karantīna، د اسلاوي ژبو څخه مقدوني کښي:  карантин m (karantin)، د سترونیشین ژبو څخه مالي ژبه کښي: kuarantin، د پلي نزي ژبو څخه مائوري کښي:  taratahi، منګولیايي کښي:  карантин  (karantin)، نارویژي: karantene، د غربي اسلاوي ژبو څخه لهستاني کښي:  kwarantanna، له رومنس ژبو څخه پرتګالي کښي: quarentena، رومانیايي: carantină، روسي:  каранти́н  (karantín)، له اصلاوي ژبو څخه صربي کښي: Croatian، سیریلیک – اوکرایني:   , карантин رومن:  karanténa، سلواکي:

 karanténa، اسپانوي:  cuarentena، سویډني:  karantän، تاګولوګي-فیلیفیني:  kuwarentenas، ټایلنډي:

(gaan-gàk-gan)، ویټنامي: Vietnamese، ترکي:  karantina، ترکمني:  karantin، اوزبکي:  karantin او دري – فارسي ژبه کښي: قرنطین، قرنطینه راغلې ده. بریتانیکا دایرة المعارف quarantine د ۳۰دېرش  څخه تر ۴۰څلویښتو ورځو له پاره صحي مراقبت ته ویلي دي او زیاتوي چي حضرت عیسی علیه السلام چي کله څلوېښت ورځي د “فاران” په دښته کښي پاته سو او روژه یې ونیول هغې مودې ته quarantine ویل کیږي. په ۱۴۲۳م کښي د ژړي تبي څخه د روغتیا په موخه د وینز په یوه جزیره کښي خلک quarantine کېدل. ۱۷۸۹م کښي انګریز خیریه کارکونکی جان هوارډ  John Howard د روغتیا په موخه کښتۍ کښي  quarantine سو. په شلمه پېړۍ کښي اروپا کښي د تبرکلوز- نري رنځ  او نورو ساري ناروغیو اخته کسان quarantine کېدل. دا چي په پښتو کښي قرنطین، قرنتین او که کرنتین ولیکو؟ زما په باور د له نورو ژبو څخه د پوروني له قاعدې سره سم چي لومړی وار په لاتین کښي په /q/ سره پیلیږي /قرنتین/ ولیکل سي خو دا چي په منځنۍ لاتین کښي یې هم آره بڼي بدلون کړی او د   Medieval Latin quarentīna  “forty,, days”)” بڼه او معنا یې خپله کړې او په نورو پورتنیو ژبو کښي یې هم د خپلو خصوصیاتو سره بڼي ته بدلون ورکړی دی. په پښتو ژبه کښي هم چي د /ق/ په /ک/ سره ابدال د تکلفي تقلیدونو/Hyperforms باعث سوی او پښتانه یې په آره بڼه /ق/ نه سي تلفظولای که په ” کرنتین ” ولیکل سي ښه به وي. مننه

مأخذونه:

  1. oxfordlearnersdictionaries.com.
  2. en.wiktionary.org  h Etymological dictionary. 
  3. britannica.com/science/quarantine-preventive-medicine.
  4. هربرت پنزال ، دپښتو ګرامر، دوهم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ش،۵۵مخ
One thought on “قرنطین، کرنتین که قرنتین؟ | څېړنیار شریف الله دوست”
  1. د ګران او دروند ورور ” دوست ” له معلوماتی او ګټوری لیکنی څخه په مننی سره
    موږ داسی لوستلی یا اوریدلی دی چی په اروپا کی د همهغه اروپائی علمی – فلسفی اثارو د پیژندلګوی او خپریدو اصلی عاملین عرب فرهنګیان او علماء دی
    مثلاً د یونان د فلسفی او فیلسوفانو آثار لومړی ځل د عربو لخوا ترجمه او نورو اروپائیانو ته ور وپیژندل سوه
    عربو شاید د خپلی ژبی د ځینو خاصو او ځانګړو قواعدو له مخی د لاتین ژبی هغه کلمی کومی چی د (ټ)یا (ک) درلوونکی وی د( ق )یا (ط ) او بعضاً د (ث )په بڼه لیکلی وی او د عربی ژبی د پراخی لمنی له وجی دا تصمیم نیول سوی وی چی ځینو ژباړل سوو غیر عربی کلماتو او اسمونو ته خاصه بڼه ورکړی یا په بله ژبه اسم خاص تری جوړ کړی (هم د شکل له مخی او هم د مضمون له مخی )
    Sokeratesمثلاً د نوم د سقراط په بڼه ژباړه سوی او لیکل سوی دی حال دا چی کولای ئی سوای د سوکرات یا سکرات یا دیته ورته بڼه ور وبخښ خو ممکن دا د عربی ژبی د ځانګړی قاعدی غوښتنه وی چی د سقراط بڼه ئی غوره کړیده
    بناً
    قرنطین هم د لاتین ژبی مربوط لغات دی او په عربی ژبه کی ئی همدا د قرنطین بڼه اخیستی ده
    څرنګه چی موږ پخپله ژبه کی د قرنطین د کلمی لپاره کومه بله مستقله کلمه او الترناتیو نلرو نو الزاماً له همدی معربی کلمی څخه کار اخلو نو زما په خام نظر همدا د قرنطین کلمه به سقراط غوندی را ته د منلو وړ وی یعنی که همدا قرنطین ولیکو نو مناسبه کړنه به وی ځکه د قرنطین د کلمی په لیدو مو ذهن مستقیماً مفهوم تر لاسه کولای سی البته په تلفظ کی خو اصلاً ستونزه نسته
    کابلی ورور کولای سی د قرنطین په ږغ ئی تلفظ کی
    کنداری کولای سی د کرنتین په ږغ
    او هراتی ورور کولای سی غرنطین ئی وبولی
    بس چی د یارانو سلا وی ور ته سلام دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *